د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د ممبۍ خونړي بریدونه لشکر طیبه کړي'


امریکا: د ۲۰۰۹م کا په ۹م ډیسېمبر په ممبۍ کې د بریدونو یو سازشي ډېویډ کولمېن هېډلې د شیکاګو عدالت ته د وړاندېدو مهال
امریکا: د ۲۰۰۹م کا په ۹م ډیسېمبر په ممبۍ کې د بریدونو یو سازشي ډېویډ کولمېن هېډلې د شیکاګو عدالت ته د وړاندېدو مهال

ډېويډ هېډلي چې په ۲۰۱۳ کال کې د شیکاګو یوه عدالت په هغه برید د مرستې کولو په خاطر د ۳۵ کالو بند سزا ورکړې، اوس د امریکا په یوه زندان کې د خپل بند موده تېروي.

ډېويډ هېډلي چې د ممبۍ په خونړۍ حمله کې یې له بریدګرو سره مرسته کړې، د فېبرورۍ پر اتمه نېټه (۲۰۱۶م کال) دوشنبې په ورځ یوه هندي عدالت ته وویل چې په پاکستان کې مېشت د لشکر طیبه ډلې وسله والو د ۲۰۰۸ کال د نومبر تر میاشتې مخکې د حملو دوې نورې هڅې هم کړې وې چې ناکامه شوې وې.

پر ممبۍ د ۲۰۰۸م کال د نومبر میاشتې په حمله کې ۱۶۶ کسان وژل شوي ول.

ډېويډ هېډلي چې په ۲۰۱۳ کال کې د شیکاګو یوه عدالت په هغه برید د مرستې کولو په خاطر د ۳۵ کالو بند سزا ورکړې، اوس د امریکا په یوه زندان کې د خپل بند موده تېروي.

هغه ویلي په هاغه خونړي برید کې سختدریځې لشکر طیبه ډلې لاس درلود.

د هند یوه څارنوال اوجوال نېکم د هېډلي څرګندونو ته چې د یوې وېډیويي اړیکې له لارې یې محکمې ته کړې اشاره وکړه چې ویلې یې دي، لشکر طیبه د ۲۰۰۸ کال په سپټمبر او اکتوبر میاشتو کې دوه ځلې د حملو هڅه کړې وه چې بریدکوونکو ته د اوښتې یوې پېښې له امله ناکامه شوې وې.

د فرانسپرېس خبري اژانس د راپور له مخې هند د لشکر طیبه ډله د ۲۰۰۸ کال د نومبر د ۲۶ د حملې مسؤله بللې ده. په هاغو حملو کې وسله والو د ممبۍ ښار عصري هوټلونه، د اورګاډي مرکزي تمځای، د یهودانو مرکز او څو نور ځایونه په نښه کړي ول.

هاغو حملو درې ورځې دوام وکړ او د هند او پاکستان تر منځ د کړکېچ زیاتوالو یوه لویه سرچینه ګڼل کېږي. نوي ډیلي له اسلام اباده غوښتي چې د هاغو بریدونو اصلي سرغنه دې د قانون منګولو ته وسپاري.

۵۵ کلن هېډلي په امریکا کې له یوه نامعلومه ځایه د هند په ممبۍ کې یوه ځانګړي عدالت ته چې پکې د ابو جندل په نامه یو بل مشکوک بریدګر تر عدالت لاندې تېرېږي، د یوه سرکاري ګواه په توګه په خپل اسناد او شواهد سپارلي دي.

دغې محکمې په تېر ډسمبر میاشت کې هېډلي په دې خاطر وبخښلی چې شاهدي یې ورکړه. خو دغه بخښل په امریکا کې د هغه پر سزا هېڅ اغېز نه کوي.

د هند څارنوال نېکم چې نږدې پنځه ساعته یې له هېډلي تحقیق کړی دی وویل، هغه د جګړن اقبال او د علي تر منځ چې د ده په وینا د پاکستان د استخباراتو د ادارې ای اېس ای سره کار کوي، له یوې کتنې هم پرده پورته کړې ده.

نېکم چې په ممبۍکې له عدالته بهر خبریالانو ته څرګندونې کولې وویل، دا واضح ده، د هېډلي له اعترافاتو او ترلاسه شویو شواهدو څرګندېږي چې د آی اس آی او لشکر طیبه تر منځ نږدې اړیکې وې.

هېډلي چې د پاکستان د یوه پخواني ډېپلومات زوی دی وروسته له هغې په بند محکوم شو چې اعتراف یې وکړ چې د ممبۍد برید کوونکو لپاره یې د اهدافو په موندلو کې مرسته کړې وه.

هغه د حملو لپاره دوه کاله د ځایونو د موندلو لټه کړې وه او د لټون د هڅو په ترڅ کې حتی په کشتیو کې څنګلورو سیمو ته تللی او د بالییوود سینما ستورو ته یې هم ځان ورنږدې کړی و.

هغه په لومړي سر کې په خپل جرم له اعتراف کولو ډډه کړې وه خو وروسته د دې لپاره چې ځان د اعدام له سزا بچ کړي، له امریکایي چارواکو سره یې همکاري وکړه او په خپل جرم یې اعتراف وکړ.

هېډلي د هند ځانګړې محکمې ته ویلي چې دی له لشکر طیبه ډلې سره په ۲۰۰۲ کال کې یو ځای شوی او د پرمختللو وسلو د کارولو په ګډون ورته دوه کاله پوځي روزنه ورکړل شوې وه.

هغه دغه راز ویلي چې د لشکر طیبه د موسس حافظ محمد سعید او د ذکې الرحمن لکوي له خوا چې د ممبۍ بریدونو اصلي سرغنه بلل کېږي روزنه ورکړل شوې وه.

XS
SM
MD
LG