د لاسرسي ځای

تازه خبر

په بلوچستان کې پر ایف سي ځواک نیوکې ولې کېږي؟


د ۲۰۱۲م کال په سېپټمبر کې د بلوچستان او په ځانګړې توګه د کوټې امنیتي چارې ایف سي ځواک ته سپارل شوې وې. (انځور: ۲۰۱۵م کال، چمن)
د ۲۰۱۲م کال په سېپټمبر کې د بلوچستان او په ځانګړې توګه د کوټې امنیتي چارې ایف سي ځواک ته سپارل شوې وې. (انځور: ۲۰۱۵م کال، چمن)

د پاکستان زیاتره لویو اپوزېشن ګوندونو د سېپټمبر پر ۲۰مه په اسلام اباد کې د حکومت ضد غونډې پر مهال د ملک د نورو حالاتو تر څنګ د بلوچستان په اړه هم د یو شمېر بدلونونو غوښتنه وکړه.

د دې ګڼ ګوندیزې غونډې په اعلامیه کې غوښتنه شوې چې په بلوچستان کې دې ولسي حکمرانۍ ته احترام وشي او ایف سي ځواک ته ورکړل شوی واک دې بیرته ورڅخه واخیستل شي.

په اعلامیه کې دا هم ویل شوي چې په هره ضلعه کې دې د ایف سي ځواک له خوا جوړ کړل شوي خنډونه لرې کړل شي. دا لومړی ځل نه دی چې د اپوزېشن ګوندونه په بلوچستان کې د ایف سي ځواک د اختیار او فعالیت په اړه شکایت کوي.

تر دې وړاندې هم یو شمېر ګوندونو د بلوچستان په اسمبلۍ کې او له اسمبلۍ بهر شکایت کړی چې د دوی په وینا، ایف سي ځواک په صوبه کې خپل حکومت جوړ کړی دی.

اپوزېشن تور پورې کوي چې ایف سي ځواک د صوبايي حکومت خبره نه مني‌ او په خپل سر فعالیت کوي.

په اسمبلۍ کې د پښتونخوا ملي‌ عوامي ګوند مخکښ نصرالله زېری وایي ، ایف سي ځواک د ترهګرۍ مخنیوي لپاره رابلل شوې وه خو د ده په وینا، ایف سي اوس په بېلا بېلو غیرقانوني چارو کې ښکېل ده.

ده وویل، "دوي ته یو پلو وفاق تنخاګانې ورکوي او بل پلو صوبايي حکومت د کال په اربونو روپۍ ورکوي‌ خو دوي د صوبايي حکومت د مرضۍ خلاف په غیرقانوني‌ توګه په صوبه کې د تلاشۍ پوستې جوړې کړې دي، پر یوه ټن کویله شاوخوا پنځه سوه روپۍ اخلي کومې چې د کال نژدې لس اربه روپۍ جوړېږي او دا یوازې دوي ته ورځي."

نصرالله زیري وویل چې بل پلو ایف سي ځواک په پښتون مېشتو او بلوڅ مېشتو دواړو سیمو کې پر لویو لارو پوستې جوړې کړې دي او له خلکو بتې اخلي او هغوی تنګوي.

د بلوچستان نشنل ګوند مېنګل ډلې مخکښ سنېټر جهانزېب جمالدیني مشال راډیو ته وویل چې دوی له لومړۍ ورځې په صوبه کې ایف سي ته د واک ورکولو مخالفت کړی وو.

ده وویل، یو خو پکې ځینې کسان ولس ځوروي او بل په ولسي چارو کې د ایف سي ښکېلتیا د امنیتي ځواکونو په اړه په ولس کې کرکه خپرېږي.

ده زیاته کړه، "دا شکایتونه د اوس نه دي بلکې له لومړۍ ورځې داسې غوښتنې وې چې ایف سي دې یوازې د ملک پر پولو وي‌ او د هغه ځای امنیت دې ساتي ، په کار ده چې قانون عملي کوونکې ادارې لانجمنې نه کړل شي نو ځکه موږ وایو چې له ایف سي څخه د پولو له ساتلو پرته بل کار باید وانخیستل شي."

د ۲۰۱۲م کال په سېپټمبر کې د هغه وخت د وزیراعظم راجا پرویز اشرف په لارښوونه د بلوچستان او په ځانګړې توګه د کوټې ښار امنیتي چارې ایف سي ځواک ته سپارل شوې وې.

د بلوچستان حکومت له هغه راهسې شاوخوا هر درې میاشتې پس د ایف سي ځواک د واک موده غځوي چې هدف یې د ترهګرۍ مخنیوی دی.

د بلوچستان پر حالاتو نظر لرونکي خبریال شهزاده ذوالفقار مشال راډیو ته وویل چې د ایف سي ځواک په اړه د اپوزېشن ګوندونو شکایت پر ځای دی.

ده وویل چې په صوبه کې وخت ناوخته خلک د ایف سي له چلند او فعالیت څخه سرټکوي خو د ده په وینا که حکومت له ایف سي څخه واک اخلي نو بیا باید لومړی پولیس په عصري توګه وروزي.

نوموړي وویل، "پولیس ته د وړو او ځايي‌ مسلو په اړه روزنه ورکړل شوې وه خو اوس هغوي مخامخ ترهګرۍ ته ولاړ دي‌ نو هغه دوی نشي کولای، چې کله پولیس ته مناسبه روزنه ورکړل شي او یو ځواک ورڅخه جوړ کړل شي نو بیا دوی‌ ورته ویلای شي چې اوس دې ایف سي خپلو بارکونو ته ولاړه شي."

د بلوچستان د کورنیو چارو وزیر ضیاالله لانګو له مشال راډیو سره په خبرو کې د اپوزېشن ګوندونو دا غوښتنه رد کړه چې له ایف سي ځواک څخه دې واک واخیستل شي.

ده وویل چې ایف سي هم د پاکستان او بلوچستان ځواک دی او پولیس او لیویز هم د دې ملک ځواکونه دي.

لانګو وویل، "د ترهګرۍ ضد روزنه یوازې ایف سي ځواک ته ورکړل شوې ده او اوسمهال حالات داسې نه دي‌ چې له ایف سي دې واک واخیستل شي، ایف سي د بلوچستان خدمت کوي او کله چې پولیس د داسې حالاتو د سمبالولو جوګه شو نو موږ به له ایف سي اختیار واخلو."

ضیاالله لانګو وویل، دا نشي ویلای چې ایف سي ته د کال خاص څومره پیسې ورکول کېږي خو د ده په وینا، دا هم نشي ردولای چې په ایف سي ځواک کې به په درغلیو او رشوت ککړ کسان نه وي.

ده وویل چې دا مسله په نظام کې ده او تر څو چې د ده په وینا نظام نه وي برابر شوی تر هغه وخته به داسې مسلې وي.

خو ده د اپوزېشن هغه غوښتنه پر ځای وبلله چې د ایف سی د تلاشۍ پوستې دې کمې کړل شي.

ده وویل د وزیراعلا په لارښوونه به ډېر زر په یو غونډه کې تر جاج اخیستلو وروسته پر لویو لارو د ایف سي ځواک د تلاشۍ پوستو شمېر کم کړي.

XS
SM
MD
LG