د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کورنا روسي سپوتنیک واکسین پاکستانۍ ټېکه له چا سره ده؟


په پاکستان کې د کورونا روسي سپوتنیک پنځه واکسینو قانوني درامد کونکي علي ګوهر فارماسيوټيکل وايي چې دوی یوازینۍ شخصي اداره ده چې له سرکاري اجازې وروسته دا واکسين هېواد ته راوړي. د دوی په وینا له بلې هېڅ کاروباري ادارې یا ليبارټرۍ سره په دې اړه هېڅ تړون نه دی لاسليک شوی.

د فرورې په ۱۵مه له مشال راډيو سره په خبرو کې په کراچۍ کې د علي ګوهر پاکستان لمېټډ کمپنۍ دوو چارواکو د نو م نه څرګندولو په شرط زیاته کړه چې په ځينو رسنیو کې د لاهور ميشته چغتايي ليبارټرۍ دا دعوه چې ګنې دوي په پاکستان کې په کولاو بازار کې د روسي سپوتنیک پنځه کورونا واکسینو خرڅلاو پیلوي په ناسمو مالوماتو مبني دعوی بللې ده.

د علي ګوهر کمپنۍ په کاروباري څانګه کې يوه لوړ پوړي چارواکي وويل دوی له هېڅ یوې کمپنۍ سره په دې اړه هېڅ سودا نه ده شوې او زیاتوي چې حکومتي ادارې ډريپ ورته یوازې سرکاري روغتونونو ته د سپتونک پینځه واکسینو ورکولو اجازت نامه ورکړې ده ،

دا پس له هغې ده چې د لاهور ميشته چغتايي ليب يوه ډايريکټر عمر چغتايي دوه ورځې مخکې په يوه ټويټر پيغام کې دعوه وکړه چې په یوه یا دوو هفتو کې به څو زره د روسی سپوتنیک واکسینو د خوراک لومړی بار ترلاسه کړي، د فېبرورې په ۱۴مه عمر چغتايي رايټرز خبري اژانس ته وويل چې راتلونکې اونۍ به دا واکسین دوی ته ورسي.

خو د علي ګوهر کمپنۍ ناپيژندل شوي چارواکي وويل چې حکومت یوازې دوی ته د سپوتنیک پنځه واکسینو د دارامدولو اجازت ورکړی دی او بلې هېڅ یوې ادارې سره دا اجازتنامه نشته او دوي به يې یوازې سرکاري صحي ادارو له ورکوي.

خو په لاهور کې د چغتايي ليب یوه چارواکې د فرورې پر ۱۵مه مشال راډيو ته وويل، تمه لري ژر به له روسه دا واکسین ترلاسه کړي، خو د ادارې ډایريکټر ډاکټر عمر چغتايي مشال راډيو ته په يوه استول شوي پيغام کې ويلي چې دوي به د واکسینو پروژه د حکومتي صحي ادارو لخوا د اجازت او د واکسینو د رجسټريشن نه پس شروع کوي.

بلخوا د صحت په برخه کې د پاکستان د وزير اعظم عمران خان ځانګړي مشاور ډاکټر فيصل سلطان رايټرز خبري اژانس ته په ليکلي پیغام کې ويلي چې له چغتايي ليب سره د واکسینو د معاملې په اړه ورته هېڅ مالومت نه شته.

یوه اونۍ مخکې د پاکستان حکومت په هېواد کې د هنګامي یا ایمر جنسۍ په صورت کې د کورونا ضد سپوتنیک پینځه واکسینو د کارولو اجازه ورکړې او د دې لایسنس یې د دوایایانو کاروباري ادارې علي ګوهر پاکستان لميټډ ته ورکړی دی.

XS
SM
MD
LG