د لاسرسي ځای

تازه خبر

کورونا وبا: خیبر پښتونخوا حکومت پېښور وادي کې سکولونه وتړل


یو چپړاسي د پېښور یوې تعلیمي ادارې امتحاني مرکز کې تر هغه وروسته صفايي کوي چې حکومت د مارچ پر ۱۵ د ځینو ضلعو د سکولونو تړلو اعلان وکړ. ۲۰۲۱، د مارچ ۱۵مه نېټه
یو چپړاسي د پېښور یوې تعلیمي ادارې امتحاني مرکز کې تر هغه وروسته صفايي کوي چې حکومت د مارچ پر ۱۵ د ځینو ضلعو د سکولونو تړلو اعلان وکړ. ۲۰۲۱، د مارچ ۱۵مه نېټه

د مارچ پر ۱۶مه د اعلا وزیر محمود خان په مشرۍ د کورونا وبا مخنیوي لپاره د کاري ډلې په غونډه کې د خیبر پښتونخوا حکومت سر له ننه په ځینو ضلعو کې د تعلیمي ادارو د بندولو پرېکړه کړې ده.

د تعلیم وزیر شهرام خان تره کي له غونډې وروسته خبریالانو ته وویل، د صوبې په هغو ضلعو کې چې د کورونا فیصدي پکې زیاته ده، د مارچ له ۱۷مې تر ۲۸ مې به پکې تعلیمي ادارې بندې وي.

په دغو ضلعو کې پېښور، مردان، نوښار، چارسده، صوابۍ، کوهاټ، سوات، دیر او ملاکنډ شامل دي.

بل پلو، د ځینو شخصي تعلیمي ادارو مالکانو او د مردان د عبدالولي خان پوهنتون ځینو زده کوونکیو بېګا مشال راډیو ته وویل، د حکومت دا پرېکړه نه مني ځکه چې تعلیمي هلې ځلې اغېزمنېږي.

یاده دې وي چې د پاکستان حکومت د مارچ پر ۱۴مه په پېښور، اسلام اباد، راولپنډۍ او د لاهور په ګډون د ملک په ځينو نورو ښارونو کې سمارټ لاکډوان ولګاوه او د فبرورۍ پر ۲۴ مه یې د بندیزونو نرمولو کړی اعلان هم بیرته واخيست، دې ترڅنګ د پيښور، اسلام اباد او د پنجاب او ښارونو تعليمي ادارې يې د مارچ له ۱۵ مې بيا د مارچ تر ۲۸ مې پورې بندې کړې.

د پاکستان وزيراعظم د روغتيا چارو سلاکار ډاکټر فيصل سلطان تيره اونۍ د وبا د دريېمې څپې ويره په داسې حال کې ښودلې چې په دغه هېواد کې له تېرو څو ورځو راهيسې د ناروغانو شمېر مخ په زیاتېدو دی.

حکومتي پرېکړې نه منو

د شخصي سکولونو اتحاديو او تاجرانو اتحاديو د کورونا مخنيوي اقداماتو لړ کې د حکومتي پرېکړې له منلو نه انکار کړی دی.

د پاکستان شخصي سکولونو او کالجونو اتحاديې مشر ملک ابرار حسېن مشال راډيو ته وويل که حکومت وايي چې سکولونو کې د کورونا مثبت کېسونه راغلي ول نو ورله صرف هغه سکول بندول پکار وو نه چې د ټولې ضلعې سکولونه بند کړي.

د نوموړي وينا وه: "'دا ځل حکومت دا تعليمي ادارې د اپوزيشن ګوندونو اتحاد (پي ډي اېم) هلې ځلې ناکامولو لپاره بندې کړې دي، او هغه داسې چې دوي راولپنډۍ، اسلام اباد، لاهور او شاو خوا ضلعو کې لاک ډاون اعلانولو سره ټول سکولونه او کالجونه بند کړل چې خلک له کورونو راونه وځي او تحريک ورله ناکامه کړي، حکومت د خپل واک بچ کولو لپاره تعليمي ادارې بندوي او دا له زده کونکو سره زياتی دی.''

ملک ابرار وايي که حکومت له دې وروسته د تعليمې ادارو د بندولو پرېکړه وکړه نو دوی به يې په هېڅ صورت نه بندوي او نه صرف د اپوزيشن په لانګ مارچ کې برخه اخلي بلکه دا فيصله يې هم کړې ده چې ماشومان به ډي چوک ته بوځي او هلته به يې کلاسونه اخلي.

د مارچ پر ۱۰ مه په اسلام اباد کې د نېشنل کمانډ اپرېشن سينټر يا (اېن سي او سي) له غونډې وروسته د تعليم وفاقي وزيرشفقت محمود رسنيو ته ويلي وو چې په سيند او بلوچستان صوبو کې۵۰ فيصده زده کونکي تعليمي ادارو ته ځي چې له وجې يې په دواړو صوبو کې حالات لږ ښه دي نو ځکه پکې تعليمي ادارې نه بندوي خو په پنجاب او خيبر پښتونخوا کې ورځ تر بله په مثبتو کيسونو کې د اضافې وروسته په پېښور، اسلام اباد، راولپنډۍ، ګجرات، ګجرانواله، سیالکوټ، لاهور، فیصل اباد او ملتان کې د دوو هفتو لپاره تعلیمي ادارې د بندولو فيصله يې کړې ده.

بلخوا د ټول پاکستان سوداګرو ټولنې جنرل سېکرېټري نعيم مير د مارچ پر ۱۶مه مشال راډيو ته وويل، حکومت د تاجرانو اتحاديې سره د سلا مشورې بغېر پرېکړې کوي چې دوی یې نه مني.

د نوموړي وينا وه “په پنجاب کې دوی د ماښام شپږ بجې دکانونه بندولو ويلي دي، په سيند کې د شپې په لس بجې او خيبر پښتونخوا کې اته بجې، پکار خو دا ده چې ټول ملک کې يو وخت وټاکي، دوهم دا چې کورونا وايرس که د ګڼې ګوڼې په ځايونو کې خورېږي نو تاسو څلور يا پينځه بجې مارکيټونو ته ولاړ شئ نو ډېره زياته ګڼه ګوڼه وي، حکومت یې د کمولو پرځای نوره زياتوي، پکار خو دا ده چې دکانونه د ۱۲ ګنټو پرځای ۱۸ ګنټې د خلاصولو حکم ورکړي چې په مارکيټونو کې ګڼه ګوڼه کمه شي نو موږ وايو چې دوي دا احتياطي تدابير غلط جوړ کړي دي.”

د نعيم مير په وينا که حکومت يې غوښتنې نه مني نو لکه د تېرو وختونو غوندې به د دکانونو دروازې بندې ساتي او چې څوک سودا اخيستو له راځي نو دکان ته به يې دننه بوځي او که پوليسو پرې چاپه ووهله نو د پخوا څېر به بیا بډې او ورته رشوت ورکوي او د هغې زور به د عام ولس نه د شیانو نرخونه زياتولو په صورت کې وباسي.

په اسلام اباد کې د سياسي چارو پوه قرېش خټک وايي له هرې طبقي سره تعلق لرونکي خلک له حکومتي پرېکړو سره ځکه اختلاف کوي چې له دوی سره په کې سلا مشوره نه کېږي.

د نوموړي وينا وه: ''جمهوري حکومتونو کې فیصلې له ولس سره په مشاورت او د هغوي په شراکت سره کېږي خو موجوده حکومت د داسې کولو پرځای په بندو کمرو کې فیصلې وکړي او د ډنډې په زور يې بيا په ولس عملي کوي، حکومت له پکار ده چې له صوبايي حکومتونو سره سره تاجرانو او د سکولونو د اتحاديو مشرانو، د ودونو هالونو او د رېستورانونو مالکانو سره له سلا مشورې وروسته دې فيصلې کوي.''

کورونا وبا د مارچ پر ۱۶مه په پاکستان کې ۶۱ نور کسان وژلي او ۲۳۵۱ نور یې ناروغه کړي دي.

د کورونا په اړه د معلوماتو خپروونکې سرکاري ویبپاڼې نن سهار په خپل راپور کې لیکلي چې له دې سره په ملک کې د کورونا وړجنو تازه شمېره ۱۳۶۵۶ ته پورته شوې او ټولټال تر دې دمه ۶ لکه ۱۲ زره ۳۱۵ کسان کورونا وهلي دي.

خو بل پلو، پینځه لکه او څه کم ۷۶ زره ترې بیرته ښه شوي هم دي. پاکستان چې د کورونا له درېيمې څپې سره مخامخ دی، د واکسینو ورکولو لړۍ یې هم روانه ساتلې ده چې په لومړی سر کې روغتيايي کارکوونکو او د مارچ لسمې نيټې نه ۶۰ کالو او له هغې زيات عمر لرونکو کسانو ته ورکول شورو کړي دي.

په پاکستان کې د کورونا وايرس لومړۍ پېښه د ۲۰۲۰ز کال د فېبرورۍ پر ۲۶مه رامنځ ته شوې وه و او له دې وبا لومړی کس د همهغه کال د مارچ پر ۱۸مه د خيبر پښتونخوا د مردان په منګا کلي کې مړ شوی وو.

XS
SM
MD
LG