د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کورونا وایرس برتانوۍ بڼه پاکستان ته هم غځېدلې ده: حکومت 


د پاکستان د صحت وزارت پر خلکو غږ کړی چې له کورونا وايرسه د حفاظت پر لارښوونو عمل جاري وساتي او د واکسينو لپاره ځانونه له حکومت سره راجسټر کړي
د پاکستان د صحت وزارت پر خلکو غږ کړی چې له کورونا وايرسه د حفاظت پر لارښوونو عمل جاري وساتي او د واکسينو لپاره ځانونه له حکومت سره راجسټر کړي

د پاکستان مرکزي حکومت ويلي، دې هېواد ته د کووېډ ۱۹ ناروغۍ برېتانوۍ بڼه ورغځېدلې او خلک ترې د ځان ساتلو لپاره بايد له کورونا وايرسه د حفاظت پر لارښوونو عمل جاري وساتي.

د پاکستان صحت وزارت د خالي ورځې اعلاميه وايي چې دا هېواد هم د هغو ۹۲ هېوادونو له ډلې دی چيرته چې د کووېډ ۱۹ ناروغۍ يوه نوې بڼه چې د “برېتاونۍ بڼې” په نوم يادېږي، رسېدلې ده.

دې وزارت پر خلکو غږ کړی چې له کورونا وايرسه د حفاظت پر لارښوونو عمل جاري وساتي او د واکسينو لپاره ځانونه له حکومت سره راجسټر کړي.

د خیبرپښتونخوا د عامې روغتيا څانګې يو افسر ډاکتر اکرام الله د فبرورۍ پر ۲۸مه مشال راډيو ته وويل چې دوی تر اوسه د دې صوبې يو اوسېدونکي ته د کووېډ ۱۹ د نوې برېتانوۍ بڼې لګېدو رپورټ نه دی ترلاسه کړی.

نوموړی چې د کووېډ ۱۹ ناروغۍ په اړه د معلوماتو د دفتر مشر هم دی، زياته کړه چې د صوبې د هسپتالونو ډاکټرانو او نورې عملې ته د واکسينو رسولو چارې يې روانې دي او تر فبرورۍ ۲۷مې يې ۱۶۰۰۰کسان واکسين کړي دي.

ده وویل، "د کورونا د برېتانوۍ بڼې په اړه ويل کېږي چې دا وايرس د هغې زوړ يو په مقابله کې زيات تېز خپرېږي، خو شکر دی زموږ صوبې ته لا نه دی راغلی. موږ په هسپتالونو کې د مخکې پرتله د کورونا ناروغانو لپاره زيات ځای لرو. له دريېمې فبرورۍ مو د خپلې طبي عملې د واکسينولو پروګرام پيل کړی دی. موږ په ټوله صوبه کې د واکسينو لګولو ۲۷۰ مرکزونه په نښه کړي ول."

ده زیاته کړه، "دا وخت په ۱۰۰ کې واکسين لګول کېږي او پلان مو دا دی چې تر دويم مارچ پورې ټولو ۲۸۰ ته واکسين ورسوو. د فبرورۍ ۲۷مې پورې مو تقريباً ۱۶۰۰۰ کسان واکسين کړي دي. له تېرې يوې اوونۍ راهيسې مو هدف دی چې هره ورځ له دوه نيمو نيولې تر درو زرو پورې کسان واکسين کړو."

ډاکټر اکرام الله د صوبې عامو خلکو ته د کورونا وايرس واکسينو رسولو خپل پلان هم راته تشريح کړ.

ده وويل چې د مارچ له اتمې نېټې به د ۶۰ او تر هغې د زياتو کلونو عمر لرونکو کسانو ته واکسين لګول پيل شي. د نوموړي په خبره، د هېواد ټولو وګړو ته د واکسينو رسول اسانه نه دي او ښايي دا چارې څو مياشتې وخت ونيسي.

نوموړي وویل، "له اتم مارچ به د عامو خلکو د واکسينولو پروګرام پيل شي. په لومړي پړاو کې به د ۶۰ کالو او تر هغې زيات عمر لرونکو کسانو ته واکسين لګول کېږي. خلکو راجسټريشن شروع کړی، خپل شناختي کارډ ۱۱۶۶ شمېرې ته لېږي او د واکسين اخيستو د ځای او نېټې په اړه معلومات ترلاسه کوي.

ډاکټر اکرام الله وویل، " له ۱۸ کالو زيات عمر کسانو ته به هم ژر واکسين لګول پيل شي، کېدای شي د مارچ په اخره کې وي. خو دا کار به ټول کال روان وي، ځکه چې ۲۲ کروړه ابادۍ ته واکسين رسول اسانه نه دي. زموږ پلان دی چې تر جون مياشتې پورې په صوبه کې د واکسينو اخيستو ۱۰۰۰ مرکزونه ولرو.”

د پېښور ځينو ډاکټرانو فبروري مياشت مشال راډيو ته ويلي وو چې دوی د کورونا وايرس ضد چينايي واکسينو لګولو ته ځکه زړه نه ښه کوي چې د هغو د ازموېنو د پايلو او موثريت په اړه دقيق معلومات نه لري.

د صوبې د صحت محکمې هم د ډاکټرانو د دې اندېښنو تصديق کړی وو خو ويلي يې وو چې د خپل پلان مطابق به د طبي عملې د واکسينولو چارې جاري ساتي.

د باجوړ ضلعې طبي عملې ته د کورونا وايرس واکسينو لګولو چارو کوارډينېټر ډاکټر شفيق احمد د فبرورۍ پر ۲۸مه مشال راډيو ته وويل، د سيمې مشرانو ډاکټرانو ته په کتو کشرانو هغو او هم د هغوی نورې عملې واکسين لګول پيل کړي دي.

ډاکټر احمد هيله من دی چې د هوا له ګرمېدو سره به د کووېډ ۱۹ ناروغانو شمېر نور هم کم شي. دی البته پر ولس غږ کوي چې له کورونا وايرسه د حفاظت لارې چارې هرو مرو په پام کې ونيسي.

ده پرمخ وویل، "موږ تر اوسه د خپلې طبي عملې له ۴۹۹ راجسټر کسانو ۲۵۲ واکسين کړي دي. خوشبختي دا وه چې زموږ مشرانو ډاکټرانو واکسين ولګول، چې هغوی ته په کتو کشرانو ډاکټرانو او نورې طبي عملې هم ځانونه واکسين کړل."

ډاکټر احمد زیاته کړه چې د ضلعې عام ولس ته به هم واکسين ژر ورکړل شي، خو هغوی بايد له کورونا وايرسه د حفاظت لارښوونې هرو مرو عملي کړي.

ده وویل، "نن ورځ موږ په باجوړ کې د کورونا وايرس يوازې اته ناروغان لرو چې هغه هم په هسپتال کې بستر نه دي بلکې په خپلو کورو کې کوارنټين شوي دي. تمه کېدای شي چې د هوا له ګرمېدو سره به د ناروغانو شمېر نور هم کم شي.”

د پاکستان په مرکزي حکومت کې د کورونا وايرس وبا د کنټرول ادارې ويلي چې په ټول ملک کې له ۶۵ کالو زيات عمر لرونکو ۱۹ ميليونه وګړو د واکسينو اخيستو لپاره راجسټريشن کړی دی.

دې ادارې له صوبايي حکومتونو غوښتي چې د طبي عملې او عامو خلکو د واکسينولو چارې ګړندۍ کړي.

XS
SM
MD
LG