د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پوځ خلاف نه یو خو په سیاست کې به ګوتې نه وهي: اڅکزی 


محمود خان اڅکزي د پاکستان پر بهرنۍ تګلاره هم نیوکې وکړې او ویې ویل چې د غلطې بهرنۍ تګلارې له کبله دا وخت پاکستان له یو لوی خطر سره مخامخ دی.
محمود خان اڅکزي د پاکستان پر بهرنۍ تګلاره هم نیوکې وکړې او ویې ویل چې د غلطې بهرنۍ تګلارې له کبله دا وخت پاکستان له یو لوی خطر سره مخامخ دی.

د پښتونخواملي عوامي ګوند مشر محمود خان ویلي دي چې دوي‌ د پوځ مخالف نه دي خو په سیاست کې به د پوځ لاسوهنه د منلو وړ نه وي.

محمود خان اڅکزي ویلي چې په ټوله نړۍ کې پوځ له سیاسته پاک وي خو د ده په وینا، له بده مرغه په پاکستان کې چې څوک د آیین د بالادستۍ خبره کوي هغه ته د غدار په توګه کتل کیزي.

نوموړي‌ وویل چې د اسلام اباد په غوڼده کې اپوزېشن پرېکړه کړې چې په دې ملک کې به د ایین واکمني‌ وي او هره اداره به د ایین په چوکاټ کې دننه کار کوي او د ولس له لوري‌ ټاکل شوی پارلمان به د طاقت سرچشمه وي.

محمود خان اڅکزي دا څرګندونې د سېپټمبر پر ۲۶مه په کوټه کې د پاکستان د خبریالانو اتحادې - پاکستان فیډرل یونین آف جرنلسټس - د مرکزي کمټۍ غړو ته په وینا کې کړې دي.

پاکستان د بیلا بیلو قامونو ملک دی او دلته مېشت قامونه د یو فیډریشن په چوکاټ کې ژوند کوي.

نوموړي‌ وویل چې د پاکستان په اساسي قانون کې ټولو اوسېدونکو ته برابر حقونه ورکړل شوي دي.

نوموړي ویلي، “ پښتنو او بلوڅو د انګریز غلامي نه ده منلې او د هغه پرضد یې مبارزه کړې ده، خو پر هغه سربېره که څوک نن په دې هیواد کي پښتانه د غلام قام په توګه ساتل غواړي نو دا امکان نه لري.

محمود خان اڅکزي د پاکستان پر بهرنۍ تګلاره هم نیوکې وکړې او ویې ویل چې د ده په وینا، د غلطې بهرنۍ تګلارې له کبله دا وخت پاکستان له یو لوی خطر سره مخامخ دی.

هغه دا هم وویل چې په افغانستان کې د امن لپاره هلې ځلی باید ګړندۍ کړل شي.

د پاکستان د خبریالانو اتحادیې مشر شهزاده ذوالفقار دې غوڼدې ته وویل چې دا وخت د پاکستان میډیا له یو لوی مشکل سره مخامخ ده.

ده وویل چې په تیرو ۲ کلو کي د میډیا ۸ زره کارکونکي له بې روزګارۍ سره مخامخ شوي دي.

ده وویل چې په هیواد کې د میډیا د خوندي ساتلو لپاره پکار ده چې ټول سیاسي ګوندونه خپل کردار ادا کړي.

د پاکستان وزیر اعظم عمران خان د ټي وي چینلو له مشرانو سره د لیدو پرمهال ویلي چې که اپوزېشن ګوندونو د اسمبلۍ له چوکیو استعغا وکړې نو بیا دغه چوکۍ بیرته نشي ګټلای.

د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف حکومت وايي اپوزېشن د دې لپاره د حکومت پرضد غونډې او احتجاجونه کوي چې خپلې درغلۍ پټې کړي.

خو اپوزېشن ګوندونه تور پورې کوي چې د عمران خان حکومت د درغلیو په نتیجه کې راغلی دی او باید چې استعفا وکړي.

  • انځور سایز

    ایوب ترین

    ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG