د لاسرسي ځای

تازه خبر

د لاهور عدالت حافظ سعید ته د ترهګرۍ تمویل په تور د بند سزا واوروله


د جماعت الدعوه ډلې مشر حافظ سعید د ۲۰۱۹ز په جولای کې نیول شوی وو - د ارشیف انځور.
د جماعت الدعوه ډلې مشر حافظ سعید د ۲۰۱۹ز په جولای کې نیول شوی وو - د ارشیف انځور.

د لاهور یوه عدالت د جماعت الدعوه مشر حافظ محمد سعید ته د ترهګرۍ تمویل په تور د پېنځه نیمو کلونو د بند سزا اورولې.

د ترهګرۍ ضد عدالت د نومبر پر ۱۹مه په خپله فیصله کې پر سعید د ۱۱۰،۰۰۰ روپیو جرمانه هم لګولې.

نوموړی د پولیسو د ترهګرۍ مخنیوي څانګې تېر کال په جولای کې نیولی وو.

سږ کال یوه عدالت سعید ته د ترهګرۍ د مالي ملاتړ په تور په دوو قضیو کې د پېنځه نیمو، پېنځه نیمو کلونو د بند سزا اورولې وه.

د نوموړي وکیل عمران ګېل بېګا رویټرز اژانس ته وویل د سعید پر ضد عدالتي کارروایۍ د ناقانونه پیسو د څار نړیوالې ادارې (فنانشل اېکشن ټاسک فورس یا اېف اې ټي اېف) د فشار په نتیجه کې کېږي.

دې پاریس مېشته ادارې په اکتوبر کې پاکستان ته د ترهګرۍ تمویل او د ناقانونه پیسو سپینولو په لړ کې د نورو اقداماتو سپارښتنه او د ۲۰۲۱ز کال تر فبرورۍ پورې یې د څار په "خړ لېسټ" کې د ساتلو پرېکړه وکړه.

پاکستان له ۲۰۱۸ز کال راهیسې د اېف اې ټي اېف په خړ لېسټ کې دی.

سعید د وسله والې ډلې لشکر طیبه بنسټ ایښودونکی دی چې ورباندې په ۲۰۰۸ز کال کې د هند په ممبۍ کې د ترهګرې حملې تور دی چې پکې د امریکایانو په ګډون ۱۶۶ کسان وژل شوي ول.

سعید پر ځان لګېدلي تورونه ردوي.

امریکا تر ممبۍ برید وروسته، د سعید د ګرفتارۍ او سزا لپاره د هغه په اړه د معلوماتو ورکولو پر سر د ۱۰ میلیونه ډالرو انعام ایښی وو.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG