د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستانیو انتخاباتو کې د درغلیو مخنیوي لانجمن فرمانونه


خو اپوزیشن ګوندونو دا فرمانونه رد کړي او وايي، دوی به يې پرضد په پارلېمان کې اواز پورته کوي. ارشیف- انځور
خو اپوزیشن ګوندونو دا فرمانونه رد کړي او وايي، دوی به يې پرضد په پارلېمان کې اواز پورته کوي. ارشیف- انځور

د پاکستان وفاقي حکومت راتلونکیو عامو ټولټاکنو کې د درغلیو مخنیوي لپاره د انتخابي اصلاحاتو په نوم دوه فرمانونه (ارډیننسونه) منظور کړي چې پکې یو د الېکټرانک مشین په ذریعه د ووټونو اچولو او بل د بهر ملکونو مېشتو پاکستانیانو لپاره د خپلې رایې کارولو فرمان دی.

د مې پر څلورمه په اسلام اباد کې خبري کانفرنس کې د اطلاعاتو وفاقي فواد چودري وویل چې اکثره د انتخاباتو په نتیجو اپوزیشن ګوندونه د درغلیو تور پورې کوي نو ځکه یې د دغه درغلیو مخنیوي لپاره دا فرنان راوړی چې راتلونکې انتخابات په پاکه او روڼه توګه وشي.

د دوی حکومت ژمن دی چې داسې انتخاباتي اصلاحات رواړي چې راتلونکیو ټولټاکنو کې د درغلیو مخنیوی وشي.
فواد چودري

خو اپوزیشن ګوندونو دا فرمانونه رد کړي او وايي، دوی به يې پرضد په پارلېمان کې اواز پورته کوي.

اسلام اباد کې د مې پر څلورمه د اطلاعاتو وفاقي وزیر فواد چودري په خبري کنفرانس کې وویل، د وفاقي کابینې په غونډه کې د انتخابي اصلاحاتو لړ کې د دوو صدارتي ارډیننسو منظوري ورکړې شوه چې پکې یو په بهرملکونو کې د مېشتو پاکستانیانو د ووټونو کارولو او بل په الېکټرانک مشین د ووټونو اچولو ارډیننس شامل دی.

د نوموړي په خبره د دوی حکومت ژمن دی چې داسې انتخاباتي اصلاحات رواړي چې راتلونکیو ټولټاکنو کې د درغلیو مخنیوی وشي.

فواد چودري وویل, حکومت د دې ارډننسونو له لارې الېکشن کمېشن د دې جوګه کړو چې د الېکټرانک مشین په ذریعه راتلونکي انتخابات وکړي او دا شان بهر ملکونو کې مېشت پاکستانیان هم وکولای شي د خپل ملک په انتخاباتو کې برخه واخلی او رایې وکاروي.

د نوموړي په خبره، الېکټرانک ووټنګ مشین له لارې د ووټونو اچولو نتیجې په پنځه منټه کې راوځي او د ټولې حلقې نتیجې په شل منټه جوتېږي ځکه خو الیکترونیک مشین معارفي کېږي.

د اپوزیشن ګوندونو دریځ

بل پلو اپوزیشن ګوندونو د حکومت دا فیصله مسترد کړې او وايي، دوی به په پارلېمان کې د دې پرضد اواز پورته کوي چې پارلېمان موجود دی او دوی صدارتي ارډیننسونه راوړي.

دوی به په پارلېمان کې د دې پرضد اواز پورته کوي چې پارلېمان موجود دی او دوی صدارتي ارډیننسونه راوړي.
اپوزیشن ګوندونه

د جمعیت علما اسلام ف ډلې د قامي اسمبلۍ غړې شاهده اخترعلي مشال را‌ډیو ته وویل: "په پرمختللو هېوادونو کې دا مشینونه ناکامه شوي دي او هغوی د کاغذ ووټ ته واپس شوي دي نو اوس چې موجوده حکومت وايي چې موږ دا اصلاحات راوړو نو د دوی نااهلي ده او دوی خپله کارکردګي ښکاره نه کړه او دوی اوس د راتلونکي انتخاباتو لپاره ځان له یوه لار جوړه وي نو که دوی اصلاحات راوستل غواړي نو اول دې دوی پارلېمان فعاله کړي نو پارلېمان کې څه نه کېږي او دو ارډیننسې راوړي نو داسې فېصلې موږ له دوی سره بیخي نه منو."

د پاکستان مسلم لیګ ن د خیبر پښتونخوا د صوبايي اسمبلۍ غړي اختیار ولي خان مشال راډیو، ته په دې اړه وویل: "وزیراعظم عمران خان چې د الېکټرانک مشین په ذریعه د انتخابي اصلاحاتو لپاره کوم ارډیننس راوړی. په دې خو شهباز شریف خپل دریځ ورکړی او دا يې مسترد کړی او پاکستان مسلم لیګ ن دې ته په دې نظر ګوري چې د هغه سړي په انتخاباتو په اصلاحاتو په څه یقین وکړي چې هفه کوم انتخابات ګټلي نو هغه يې هم په غلا ګټلي نو د هغه په انتخابي اصلاحاتو به څوک څه باور وکړي نو موږ ورسره دا بېخي نه منو."

دا ډېره عجبه خبره ده چې پارلېمان موجود دی او هلته ارډیننسونه راوړل کېږي.
محمود جان بابر

مشال راډیو چې په پېښور کې د سیاسي چارو شنونکي محمود جان بابر نه وپوښتل نو هغه وویل:"دا ډېره عجبه خبره ده چې پارلېمان موجود دی او هلته ارډیننسونه راوړل کېږي نو دا کار خو هله کېږي چې چېرته پارلېمان موجود نه وي نو باید چې حکومت دا بل پارلېمان ته راوړې وې او په دې اپوزیشن ګوندونو بحث کړې وو ځکه چې دا یو نظام بدلول دي او د دې به په ولس ډېر اثر غورځېږي."

تر دې وړاندې د پاکستان پیپلزپارټۍ مشر بلاول بوټو زرداري او د پاکستان مسلم لیګ ن نایب صدرې مریم نواز وار په وار تورونه لګولي چې ۲۰۱۸ز کال په عامو ټولټاکنو کې درغلۍ شوي او اسټېبلشمنټ او پوځ پکې لاسوهنې کړي دي خو الیکشن کمېشن او پوځ دا تورونه رد کړي او پوځ په بیا بیا ویلي چې دوی په سیاست کې هېڅ کار نه لري.

XS
SM
MD
LG