د لاسرسي ځای

تازه خبر

علي وزیر یې د ترهګرۍ ضد عدالت ته وړاندې کړ


له ارشیفه: علي وزیر په کوټه کې د پښتون ژغورنې غورځنګ غونډې ته د وینا پر مهال. د ۲۰۱۸ز کال د اپرېل ۸مه
له ارشیفه: علي وزیر په کوټه کې د پښتون ژغورنې غورځنګ غونډې ته د وینا پر مهال. د ۲۰۱۸ز کال د اپرېل ۸مه

د خیبر پښتونخوا په بنو کې پولیس چارواکیو مشال راډيو ته ویلي چې له جنوبي وزیرستانه د قامي اسمبلۍ استازی او د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ علي وزیر یې په بنو کې د ترهګرۍ ضد عدالت ته وړاندې کړ.

د ترهګرۍ ضد عدالت علي وزیر د اتو ورځو لپاره د ترهګرۍ ضد څانګې په حراست کې ورکړل شوی دی.

نوموړی د شمالي وزیرستان د خړ کمر پېښې پرمهال پاکستانیو عسکر نیولی وو او په هېليکوپټر کې یې بنو ته یووړ او هلته یې د ترهګرۍ ضد څانګې ته وسپارلو.

بلخوا په قامي اسمبلۍ کې د شمالي وزیرستان استازی او د پښتون ژغورنې غورځنګ مخور محسن داوړ د خړ کمر تر پېښې وروسته د میرامشا په درپه خېل کې خپل کور ته رسېدلی دی.

نوموړي له خپله کوره په جاري کړي ویډيويي پیغام کې ويلي، پښتون ژغورنه غورځنګ به د خړ کمر پېښې پرضد پرلت (دهرنه) کوي چې پکې به له کوټې تر پېښوره پښتون ولس راټولېږي.

نوموړي ویلي چې په دې پېښه کې پاکستانیو عسکرو لږ تر لږه ۱۳ کسان وژلي دي. خو پوځ لا د دې شمېرې په اړه څه نه دي ویلي.

د وزیرستان پېښې تازه پرمختګونه

د خیبر پښتونخوا وکیلانو د مې پر ۲۷مه کاربندیز اعلان کړی او د پاکستان پوځ له خړ کمر سره د پېنځو نورو مړیو موندلو خبر ورکړی دی.

په عین وخت کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند او پښتون ژغورنې غورځنګ مشرانو او پلویانو د خیبر پښتونخوا او بلوچستان په یو شمېر سیمو کې د مې ۲۶مې پېښې ضد پراخې مظاهرې کړې دي.

د پوځ عامه اړیکو دفتر ای اېس پي ار د مې پر ۲۷مه په یوه بیان کې وویل، پېنځه واړه جسدونه په مرمیو لګېدلي چې د خړ کمر له پوستې شاوخوا یو نیم کېلومیټر لرې په یوه ویاله کې پراته ول او دا چې پوځ یې پېژندګلوي کوي.

پوځ دا نه ده روښانه کړې چې ایا دا مړي د مې د ۲۶مې ډزو د پېښې دي او که څنګه؟

د اتوار پر ورځ له پوستې سره نېږدې د ډزو په پېښه کې درې کسان وژلي او په قامي اسمبلۍ کې د شمالي وزیرستان استازي محسن داوړ په ګډون ۲۰ کسان ژوبل شوي ول.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین د مې ۲۶مې پر ماخوستن مشال راډیو ته وویل چې په پېښه کې شاوخوا ۴۰ کسان ژوبل شوي.

د بشري حقونو کمېشن غبرګون

د پاکستان د بشري حقونو کمېشن (اېچ ار سي پي) د مې پر ۲۷مه په یوه بیان کې په شمالي وزیرستان کې د "پوځي قوت استعمال" او د هغې "په نتیجه کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د درو فعالانو" پر مړینه "اندېښنه" ښودلې ده.

په بیان کې راغلي دي چې دا ډول اقدامات د پښتون ژغورنې غورځنګ د پلویانو او امنیتي ادارو ترمنځ "ترینګلتیا لا زیاتولی شي" چې له کبله یې د "ریاست او قبایلي ضلعو" ترمنځ "واټن لا پراخېدای" شي.

د بشري حقونو کمېشن په بیان کې د قامي اسمبلۍ غړي علي وزیر او نورو فعالانو د خوشې کولو غوښتنه کړې او غږ یې کړی دی چې حکومت دې د پېښې پلټنو لپاره "سمدستي یو پارلېماني کمېشن جوړ کړي."

بیان وايي، چې پښتون ژغورنې غورځنګ له یو کال راهیسې د قبایلو د خلکو محرومۍ او غوښتنې په "سوله ییزه" توګه بیانوي چې حکومت یې باید په جدي توګه د هواري هڅې وکړي.

د وزیرستان پر پېښه د سیاسي ګوندونو غبرګون

په بیان کې روانه میاشت له قامي اسمبلۍ څخه د ۲۶م اییني ترمیم د منظورۍ یادونه شوې او پکې راغلي چې له دې سره باید حکومت قبایلو ته د رسنیو او مدني ټولنې بې خنډه لاسرسی باوري کړي.

بیان د پاکستان پر رسنیو هم غږ کړی چې باید خپل مسوولیت (ذمه واري) وپېژني او د قبایلو په اړه له اصولو سره سمه خبریالي وکړي.

پراخې احتجاجي مظاهرې

د مې پر ۲۶مه، تر روژه ماتي وروسته د پښتونخوا ملي عوامي ګوند او پښتون ژغورنې غورځنګ ګڼو فعالانو د خیبر پښتونخوا په پېښور، چارسده، بونېر، سوات، بنو او ډېره اسماعیل خان او د بلوچستان په کوټې، پښین، ژوب، مسلم باغ، زیارت، کلا سیف الله او موساخېلو کې لویې مظاهرې شوې دي.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي په غوښتنه د بلوچستان په یو شمېر پښتون مېشته سیمو کې مظاهره کوونکو د شمالي وزیرستان د ډزو د پېښې او مرګ ژوبلې غندنه وکړه.

په کوټه کې مظاهرې ته په وینا کې د ګوند یوه مشر او سېنېټر عثمان خان کاکړ وویل، په خیبر پښتونخوا د قبایلو ورګډولو پلویانو به ویل چې کله اېف سي ار ختم شي نو عدل به ورشي.

ده پوښتنه وکړه: "نن های کورټ چېرې دی؟ نن سپریم کورټ چېرې دی چې پر دې باندې سوموټو نوټس نه اخلي پر دې کرفیو او شهیدانو باندې؟"

د پښتون قامي جرګې نواب ایاز خان جوګېزي په وینا کې د پښتنو د یوې پراخې جرګې پر جوړولو ټینګار وکړ.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښې وړانګې لوڼۍ هم ټینګار وکړ چې پښتانه باید یو موټی شي ځکه چې نور "د شهیدانو ورکولو جوګه نه دي."

په عین وخت کې تر روژه ماتي وروسته د سوات په مینګوره کې لسګونه کسانو د امنیتي سرتېرو، استخباراتي ادارو او د پاکستانیو رسنیو د نامتوازنه خبریالۍ ضد نعرې ووهلې.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند سیمه ییز مشر خورشید کاکاجي مشال راډیو ته وویل، ګوند یې په سمدستي توګه د علي وزیر په ګډون د ټولو نیولو کسانو خوشې کولو غوښتنه کوي.

ده زیاته کړه چې پښتانه د هغو حقونو په غوښتلو وژل کېږي چې د پاکستان په ایین کې لیکل شوي.

د بلوچستان د مظاهرو په اړه تفصیل دلته ولولئ.

د پښتون ژغورنې غورځنګ دريځ

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین د مې ۲۶مې پر ماخوستن مشال راډیو ته وویل، د ډزو تر پېښې یوه ورځ مخکې د ناامنیو پېښه شوې وه چې په غبرګون یې سرتېرو نه یوازې په مچه مده خېلو کې د یوې ښځې په ګډون خلک وهلي او ځورولي بلکې هغوی ته یې د سیمې پرېښودو امر هم وکړ.

د ده په خبره، د سیمې اوسېدونکو او مشرانو له چارواکو غوښتنه وکړه چې د اوړي په روژو کې نشې کډوال کېدای نو ځکه دې ورته تر اختره وخت ورکړي.

منظور پښتین د ټانک جلسې ته وینا کوي (د ۲۰۱۹ د جنورۍ ۱۳مه)
منظور پښتین د ټانک جلسې ته وینا کوي (د ۲۰۱۹ د جنورۍ ۱۳مه)

پښتین وايي، د همدې مطالبې لپاره د سیمې خلکو احتجاجي ناسته پیل کړه چې د وزیرستان ګرینډ جرګې غړي او مشران، په قامي اسمبلۍ کې د شمالي او جنوبي وزیرستان استازي محسن داوړ او علي وزیر، د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښان او ځايي مشران په یوه قافلې سیمې ته ورروانه وه چې سرتېرو پر خړ کمر پوستې ودروله او احتجاجي ناستې ته یې له ورتګه منع کړل.

منظور پښتین د ای اېس پي ار بیان او دا دعوه ناسمه وبلله چې ګواکې د داوړ او وزیر په مشرۍ خلکو پر سرتېرو ډزې وکړې.

ده وویل، د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښه مشرانو، غړو، پلویانو او د سیمې اوسېدونکو نه ډزې کړې دي او نه ورسره وسلې وې.

د پښتین په خبره، پوځ خپله دعوه کړې چې وزیرستان یې له وسله والو او وسلو پاک کړی او دا چې هلته هېڅوک وسله نشي ګرځولای.

ده زیاته کړه چې وزیرستان کې امنیتي پوستې دي او سرتېري ان لایسنس (جواز) لرونکو کسانو ته د وسلو وړلو اجازه نه ورکوي نو دا "درواغ دي" چې داوړ، وزیر یا ملګرو یې وسلې لرلې او ډزې یې وکړې.

په خړ کمر کې څه وشول؟

عیني شاهدانو ویلي چې پوځي سرتېرو د ډوګه مچه مده خېلو احتجاجي ناستې ته ورروانه قافله درولې وه او د ناستې ګډونوال چې ورغلل نو سرتېرو ورباندې ډزې وکړې.

خو پوځ د مې پر ۲۶مه په یوه بیان کې تور پورې کړ چې د شمالي و جنوبي وزیرستان د پارلېماني استازو محسن داوړ او علي وزیر په مشرۍ یوې ډلې پر خړ کمر پوستې برید وکړ او هڅه یې کوله چې "د ترهګرو یوه معاون" له پوځه خلاص کړي.

پوځ وايي، کله چې پېنځه سرتېري د ډلې په برید کې ژوبل شول نو ځوابي ډزو ته اړ شول چې پکې درې کسان ووژل شول او ۱۰ ژوبل شول.

بیان زیاتوي، امنیتي سرتېرو د قامي اسمبلۍ غړي علي وزیر په ګډون اته کسان نیولي دي.

د پوځ د دې بیان په اړه پښتون ژغورنې غورځنګ، د سیمې اوسېدونکو او عیني شاهدانو برعکس څرګندونې کړې دي او ویلي یې دي چې سرتېرو د احتجاجي ناستې ځای ته ورتلونکې قافله درولې وه او بیا یې پر خلکو ډزې وکړې.

انتظامي او امنیتي چارواکو ویلي چې په سیمه کې یې تر تاوتریخوالي وروسته ګرځبندیز لګولی دی.

  • انځور سایز

    عمر وزیر

    عمر وزیر د مشال راډیو خبریال دی چې د شمالي وزیرستان، بنو او لکي مروت پر امنیت، اقتصاد، سیاسي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

  • انځور سایز

    نیاز احمد خان

    نیاز احمد خان په سوات کې د مشال راډیو خبریال دی. هغه د ملاکنډ ډېوېژن د نهو ضلعو سوات، بر او کوز دیر، بر او کوز چترال، ملاکنډ، بونېر، باجوړ او شانګلې په اړه راپورونه جوړوي.

  • انځور سایز

    ایوب ترین

    ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG