د لاسرسي ځای

تازه خبر

خيبر پښتونخوا کې له نهم تر ۱۲م ټولګي درسونه بيا پيلېږي


حکومت وايي، سکولونه په دې شرط پرانېزي چې په طبي سپارښتنو عمل وشي.
حکومت وايي، سکولونه په دې شرط پرانېزي چې په طبي سپارښتنو عمل وشي.

د خېبر پښتونخوا حکومت پرېکړه کړې چې د اپرېل له ۱۹مې نېټې نه به له نهمه نیولې تر ۱۲م ټولګي ښوونځي پرانېزي خو وايي، شرط به یې دا وي چې تعلیمي ادارې به پر طبي سپارښتنو عمل کوي.

دا پرېکړه د اپرېل پر ۱۶مه د وزیراعلی محمود خان په مشرۍ کې د کورونا د مخنیوي لپاره په جوړه شوې غونډه کې شوې ده.

د خېبر پښتونخوا د تعلیم د وزیر شهرام خان ترکي له دفتره په خپره شوې یوه خبرپاڼه کې ویل شوي، دا چې په مې میاشت کې د ذکر شوو ټولګيو د بورډ امتحانونه کېدونکي دي نو هغوی پرېکړه کړې ده چې تر هغې وړاندې د احتیاطي لارښوونو په رڼا کې د نهم، ۱۰م، ۱۱م او ۱۲م ټولګيو زده کوونکي تعلیمي ادارو ته ورپرېږدي.

د خېبر پښتونخوا د سرکاري سکولونو د اتحادیې مشر عزیزالله خان د اپرېل پر ۱۷مه مشال راډیو ته وویل، هغوی ته د سکولونو د پرانيستلو خبر ورکړل شوی او د نوموړي په وینا په سکولونو کې ورته لازمه تیاري نیول شوې ده.

په خیبر پښتونخوا کې به د نهم او ۱۰م جماعت د بورډ امتحانونه د مې پر ۲۱مه او د ۱۱م او ۱۲م صنفونو هغه د جون پر ۱۷مه پیلېږي.

بل پلو، په خیبر پښتونخوا کې د شخصي سکولونو د اتحادیې مشر عقیل انجم د اپرېل پر ۱۷مه مشال راډیو ته وویل، د حکومت دغه پرېکړه دوی ستايي خو د هغه په وینا پکار ده چې نور صنفونه هم د زده کوونکو پر مخ پرانېستل شي. نوموړی وايي، هغوی په خپلو تعلیمي ادارو کې په بشپړ ډول د کورونا نه د بچ کېدو اقدامات کړي دي.

د خیبر پښتونخوا حکومت د مارچ له ۱۷مې نېټې راهېسې د صوبې په هغو ضلعو کې د شخصي او سرکاري سکولونو د تړلو پرېکړه کړې وه چې پکې د کورونا وبا د خپرېدو کچه لوړه وه. دا پرېکړه د صوبې په ۱۶ ضلعو کې عملي شوې وه چې پکې پېښور، مردان، نوښار، چارسده، صوابۍ، کوهاټ، سوات، دیر او ملاکنډ هم شامل وو.

XS
SM
MD
LG