د لاسرسي ځای

تازه خبر

''د کلبوشن لپاره قوانين جوړېږي خو علي وزیر زنداني دی''


علي وزیر په کوټه کې د پښتون ژغورنې غورځنګ غونډې ته وینا کوي: ۲۰۱۸، ۸م اپرېل
علي وزیر په کوټه کې د پښتون ژغورنې غورځنګ غونډې ته وینا کوي: ۲۰۱۸، ۸م اپرېل

د پاکستان پارليمان هغه بيل منظور کړ چې د جاسوسۍ په تور نيول شوي هندي وګړي کلبوشن يادو ته د وکيل درلودو اجازه ورکوي.

د پاکستان امنيتي ځواکونو یادو په ۲۰۱۶ز کال کې په بلوچستان کې ونيو او د جاسوسۍ تور یې پرې پورې کړ. هند د هغه مقدمه د جنايتونو د څېړنې نړیوال عدالت ته وړې. هلته جج حکم کړی وو چې پاکستان دې نوموړي ته د وکيل کولو اجازه ورکړي.

د رايو اچونې په موقع د جماعت اسلامي سينيټر، مشتاق احمد خان نيوکه وکړه چې د کلبوشن يادو لپاره قوانين جوړيږي خو په پارليمان کې د وزیرستان استازي، علي وزیر په جيل کې اچول شوی. هغه زیاته کړه: ((زه دا غندم.))

نن د پاکستان پارلېمان ګډه غونډه رابلل شوې چې د انتخاباتي اصلاحاتو په ګډون ګڼ نور بیلونه د منظوري لپاره وړاندې شول.

تر دې وړاندې د پارلېمان ګډې غونډې ته د ملي جمهوري غورځنګ مشر محسن داوړ په خپله وینا کې وویل، دا ډېر د خپګان ځای دی چې نن علي وزیر دلته موجود نه دی او ډېره د شرم خبره ده چې علي وزیر نن د پارلېمان په غونډه کې نشته.

محسن داوړ زیاته کړه چې د نومبر پر ۱۶مه ګډ اپوزېشن د علي وزیر پارلېمان ته د راوستو لپاره سپیکر ته لیک هم استولی وو، نن ورځ دلته د هغه په نه موجودګۍ د وزیرستان حلقه له نمایندګۍ محرومه کړل شوې ده.

دلته د تحریک لبیک پاکستان له خلکو سره مذاکرات کېږي، د هغوی کسان پرېښودل کېږي، د ټي ټي پي کسان پرېښودل کېږي، کلبوشن خوشې کېږي. ابي نندن پرېښودل کېږي. خو علي وزیر د یوې وینا په سر له تېر څه کم یوه کال راهیسې په زندان کې دی.

د پښتون ژغورنې غورځنګ يو مشر، علي وزیر د پاکستاني ریاست پر ضد د خلکو د هڅونې په تور په ۲۰۲۰ز کال په پېښور کې نيول شوی او د کراچۍ په زندان کې بندي دی. د نوموړي وکيل پر هغه لګېدلي تورونه بې بنیاده او سياسي بولي.

XS
SM
MD
LG