د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې اپوزېشن ګوندونه د انتخاباتي اصلاحاتو بیل په سپریم کورټ کې چېلنجوي


پاکستان کې د اپوزېشن ګوندونو مشران، مریم نواز، بلاول بوټو زرداري، مولانا فضل الرحمن او محمود خان اڅکزی په ۲۰۲۰ز کال ۲۲ نومبر د اپوزېشن یوې جلسې پر مهال
پاکستان کې د اپوزېشن ګوندونو مشران، مریم نواز، بلاول بوټو زرداري، مولانا فضل الرحمن او محمود خان اڅکزی په ۲۰۲۰ز کال ۲۲ نومبر د اپوزېشن یوې جلسې پر مهال

پاکستان کې حزب اختلاف په پارلېمان کې د انتخاباتو د اليکټرانکي مشينانو له لارې کولو ترڅنګ د ګڼ شمېر نورو منظور شویو قانونو په عدالت کې د چېلنجولو اعلان کړی دی.

د انتخاباتي اصلاحاتو قانون په حق کې ۲۲۱ او مخالفت کې ۲۰۳ رايې ورکړل شوې. د نومبر پر ۱۷مه نېټه د انتخاباتي اصلاحاتو په ګډون د ګڼو نورو بیلونو وړاندې کولو پر مهال حزب اختلاف له غونډې بايکاټ وکړ. وروسته د اپوزیشن مشر شهباز شريف او د پيپلز پارټۍ مشر بلاول بوټو زرداري په خبرې غونډه کې دريځ خپل کړ چې د قانون سازۍ پر مهال قواعد و ضوابط په پام کې نه دي نيول شوي. بلاول بوټو وویل چې د دې به هر ځای مخالفت کوي.

((که حکومت پر دې خبره زور ورکوي چې قانون سازي يې د قواعد و ضوابطو مطابق ده نو موږ به دا په عدالت او سپريم کورټ کې چېلنجوو.))

بلاول بوټو زرداري د پارلېمان ګډې غونډې ته په وینا کې ويلي ول که دا بيلونه منظور شي نو دوی به د ۲۰۲۳ ز کال له ټاکنو بايکاټ وکړي او له اوسه یې د نه تسلیمولو اعلان کوي. هغه زیاته کړه چې په پارلېمان کې اليکټرانيک مشينونه موجود دي مګر کار نه کوي نو په ټول پاکستان کې به يې څنګه وکړي؟

حزب اختلاف تور پورې کوي چې د عمران خان په مشرۍ حکومت د اليکټرانیکي مشينانو له لارې په راتلونکې انتخاباتو کې درغلي (داندلي) کول غواړي خو د دې په ځواب کې د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي د پارلېمان ګډې غونډې ته وويل چې له دې قانون سره به راتلونکې انتخابات نور هم شفافه شي.

اپوزېشن په انتخاباتي اصلاحاتو کې د الېکټرونیک مشینونو موضوع له لومړۍ ورځې لانجمنه ګرځولې ده.

د پاکستان ډیموکراټيک موومنټ (پي ډي ایم) مشر مولانا فضل الرحمن د نومبر پر ۱۶مه نېټه تور لګولی وو چې د ده په وینا د اسلام اباد جعلي حکومت د پارلېمان ګډې غونډې ته اتحادي ګوندونه د ریاستي ادارو په زور بیايي.

د مولانا فضل الرحمن په وینا دوی د ادارو احترام کوي خو نن یوځل بیا د حکومت له وجې د ادارو غیرجانبدارۍ ته زیان رسېږي. نوموړي پوښتنه راپورته کړه چې د کومو دلایلو له مخې ټول قوانین تر ۱۹م نوومبر وړاندې پارلېمان ته راوړل کېږی.

هغه هم ویلي که حکومت په دې غونډه کې د ووټونو اچولو لپاره د مشینونو کارولو قانون منظور کړي نو دوی به یې په سپریم کورټ کې چېلینجوي. حکومت وايي چې د ووټونو اچولو لپاره د الیکټرانیک مشنیونو کارولو سره به په انتخاباتو کې روڼوالی راشي خو اپوزیشن ګوندونه په دې هکله اندېښنې او شکونه لري.

XS
SM
MD
LG