د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان په تجارتي بنيادونو د کورونا وایرس واکسينو د اخیستو اجازه ورکړه


په کراچۍ کې يو ډاکټر د کورونا واکسينو ډوزونه شمېري
په کراچۍ کې يو ډاکټر د کورونا واکسينو ډوزونه شمېري

د پاکستان د دوايانو د څارنې ادارې (ډرګ ريګوليټري اتارټي) چارواکي وايي د کورونا وایرس څلورو واکسينو منظوري یې ورکړې چي په تجارتي بنيادونو استعمالېدلی شي.

د دې ادارې مشر، ډاکټر اختر عباس د مارچ په ۲۲مه مشال راډيو ته وويل: ((موږ سره وار له مخه څلور کمپنیانې راغلې دي. یوه به د استرازینیکا واکسین راوړي یوه به روسي واکسین راوړي بلکې د دې خو څو زره خوراکونه پاکستان ته درامد شوي هم دي. دوه د چينیايي کمپنیانو واکسین دي. دغه کمپنیانې به دا واکسین په پاکستان کې په نوو نومونو خرڅوي لکه د سپوتنک پنځه به په پاکستان کې په بل نوم خرڅیږي. د استرازينيکا نوم به هم بدل وي. ساينوفام نوم خو ډیر عام شو او یو بل کنسینو بايو واکسین دي.))

لا تر اوسه د واکسينو نرخ نه دی ټاکل شوی. په دې اړه به له پوره غور کولو وروسته پرېکړه کېږي
اختر عباس

د پاکستان حکومت ته تر دې دمخه د چين ساینوفام واکسين رسېدلي دي. دوی په لومړي سر کې دا واکسين خپلو روغتيايي کارکوونکو او له ۶۵ کلونو څخه زیات عمر لرونکو وګړو ته وهي. دا واکسين په وړيا ډول کېږي. خو د ډرګ ريګوليټري اتارټي مشر، اختر عباس وايي د حکومت لپاره ممکنه نه ده چې هر کس ته دا واکسین وړيا ورکړي نو ځکه يې شخصي کاروباري ادارو ته د دې واکسینو د درامد کولو اجازه ورکړې ده.

د پاکستان یو شمیر رسنيو د سرچينو په حواله راپورونه خپاره کړي چې وفاقي کابينې په تجارتي بنیادونو د روسي سپوتنک پنځه واکسین د يو ډوز قیمت ۸۴۴۹ روپۍ او د چينايي ساينو فارم بيه ۴۲۲۵ ايښې ده.

خو د اسلام اباد د صحت وزارت یو چارواکي ساجد حسین د مارچ په ۲۲مه مشال راډیو ته وويل چې دوی د نرخونو د منظورۍ لپاره سمري یا خط حکومت ته استولی دی خو کابينې په دې اړه تر اوسه څه رسمي پریکړه نه ده کړې. ((د وفاقي حکومت سره دا اختيار دی چې هغوی دا نرخونه وټاکي. پر دې به تر پوره غور وروسته څه نتيجه مخې ته راځي او حکومت به د واکسينو د بیوو په اړه نوټيفيکېشن جاري کوي.))

دا واکسین به په عام دکان کې نه بلکې له خاصو ځايونو ترلاسه کېدلی شي. علي ګوهر اېنډ کمپني له هغو کاروباري شرکتونو څخه يوه ده چې حکومت ورته د کورونا وایرس د واکسينو درامد کولو اجازت ورکړی دی. د مارچ په ۲۲مه له مشال راډيو سره په خبرو کې د دې کمپنۍ د کاروبار د برخې مشر، عمر مختار وويل چې تېره هفته یې له روس څخه ۵۰ زره ډوزه سپوتنيک واکسين پاکستان ته وړي دي.

هغه د واکسينو د نرخ په اړه وويل: ((موږ حکومت ته یو خواست کړی چې صحیح نرخ وټاکي. د ۸۴۴۹ روپيوو خبره په رسنیو کې راغلې ده خو تر دا مهال موږ ته په رسمي توګه څه نه دي ويل شوي. موږ اوس په دې اړه خپله سټرېټيجي جوړوو او حکومت ته به دا وايو چې د نرخونو په اړه د ډرګ ريګوليټري اتارټی کومه تګلاره ده موږ ته دې د هغې تګلارې مطابق د نرخ تعین وکړي.))

د پاکستان د ډرګ ريګوليټري اتارټي د تګلارې له مخه هره هغه دوايي چې په کومه بیه له بهره هيواد ته وروړل شي نو تر ټولو لګښتونو وروسته پرې ۴۰ فیصده پورې قیمت زیاتولی شي.

XS
SM
MD
LG