د لاسرسي ځای

تازه خبر

احتياط کوو خو د حکومت په امر سکولونه نه بندوو: د شخصي سکولونو اتحادیه


په اسلام اباد کې د يو ښوونځي د زده کوونکې تبه کتل کېږي
په اسلام اباد کې د يو ښوونځي د زده کوونکې تبه کتل کېږي

په پاکستان کې د شخصي سکولونو اتحادیه وايي دوی د حکومت له خوا د تعليمي ادارو د بيا بندولو فېصله ردوي او خپل ښوونځي به پرانیستي ساتي.

چارواکو ويلي‌چې په لويو ښارونو کې د ۲ اونيوو لپاره بايد سکولونه بند کړل شي. په پېښور کي په دغه اړه شوې یوې غونډې وروسته، د شخصي سکولونو د اتحادیې مشر نظر حسېن د مارچ په ۱۴مه مشال رېډيو ته وويل چې د حکومت پرېکړه سمه نه ده او دوی به د احتياطي تدابيرو په رڼا کې سکولونه خلاص پريږدي.

د سرکاري شمېرو ترمخه روانه اونۍ کې په پاکستان کې په کورونا وایرس د تېرې اونۍ په پرتله له دريوو څخه تر شپږو فیصدو پورې اضافه شوې ده. همداراز په یوه ورځ د کورونا وایرس له ۲۰۰۰ څخه زیاتې پېښې ثبت شوې دي.

تر دې وروسته د کورونا وایرس د مخنیوي ادارې نېشنل کمانډ اینډ اپرېشن سنټر لخوا په ځینو لویو ښارونو کې د مارچ له ۱۵مې څخه د ټولو تعلمیي ادارو د تړلو او د صحت محکمو ته د دې وایرس د د درېمي چپې د مخنیوي لپاره د چمتو کېدلو خبرداری ورکړ.

د تعلیم وفاقي وزیر شفقت محمود د مارچ له پنځلسمې نېټې څخه په پېښور، لاهور، فیصل اباد، ګجرات، راولپنډۍ، اسلام اباد، ملتان، ګجرانواله، سیالکوټ او مظفر اباد کې د دوو هفتو لپاره د تعلیمي ادارو د بندولو سپارښتنه کړي ده.

په خېبر پښتونخوا کي د کورونا وایرس د مخنیوي څانګې مشر ډاکټراکرام الله د مارچ په ۱۴مه مشال رېډيو ته وويل چې د حکومت په لارښوونو بايد عمل وشي نو ځکه به ټول سرکاري او شخصي سکولونه هغه څه هرومرو مني چې حکومت یې وايي.

د هغه په وېنا ولس هم بايد د فاصلې مراعتولو تر څنګ د ماسک کارولو او په بيا بيا د لاسونو په مينځلو سره د دې وایرس د نور خپرېدو په مخنيوي کې مرسته کولی شي. هغه وايي که ولس احتیاط ونکړو او پر حکومتي لارښوونو عمل ونه شو نو په راروانو ورځو کې به حکومت مجبوره وي د پخوا په شان يو ځل بيا کاروبارونه بند کړي.

پاکستان کې عامو خلکو ته هم د کورونا واکسين لګول پيل شول
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:22 0:00

XS
SM
MD
LG