د لاسرسي ځای

تازه خبر

له نوي افغان حکومت سره به د تحريک طالبان پاکستان پرضد د کارروايي خبره کوو: پاکستان


د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند زاهد حفیظ چودري وايي هغوی هیله من دي چې د افغانستان راتلونکی حکومت به خپله خاوره د نورو هېوادونو پر ضد استعمالېدو ته پرېنږدي.
د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند زاهد حفیظ چودري وايي هغوی هیله من دي چې د افغانستان راتلونکی حکومت به خپله خاوره د نورو هېوادونو پر ضد استعمالېدو ته پرېنږدي.

پاکستان وايي، د افغانستان له نوي جوړېدونکي حکومت څخه به غوښتنه کوي چې د تحریک طالبان پاکستان پر ضد کارروايي وکړي.

د اګست پر ۲۰مه د بهرنیو چارو د وزارت ویاند زاهد حفیظ چودري په اسلام اباد کې یوې خبري غونډې ته د وینا پر مهال وویل، هغوی هیله من دي چې د افغانستان راتلونکی حکومت به خپله خاوره د نورو هېوادونو پر ضد استعمالېدو ته پرېنږدي.

پاکستان تر دې وړاندې د ولسمشر اشرف غني له حکومت نه هم دا ډول غوښتنه کړې وه خو هغوی تل پاکستان ته ګوته نیوله چې په خپله خاوره کې یې د افغان طالبانو مشرانو او پلویانو ته ځای ورکړی دی.

د اګست پر ۱۶مه، د افغان طالبانو ویاند سهیل شاهین د پاکستان یو شخصي تلویزيون ته د مرکې پر مهال ویلي و چې هغوی به د افغانستان خاوره د نورو پر ضد استعمالېدو ته پرېنږدي.


شنونکی او خبریال رفعت الله اورکزی وايي، د افغانستان له جېلونو د تحریک طالبان پاکستان زنداني غړي هم خلاص شوي چې پکې د هغه تحریک پخوانی نایب امیر مولوي فقیر محمد هم شامل دی نو دا وېره شته چې هغوی د پاکستان پر ضد مبارزه وکړي.

د اورکزی په خبره پاکستان ته پکار ده چې له تحریک طالبان پاکستان سره هم هغسې د سولې تړون وکړي لکه امریکایانو چې له افغان طالبانو سره وکړ.

"که پاکستان دا کار ونه کړي نو افغان طالبانو ته به ډېره ګرانه وي چې هغوی ایسار کړي، ځکه چې دا ټول یو خلک دي او یو بل ته یې ضرورت پېښېږي."

د پاکستان ولسمشر ډاکټر عارف علوي د اګست پر ۱۷مه ویلي و، هیله لري چې افغان طالبان به هغوی ته هم هغسې باور ورکړي چې چین او امریکې ته یې ورکړی او ورته یې ویلي چې د افغانستان خاوره به د هغوی پر ضد استعمالېدو ته نه پرېږدي.


د پاکستان اېکسپرېس ټريبیون ورځپاڼې د اګست پر ۱۹مه په یو راپور کې لیکلي، تحریک طالبان پاکستان ورته ویلي چې د هغوی ۷۸۰ غړي د افغانستان له جېلونو خوشې شوي دي چې پکې مولوي فقیر محمد هم شامل دی.

بلخوا د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوه د اګست پر ۲۰مه په یو بیان کې ویلي، هیواد یې په افغانستان کې د امن راوستلو لپاره په اخلاص کوششونه کوي او اوس تمه لري چې طالبان به له نړیوالو سره کړې خپلې هغه ژمنې عملي کوي، چې خپله خاوره به د نورو خلاف استعمالېدو ته نه پرېږدي.

XS
SM
MD
LG