د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان یو عدالت ذکي الرحمان لکوي ته د بند سزا واوروله


پولیسان ذکي الرحمان لکوي (په منځ کې) په ۲۰۱۴ز کال کې د اسلام اباد له یوه عدالته د اډیالې زندان ته بیايي - د ارشیف انځور.
پولیسان ذکي الرحمان لکوي (په منځ کې) په ۲۰۱۴ز کال کې د اسلام اباد له یوه عدالته د اډیالې زندان ته بیايي - د ارشیف انځور.

په پاکستان کې یو عدالت د وسله والې ډلې لشکر طیبه یوه مشر ذکي الرحمان لکوي ته د ترهګرۍ تمویل په تور د پينځه کلونو د بند سزا اورولې.

د پنجاب د پولیسو د ترهګرۍ مخنیوۍ څانګې د جنورۍ پر اتمه وویل چې په لاهور کې د ترهګرۍ ضد یوه عدالت نوموړي ته د ۳۰۰،۰۰۰ روپیو د جرمانې سزا هم اورولې.

پر لشکر طیبه ډلې په ۲۰۰۸ز کال کې د هند په ممبۍ کې د بریدونو تور دی.

دا ډله له ۲۰۰۲ز کال راهیسې په پاکستان کې تر بندیز لاندې ده او ورباندې له نړیوالې وسله والې ډلې القاعدې سره د اړیکو او تعلق تور دی.

د پنجاب پوليسو د ترهګرۍ مخنيوي څانګې د جنورۍ پر دويمه لکوي له لاهوره ګرفتاره کړی وو.

تر دې درې ورځې وروسته، د جنورۍ پر پینځمه، امریکا په پاکستان کې د لشکر طيبه د دې قومندان د ګرفتارۍ هرکلی وکړ.

د امریکا د بهرنيو چارو وزارت د سويلي او مرکزي اسيا څانګې د جنورۍ پرپنځمه پر ټوېټر ليکلي "د لکوي ګرفتاري د ترهګرۍ په ملاتړ او تمويل کې د رول لپاره د هغه ذمه وار بللو په برخه کې يو مهم ګام دی."

د امریکا د بهرنيو چارو وزارت وايي، "په عدالت کې به د هغه د قضيې اورېدنه، او ورته سزا اورول له نزدې څاري او ټينګار کوي چې له نوموړي څخه د ممبۍ په بريدونو کې د ککړتيا په اړه حساب او پوښتنې وشي."

پر ذکي الرحمان لکوي تور دی چې په ۲۰۰۸ز کال کې د هند په ممبۍ ښار کې د بریدونو پلان يې جوړ کړی وو چې پکې د امريکايانو او نورو بهرنیانو په ګډون تر۱۷۰ زيات کسان وژل شوي او په سلګونو ژوبل شوي ول.

تر هغو بريدونو وروسته لکوي په پاکستان کې ونيول شو او د څه وخت لپاره د راولپېنډۍ په اډیاله زندان کې بندي وو خو لږه موده وروسته په ضمانت خوشې شو.

د پنجاب د پوليسو د ترهګرۍ مخنيوي څانګې د جنورۍ پر دویمه په بيان کې ويلي په ذکي الرحمان لکوي د ډسپنسرۍ يا کلينک په نوم د ترهګرو لپاره پېسو ټولولو او د ترهګریزو فعالیتونو لپاره کارولو په تور د لاهور په يوه تاڼه کې مقدمه درج شوې وه.

ملګرو ملتونو په ۲۰۰۸ز کال کې د ذکي الرحمان لکوي نوم د ترهګرو په نوملړ کې شامل کړ.

لکوي د يوې بلې ناقانونه ډلې جماعت الدعوه د مشر حافظ سعید نېږدې ملګری ګڼل کېږي.

حافظ سعيد هم د ۲۰۱۹ز کال په جولای کې پوليسو ونيوه.

د ۲۰۲۰ کال په نومبر کې د لاهور یوه عدالت سعید ته د ترهګرۍ تمویل په تور د پينځه نیمو کلونو د بند سزا اورولې وه.

تر دې مخکې په ۲۰۱۹ز کال کې هم يوه عدالت سعيد ته د ترهګرۍ تمویل په دوو نورو قضیو کې د پینځه نیمو، پینځه نیموکلونو د بند سزا اورولې وه. خو نوموړی پرځان لګېدلي تورونه ردوي.

په ۲۰۱۴ز کال امريکا جماعت الدعوه د ترهګرو ډلو نوملړ ته واچوله او بنديزونه یې ورباندې ولګول.

په ۲۰۱۵ز کال کې پاکستان اعلان وکړ چې د جماعت الدعوه په ګډون د هغو ټولو تنظيمونو شتمنۍ يې کنګل کړې دي چې ملګرو ملتونو پرې بنديزونه لګولي.

پاکستان دا ګامونه پر داسې مهال پورته کړې دي چې د ناقانونه پیسو د څار نړیوالې ادارې (اېف اې ټي اېف) په خړ لېسټ کې دی.

پاکستان له ۲۰۱۸ز کال راهیسې د اېف اې ټي اېف په خړ لېسټ کې دی.

دې پاریس مېشته ادارې د تېر کال (۲۰۲۰) په اکتوبر کې پاکستان ته د ترهګرۍ تمویل او د ناقانونه پیسو سپینولو په لړ کې د نورو اقداماتو سپارښتنه او د ۲۰۲۱ز کال تر فېبرورۍ پورې د څار په "خړ لېسټ" کې د ساتلو پرېکړه وکړه.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG