د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان د اېف ای ټي اېف له خړ لېسټه ځان ونه ویستلی شو


د ناقانونه پیسو د څار نړیوالې ادارې اېف ای ټي اېف د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ غونډه چې په پاریس کې شوې وه.
د ناقانونه پیسو د څار نړیوالې ادارې اېف ای ټي اېف د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ غونډه چې په پاریس کې شوې وه.

د ناقانونه پیسو د څار نړیوالې ادارې فاينانشل ايکشن ټاسک فورس پرېکړه کړې چې پاکستان به د ۲۰۲۱ کال تر فبرورۍ پورې په خړ لېسټ کې ساتي.

دغې پاریس مېشتې نړيوالې ادارې د اکتوبر پر ۲۳مه، د درې ورځنۍ غونډې په پاې کې وويل چې پاکستان ته چې کومې ۲۷ نکتې ښودل شوې وې چې پرې عمل به کوي، په هغو کې یې ۲۱ پوره کړي دي او دا چې پر شپږو نورو مادو عمل کول پاتې دي نو ځکه یې د اوس لپاره په خړ لېسټ کې ساتي.

یاده اداره وايي، پاکستان ته چې د دغو ۲۷ مادو د پوره کولو لپاره څومره وخت ورکړل شوی و، هغه پای ته رسېدلی نو ځکه ورنه په کلکه غوښتنه کېږي چې د راتلونکې فبرورۍ پورې دې خپل مسولیت ادا کړي.

د یادې نړيوالې ادارې مشر مارکس پلير پر انټرنیټي بڼه یوې خبري غونډې ته وويل چې کله پاکستان د ایکشن پلان پر ټولو ۲۷ نکاتو باندې عمل درامد يقيني کړي نو هله به يوه ډله د اسلام اباد دوره کوي چې مقصد به يې ځمکني حقايق معلومول وي.

نوموړي وويل چې پاکستان ته د شپږو نکاتو عملي کول ډير مهم دي او حکومت بايد د دې یقین دهاني ورکړي.

فاینانشل ایکشن ټاسک فورس د روان کال د فبرورۍ پر ۲۱مه پاکستان ته د ترهګرۍ د تمویل او د تورو پیسو د سپینولو د مخنیوي لپاره د جون تر میاشتې وخت ورکړی و او تر هغې پورې یې د څار په خړ لېسټ کې د ساتلو پرېکړه کړې وه. خو د کورونا وايرس وبا له کبله د نړيوالې ادارې غونډه وځنډول شوه او داسې پاکستان ته شاوخوا څلور میاشتې اضافي وخت ترلاسه شو.

پاکستان د ۲۰۱۸ز کال له جون راهیسې د یادې ادارې د څار په خړلېسټ کې دی. پاکستان په هڅه کې دی چې د ادارې ضروري نکاتو باندې په عمل کولو سره ځان په تور لیسټ کې له اچول کېدو و ساتي.

له اقتصاد پوه ډاکټر صمد سره مرکه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:04:15 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

د نړيوالې ادارې له اعلان وروسته د صنعت وفاقي وزير حماد اظهر پرون، د اکتوبر پر ۲۳مه، په ټويټر ولیکل چې پاکستان د اېف ای ټي اېف ايکشن پلان کې موثر پرمختګ کړی دی او همدغه وجه ده چې يادې ادارې تسليمه کړې چې پاکستان په تور لېسټ کې د اچولو پر معامله غور نه کوي.

د ايف ای ټي اېف تر اعلاميي مخکې د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي په اسلام اباد کې خبريالانو سره په خبرو کې هيله څرګنده کړې وه چې د ناقانونه پیسو د څار نړیواله اداره به د پاکستان اقدامات په نظر کې ساتلو سره مثبت ځواب ورکړي. نوموړي وويل چې پاکستان د ۲۷ نکاتو ايکشن پلان کې پر ۲۱و سل فيصده عمل کړی او باقي شپږو کې يې پرمختګ روان دی.

د سېپټمبر پر ۱۶مه د پاکستان پارليمان ګډه غونډه کې د ناقانونه پیسو د څار نړیوالې ادارې سره د تړلو قانوني مسودو منظوري ورکړل شوه.


فاینانشل ایکشن ټاسک فورس په نوم دا اداره په ۱۹۸۹ز کال کې جوړه شوې چې ۳۹ هېوادونه یې غړي دي چې اوسمهال یې مشري چين کوي. دا اداره بینکونه او نړیوالې ادارې په خړلېسټ کې شاملو هیوادونو ته د پورونو د نه ورکولو سپارښتنه کوي. دا هغه هیوادونه وي چې د ترهګرۍ د تمویل او د تورو پیسو د سپینولو یا مینځلو په برخه کې یې د فعالیتونو کلکه څارنه کېږي.

اېف ای ټي اېف د روان ۲۰۲۰ز کال د فبرورۍ ۲۱مې په یو بيان کې ويلي وو چې پاکستان، البانيا، باهاماز، بارباډوس، بوتسوانه، کمبوډيا، ګانا، ايسلېنډ، جميکا، ماریشس ، منګوليا، ميانمار، نارکاراګوا، پاناما، شام، يوګېنډا، يمن او زيمبابوی په خړ لېست کې شامل هېوادونه دي.

خو د اکتوبر پر ۲۳مه د یادې ادارې مشر وويل چې ايسلېنډ او منګوليا له خړ لېسټه ويستل شوي دي. شمالي کوریا او ایران د اېف ای ټي اېف په تور لېسټ کې شامل دي.

XS
SM
MD
LG