د لاسرسي ځای

تازه خبر

کوټه کې پر ۱۱م اکتوبر د پي ډي اېم لومړۍ جلسه


د جمعیت علما اسلام مشر مولانا فضل الرحمن، کیڼ څنګ نخ د بلوچستان نیشنل پارټۍ مشر اختر خان مینګل او ښي لاس ته د پښتونخوا ملي عوامي ګوند صوبايي صدر عثمان خان کاکړ
د جمعیت علما اسلام مشر مولانا فضل الرحمن، کیڼ څنګ نخ د بلوچستان نیشنل پارټۍ مشر اختر خان مینګل او ښي لاس ته د پښتونخوا ملي عوامي ګوند صوبايي صدر عثمان خان کاکړ

پاکستان جمهوري غورځنګ (پاکستان ډموکراټیک مومنټ) چې پکې د اپوزېشن ډېری ګوندونه ګډون لري، د اکتوبر پر ۱۱مه نېټه یې د حکومت رانسکورولو په هدف په کوټه ښار کې د لومړۍ ولسي غونډې کولو اعلان کړی دی.

د سېپټمېبر پر شلمه نېټه د پي ډي اېم لومړۍ غونډه د نهې په ورځ په اسلام اباد کې وشوه او بېګا ماښام یې د حکومت پرضد د لویو جلسو جلوسونو اعلان وکړ.

په اسلام اباد کې د اپوزیشن خبري غونډې ته د مسلم لیګ ن یوه مرکزي مشر او پخواني وزیر اعظم شاهد خاقان عباسي وویل، د اکتوبر پر ۱۱مه به په کوټه کې د پي ډي اېم لومړۍ جلسه وي او دا به یوه تاریخي جلسه وي. نوموړي زیاته کړه چې په څلورو واړو صوبايي سرښارونو او نورو ښارونو کې به د پي ډي ایم لویې غونډې کېږي چې د ده په خبره، پاکستان به له دې غېر جمهوري عمله خلاصوي او بریا به ترلاسه کوي.

د مخالف ګوندونو لخوا د جلسو جلوسونو د ا اعلان د هغې روستو وشو چې ددی نه یوه ورځ وړاندي د احتساب د قومي ادارې نیب لخوا په قومي اسمبلۍ کي د حزب اختلاف مشر شهباز شریف ونیول شو. د اپوزېشن په ګډ خبري کانفرنس کي د نیب لخوا د مخالف ګوندونو د مشرانو په ضد په کاروایانو هم نیوکي وشوې. پر دې مهال د جمعیت علماي اسلام ف یو مشر مولانا عبدالغفور حیدري وویل چې د احتساب اداره یواځي دحزب اختلاف خلک نیسي او هغوي تنګوي. نوموړي زیاته کړه چې دوی به د دا ډول ناجایزه کوششونو یا فشار اچولو په کلکه مقابله کوي.

یاده دې وي چې د روانې میاشتې د سپټمبر پر شلمه نېټه د پاکستان پیپلز پارټۍ په کوربتوب د اپوزېشن غونډې ته د مسلم لیګ ن رهبر نواز شریف له لندنه په خپله انلاین وینا کې دړکه کړې وه چې سر له اوسه د دوی سیاسي مبارزه د وزیر اعظم عمران خان د حکومت خلاف نه ده بلکې چا چې دا حکومت راوستی دی د هغوی خلاف به میدان ته راوزي. د نوموړي دې ورستیو څرګندونو یوځل بیا په پاکستان کې سیاسي چاپېریال بدل کړی دی.

خو په قومي اسمبلۍ کې د واکمن ګوند تحریک انصاف یوه غړي اقبال اپرېدي د مشال راډیو له همکار غلام غوث سره په خبرو کې دا تورونه رد کړل چې ګواکې عمران خان نورو قوتونو واک ته رسولی دی. دی زیاتوي: (عمران خان ولس راوستلی دی، که د ولس پر ضد د دوی دا تحریک روان وي لکه څه رنګ یې چې په تېرو شویو وختونو کي د ولس فنډونه لوټلي دي، نو ولس به د دوی احتساب کوي او د ووټ له لارې به بیا عمران خان ته واک ورکوي او د احتساب د عمل له لارې به موږ هم دوی رانیسو.)

د پاکستان جمهوري غورځنګ په لومړۍ غونډه کي د پي ډي اېم کاري ډلې لپاره له هره سیاسي ګونده دوه استازي شامل وي او د لومړۍ میاشتي لپاره د مسلیم لیګ ن یو مشر احسن اقبال د دغه کمیټۍ مشر وټال شو او وروستو به نورو ګوندونو ته وار ورکول کېږي.

پاکستان جمهوري غورځنګ یا پي ډي اېم د نواز شریف په رهبرۍ مسلیم لیګ ن، د بلال بوټو په مشرۍ پاکستان پیپلز ګوند، د مولانا فضل الرحمن په مشرۍ جمعیت علمای اسلام، د اسفندیار خان په مشرۍ عوامي نیشنل پارټۍ، د محمود خان اڅکزي په مشرۍ پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ، د ډاکټر مالک بلوڅ په مشرۍ نیشنل پارټۍ، د اختر مینګل په مشرۍ بلوچستان نیشنل پارټۍ، د افتاب شېرپاو په مشرۍ قومي وطن پارټۍ او ګڼ نور ګوندونه دي چې د راتلونکې کال له جنورۍ میاشتې یې د حکومت رانسکورولو پرېکړه کړې ده.

XS
SM
MD
LG