د لاسرسي ځای

تازه خبر

کورونا لا ختمه نه ده، بندیزونه نرمول مناسب نه دي: د روغتیا نړیوال سازمان


په مسکو کې روغتیاپالان د کووېډ-۱۹ یو ناروغ روغتون ته وړي.
په مسکو کې روغتیاپالان د کووېډ-۱۹ یو ناروغ روغتون ته وړي.

د روغتیا نړیوال سازمان لوړ پوړو چارواکو د کورونا وایرس مخنیوي په خاطر په لګول شویو بندیزونو کې د نرمۍ خلاف خبردارې ورکړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د کووېډ -۱۹ ناروغۍ واکسینو ورکولو لړۍ پیلولو وروسته ځينو هیوادونو په بندیزونو کې نرمي راوستې ده.

د سازمان چارواکو د مارچ پر پنځمه خبرداری په داسې وخت ورکړی چې د کورونا وایرس سختې څپې برازیل ځپلی او ځينې اروپايي هیوادونه هم له دغه ګواښ سره مخامخ دي.

په عین حال کې په امریکا کې د کووېډ-۱۹ واکسینو لړۍ د تېزېدو په حال کې ده.


د روان کال د پیل راهیسې د کورونا وایرس پېښو زیاتېدو پر مهال ځینو حکومتونو او ښاورنو د اقتصادي فشار له امله په بندیزونو کې نرمي راوستو ته مخه کړې ده.

بلخوا د ناروغیو د کنټرول او مخنیوي د څیړنې مرکز ویلي چې په ماسکونو اچولو سره د کورونا وایرس خپرېدلو کچه کمېدای شي.

دغه مرکز ویلي چې په رستورانټونو کې د خوراک اجازت ورکولو سره کېسونه زیاتېدای او زیات مرګونه کېدای شي.

د ډبلیو اېچ او د بیړنیو چارو یو ماهر مایک راین ویلي چې دغه وبا ختمه نه ده او دې کې ډېر وخت پاتې دې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG