د لاسرسي ځای

تازه خبر

کورونا وایرس په خیبر پښتونخوا کې لسګونه روغتیاپال وژلي


د نړۍ د یو شمېر نورو هېوادونو په څېر په پاکستان کې هم د کورونا وایرس درېیمه څپه راغلې ده چې ورسره د مړو‌ او ناروغانو شمېره هم زیاته شوې ده.
د نړۍ د یو شمېر نورو هېوادونو په څېر په پاکستان کې هم د کورونا وایرس درېیمه څپه راغلې ده چې ورسره د مړو‌ او ناروغانو شمېره هم زیاته شوې ده.

په پاکستان کې د کوويډ- ۱۹ ناروغۍ څخه د مړو شویو کسانو سرکاري شمېرې ښيي چې پر دغې ناروغۍ تر ټولو زیات ډاکټران او د روغتیا نور کارکوونکي په خېبر پښتونخوا صوبه کې مړه شوي دي.

د خېبر پښتونخوا د ډاکټرانو د صوبايي تنظیم د شمېرو ترمخه تر دې دمه د کورونا وایرس په درېیمه څپه کې په یاده صوبه کې له دې ناروغۍ څخه ۹۱ د روغتیا کارکوونکي مړه شوي دي.

په دې اړه د صوبايي ډاکټرانو اتحادیې مشر ډاکټر زبېر د اپرېل پر ۱۷مه مشال راډیو ته وويل چې په درېیمه څپه کې دا نوی کورونا وایروس ډېر وژونکی او په تېزۍ سره خپرېدونکی دی.

نوموړی وايي، د کورونا په دا درېیمه څپه کې تر ۵۰ زیات ډاکټران د خېبر پښتونخوا په بېلابېلو روغتونونو کې مړه شوي دي.

د هغه په وینا، د روغتیا د نورو کارکوونکو شمېره که ورسره یو ځای شي نو بیا د مړو شويو روغتیا پالانو شمېره ۱۰۰ ته نيږدې کېږي.

ډاکټر زبېر زیاتوي: "په دې درېیمه څپه کې د وایرس شکل بدل شوی دی او دا اوس ډېر وژونکی او په اسانۍ سره خپرېدونکی دی، نو که حالات دا شان روان وي او خلک پر احتیاطي لارښوونو عمل نه کوي نو اندېښنه ده چې په روغتونونو کې به بیا د علاج لپاره ډاکټران نه پېدا کېږي. په عین حال کې په روغتونونو کې د کورونا وهليو ناروغانو شمېره هم مخ پر زیاتېدو ده."


هلته د صوبې تر ټولو لوی روغتون لېډي ریډنګ کې د داخل کړل شويو ناروغانو د شمېرې په اړه د یاد روغتون ویاند محمد عاصم مشال راډیو ته وايي چې په دې روغتون کې دا وخت ۲۹۲ د کورونا ناروغان بستر دي چې پکې ۲۵ د سختې درملنې په څانګه یا (ای سي یو) کې د وینټېلېټر يا د مصنوعي ساه ورکولو ماشينونو له لارې يې درملنه کېږي.

نوموړی وايي: "په روغتون کې د کورونا ناروغانو لپاره د کټونو شمېره دا وخت ۴۸۵ ته رسول شوې ده او د ناروغانو شمېره ورځ تر بلې په زیاتېدو ده."

په لېډي ریډنګ روغتون کې کارکوونکی ډاکټر سجاد یوسفزی چې دوه ځله د کورونا ناروغۍ ښکار شوی دی، مشال راډیو ته وايي چې د ولس د احتیاط نه کولو په وجه دا وایرس په تېزۍ سره خپرېږي.

ډاکټر یوسفزی وايي، ولس باید په دې پوه شي ترڅو چې په هېواد کې ټولو خلکو ته د کورونا واکسین نه وي رسیدلی نو تر هغې په احتیاطي لارښوونو عمل یقیني کول پکار دي.

ده وویل،لېډی ریډنګ روغتون دا وخت د کورونا له ناروغانو څخه ډک دی او د دې وجه دا ده چې خلک احتیاط نه کوي، نه ماسک کاروي، نه لاسونه مینځي او نه له یوبل څخه واټن ساتي.

XS
SM
MD
LG