د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کورونا مخنيوي لپاره بلوچستان کې نيمه ټولبند لګول شوی


د بلوچستان سوداګرو تېر کال هم د ټولبند د ختمولو لپاره هړتالونه کړي وو.
د بلوچستان سوداګرو تېر کال هم د ټولبند د ختمولو لپاره هړتالونه کړي وو.

په بلوچستان کې د اپرېل له ۱۷مې د مې تر لومړۍ نېټې پورې د کورونا د مخنیوي په خاطر سمارټ لاکډاون يا نيمه ټولبند لګول شوی دی.

د یادې صوبې د کورنیو چارو وزارت لخوا د اپرېل پر ۱۶مه په خپرې شوې یوې خبرپاڼې کې ویل شوي چې دا پرېکړه د کورونا د مخ په زیاتېدونکو پېښو د مخنیوي په خاطر شوې ده.

د پرېکړې له مخې په کوټه او نورو لویو ښارونو کې به د خالي او اتوار (شنبه او يکشنبه) پر ورځو ټول مارکېټونه او کاروباري مرکزونه تړلي وي او په پاتې نورو پنځو ورځو کې به هم دا هرڅه د مازیګر پر شپږو بجو تړل کېږي.

په روژه کې د کورونا وایرس مخنيوي لپاره د پاکستان حکومت لارښوونې
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:00:27 0:00

د بلوچستان د حکومت ویاند لیاقت شاهوانی وايي، پر دې سربېره په راتلونکو ۱۵ ورځو کې به پر غونډو او تقریباتو هم بندېز وي او ريستورانونه یواځې له روژه ماتې بيا د شپې تر ۱۲ بجو پورې کولی شي چې "اوټ ډور سرويس" وچلوي یعنې خواړه له ودانۍ د باندې خلکو ته ورسوي.

نوموړي د اپرېل پر ۱۶مه مشال راډیو ته وویل، په کوټه کې د غونډو د مخنیوي په خاطر د پاکستان د جنايي قانون ۱۴۴مه دفعه لګول شوې او د شنبې او يکشنبې پر ورځو به ولسي ټرانسپورټ هم بند وي. د ۱۴۴مې دفعې له مخې د څلورو يا تر څلورو زياتو کسان يو ځای راغونډېدو باندې بندېز وي.

شاهواني وړاندې وویل:

"د کورونا اوله او دویمه څپه دلته دومره زوروره نه وه خو دا درېیمه څپه ډېره زوروره معلومېږي ځکه چې هره ورځ زیات شمېر کیسونه مخې ته راځي او د وبا له وجې د خلکو د مړینې کچه هم زیاته شوې ده."

بل پلو، حکومت د ښځو لپاره ځانګړی سردار بهادر خان پوهنتون هم وروسته له هغې تړلی چې د یاد پوهنتون یوه ښوونکې په کورونا له اخته کېدو وروسته وفات شوه.

د بلوچستان حکومت ویاند د صوبې له سوداګرو او کاروباریانو هم غوښتنه کړې ده چې د محدودیتونو خیال دې وساتي او که داسې ونکړينو پر ضد به یې قانوني کارروايي کېږي.

خو د بلوچستان د سوداګرو اتحادیې دغه حکومتي پرېکړه رد کړې او ویلي یې دي چې حکومت ورسره مشوره نه ده کړې.

د سوداګرو د ټولنې مشر عبدالرحیم کاکړ مشال راډیو ته وویل، هغوی نشي کولی چې کاروبارونه د مازیګر پر شپږو بجو وتړي ځکه چې هم دا یې د ګټې وټې وخت وي. هغه وايي، تېر کال یې هم د ټولبند له وجې زیات زیانونه ګاللي دي.

هغه وړاندې وايي:

"موږ دغه لاکډاون په هېڅ صورت نه منو، چې کله هم د کاروبار سیزن راشي، دوی پر موږ محدودیتونه ولګوي. موږ ټول کال دې وخت ته په انتظار ناست یو نو اوس څنګه کاروبارونه وتړو."

نوموړی وايي، حکومت ته یې وړاندېز دا دی چې په اوونۍ کې دې یواځې یوه ورځ یعنې د جمعې پر ورځ کاروبارونه بند کړي او په نورو ورځو کې دې هغوی پرېښودل شي چې له سهاره د شپې تر ۱۰ بجو پورې فعالیت وکړي.

خو بل پلو یو ځايي خبریال او کارپوه سید علي شاه مشال راډیو ته وویل، د حکومت د سمارټ لاکډاون پرېکړه ځکه ستايي چې د هغه په وینا خلک د کورونا پر وړاندې د طبي سپارښتنو هېڅ خیال نه ساتي.

نوموړی وايي، خلک په ښارونو او عین په سرکاري دفترونو کې هم ماسکونه نه کاروي نو پر سمارټ لاکډاون عمل کول به ستونزمن کار وي.

تر بلوچستان وړاندې د پنجاب، سېند او خیبر پښتونخوا حکومتونو هم د کورونا د مخنیوي په موخه په ځینو حساسو ښارونو کې محدودیتونه لګولي دي.

  • انځور سایز

    ایوب ترین

    ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG