د لاسرسي ځای

تازه خبر

اڅکزی: نه خپله غلا کوو، نه بل غلا ته پرېږدو


د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي کوټه کې د ګرانۍ خلاف د پاکستان ډیموکراټیک موومنټ (پي ډي اېم) جلسې ته وینا کوي: ۲۰۲۱، ۲۹م اکتوبر
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي کوټه کې د ګرانۍ خلاف د پاکستان ډیموکراټیک موومنټ (پي ډي اېم) جلسې ته وینا کوي: ۲۰۲۱، ۲۹م اکتوبر

پاکستان ډیموکراټیک موومنټ (پي ډي اېم) مشرانو د اکتوبر پر ۲۸مه نېټه په هېواد کې د ګرانۍ پرضد د کوټې ښار په باچا خان چوک کې یوې غونډې ته په خپلو څرګندونو کې وویل چې د ریښتوني جمهوریت لپاره یې د پرېکنده (فیصله کن) مبارزې هوډ کړی دی.

دې جلسې ته د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي، د نیشنل ګوند مشر ډاکټرعبدالمالک بلوڅ، د جمعیت علماء اسلام ضلعي امیر مولانا عبدالرحمان، د بلوچستان نیشنل ګوند مینګل ډلې ډاکټر جهانزیب جمالدیني، د مسلم لیګ ن ډلي صوباي صدر جمال شاه کاکړ او د جمعیت الحدیث صوبايي نایب امیر مولانا عصمت الله سالم ویناوې وکړې.

پر دې مهال په خپله وینا کې د پښتونخوا میپ مشر محمود خان اڅکزي وویل د اوسنی حکومت د غلطې تګلارې له امله ملک له ډېرو خطرناکو حالاتو سره مخامخ شوی دی. په ملک کې ګراني او بې روزګاري زیاته شوې ده.

په داسي حالاتو کې به اوس خلګه او سیاسي پارټیانې د دې حکومت پرضد سړکانو ته راوځي او د دې خونديتوب د ولس زمه واري ده.

د محمود خان اڅکزي وینا وه، پاکستان ډیموکراټیک موومنټ پرېکړه کړې ده چې د ده په وینا له ولس دښمنه حکومته د خلاصون لپاره به یوه فیصله کن جنګ ته راوځي. د نوموړي په وینا د دې احتجاجي تحریک موخه یې دا ده، په هېواد کې یو داسې حکومت راشي چې د ولس جمهوري واک و اختیار زیات کړي او معاشي ستونځي یې هوارې کړي.

د نوموړي په وینا په ملک کې ګراني دومره زیاته شوې ده چې له امله یې اوس خلک د دوه وخت ډوډۍ نه شي موندلای.

((لوږه ډېرېږي د انسان تر وس تېرېږي. د کچلاغ بازار، موساخېل بازار، نوشکي بازار او د مکران بازار ته چې راووځي، د دنیا نعمتونه پکې پراته دي خو د یوه غریب سړي د اخیستلو وس پکې نه وي.))

اڅکزي زیاته کړه نه خپله غلا کوي او نه هم بل څوک غلا ته پرېږدي.

پر باچاخان چوک دې جلسې ته د پي ډي ایم مشرانو په خپلو ویناګانو کې یوځل بیا تور پورې کړ چې اوسنی حکومت درې کاله وړاندې په عامو انتخاباتو کې په درغلۍ راغلی دی او د اوسني حکومت ختمول ډېر مهم دی.

کوټه کې کرانۍ خلاف د پاکستان ډموکراټیک مومنټ لاریون
کوټه کې کرانۍ خلاف د پاکستان ډموکراټیک مومنټ لاریون

د جمعیت علماء اسلام د کوټې مرستیال ضلعي امیر مولوي محمد ایوب وايي چې د اوسنې حکومت له راتلو راهیسې په ملک کې ناامني زیاته شوې ده.

دلته داخبره د یادوني وړده چې د پاکستان ډیموکراټک موومنټ له لوري په ملک کې د ګرانۍ پرضد د اکتوبر له ۲۰مې نېټې راهېسې مظاهرې پیل شوي دي.

بل پلو، حکومتي چارواکي وايي، په ملک ګې ګراني په نړیواله منډۍ کې د توکیو د بیو د لوړېدو له وجې زیاته شوې خو اپوزیشن ورته بل رنګ ورکوي.

د پاکستان د اطلاعاتو وزیر مملکت فرخ حبیب د اکتوبر پر ۲۲مه په لاهور کې خبریالانو ته ویلي ول چې حزب اختلاف ځکه د حکومت پرضد لاریونونه کوي چې هغوی خپلې کړې درغلۍ پټې کړي.

دنوموړي په وینا ولس ته د يوټېلیټي سټورونو له لارې په ارزانه توګه خوارکي توکي وررسوي او له ۲۰۲۰ز کال څخه تر اوسه یې خلکو ته د ۳۴ اربه روپو سبسیډي ورکړې ده.

نوموړی وايي، په پاکستان کې ګراني ځکه زیاته شوې چې په نړیوال مارکیټ کې د توکیو بیې لوړې شوې دي.

XS
SM
MD
LG