د لاسرسي ځای

تازه خبر

روژه کې د خوراکي توکیو له ګرانۍ ولس سرټکوي


پاړه چینار بازار
پاړه چینار بازار

په پاکستان کې لا د وړاندې ولس له ګرانۍ سرټکوي خو د روژې له راتګ سره د خوراکي توکیو نرخونه بیا ختلي دي.

د کورمی اوسېدونکي وايي، د خوراکي توکيو په نرخونو کې دومره زیاته اضافه شوې چې اخیستل یې ګران شوي.

د پاړه چینار جمشید علي وايي، د روژې میاشتې له پیلېدو سره د سبزیانو، مېوو، غوښې، اوړو، غوړیو او نورو خوراکي توکیو بیې هم اوچت شوي دي.

د مالوماتو ترمخه، همدا اوس د پاړه چینار په بازار کې د بورې/چینۍ پینځوسو کېلویزه بوجۍ نرخ څلور زره او اته سوو روپیو ته رسېدلی دی چې یوه اونی وړاندې یې قیمت ۴۶ سوه روپی وه.

دغه شان پینځه لیټره غوړي په ۱۳۰۰ روپۍ خرڅېدل خو د روژې له راتلو سره سم یې بیه نیزدې پینځلس نیم سوو ته ختلې ده. په همدغه توګه د هر شي په نرخ کې له سلو تر دوو سوو روپیو زیاتوالی راغلی دی.

پاړه چینار بازار
پاړه چینار بازار

په پاړه چینار بازار کې د دوکاندارانو اتحاديۍ مشر حاجي روف حسین هم د خوراکي توکیو د بیو لوړېدل مني خو وايي، د کورونا وایرس مخنیوي په خاطر اکثره لارې بندې وي نو یاد بازار ته غله (خوراکي اجناس) راوړل کم شوي او بله دا چې په روژه کې یې غوښتنه هم ډېره شي نو ځکه یې قیمتونه لوړ شوي دي.

بلخوا د انتظامییې یو ځايي مشر یوسف هارون وايي، په ضلعه کې یې دوه ارزان بیه بازارونه جوړ کړي چې پکې د خوراکي توکو نرخونه د عام بازار په نسبت کم مقرر شوي نو خلک کولی شي چې د روژې میاشت په دوران کې له هغو اوړه، غوړي، بوره او داسې نورې سوداګانې واخلي.

چارواکی وايي، د روژی په میاشت کې د ګرانۍ مخنیوي لپاره هغلته کمېټیاني جوړې شوي چې هغوی هره ورځ دوکاندارانو ته نوې نرخنامه ورکوي او بیا دا ممکنوي چې څوک خوراکي توکي له ټاکلي نرخه زیات خرڅ نه کړي.

یوسف هارون دا هم وایي، په بازارونو کې تر چاپو وروسته یوشمېر دوکانداران یې نیولي او جرمانه کړي دي.

دی زیاتوي، که بیا هم یوڅوک په ناجایزه منفع او میلاوټ کې ونیول شو نو په جیلونو کې یې د اچولو فیصله کړې ده.

حکومت په صوبه کې د روژې پر مهال د ګراني مخنیوي لپاره تر اتیاو زیات بازارونه لګولي چې پکې عام ولس خوراکي مواد په کم نرخ ترلاسه کولی شي.

بوره مافیا

وزیراعظم عمران خان ویلي، د بورې په ګرانۍ کې د ککړو تنانو ضد به قانوني عملیات روان وي، او هېڅوک به نه بخښي.

نوموړي په چارشنبه په سرګودها پنجاب کې له یوې غونډې وروستو رسنیو ته ویلي چې په تېرو ۱۵ میاشتو کې د بورې نرخ ۲۶ ختلی دی. د نوموړي په خبره په دې سره د ولس څه نه څه ۱۴۰ اربه روپۍ د بورې کارخانه دارو ته ولاړې.

تصویر له ارشیفه
تصویر له ارشیفه

جهانګیر خان ترین د بورې یو له لویو کارخانه دارو ګڼل کېږي او په مېډیا کې د ده نوم زیات راځي. د ده خلاف مقدمې هم کښل شوې دي. خو نوموړی وايي، په ملک کې یوازې دی د بورې کارخانه دار نه دی نور هم ډېر دي نو ولې یوازې د ده نوم اخیستل کېږي؟

عمران خان دا کارخانه دار د بورې مافیا یاده کړه چې ناجایزې ګټې کوي. او زیاته یې کړه چې د دوی پرضد به یې حکومت ګامونه پورته کوي.

پوښتنه دا چې دا دومره زوروره مافیا ده چې حکومت او ریاستي ادارې یې مخه هم نه شي نیولای.

د پېښور پوهنتون اقتصادیاتو د څانګې مشر پروفیسر زلاکت خان وايي، کارخانه داره طبقه پخپله په اسمبلیو کې هم ناست دي، بیوروکراسي کې هم د دوی اثر رسوخ ډېر زیات وي. او که حکومت یې پروړاندې راپورته شي نو دوی د عدالت له لارې ځان خلاص کړي.

خو نوموړی زیاتوي که ریاستي ادارې له زړه وغواړي نو دې مافیا ته شکست ورکول هېڅ ګران کار نه دی ځکه چې له ریاست سره ادارې دی، قانون دی او آئین دی.

XS
SM
MD
LG