د دې ګوند مرستیالې مشرې مريم نواز پر خپل تره لګېدلي تورونه بنياده بللي او ويلي يې دي چې دا کار د دوی د هغې غونډې په ځواب کې د حکومت د غچ اخیستو سياست دی چې اپوزیشن پکې له وزیراعظمه د استعفا غوښتنه کړې وه.
هغې د سپتمبر په ۲۸مه دشهباز شریف تر نيول کېدو لږ وروسته په لاهور کې يوې خبري غونډې ته وويل: ((ماته په دې کې يوه ذره شک هم نشته چې شهباز شريف صیب دې د کوم تور په بنياد يا د احتساب لپاره نيول شوی وي. هغه د دې لپاره نه دی نیول شوی. له دوی سره فیصلې له مخکې ليکلې پرتې وي. شهباز شريف د خپل ورور [نواز شريف] ملاتړ پرېنښود ځکه ونیول شو. عمران خان له شهباز شریفه وېرېږي ځکه چې هغه یې خپل متبادل ګڼي او فکر کوي چې د ده ځای به ونیسي. عمران خان ځکه وېرېږي چې راوستل شوی دی. پر ۲۲ کروړه خلکو تپل شوی دی.))
د دوشنبې په ورځ احتساب قامي ادارې شهبازشريف تر هغه وروسته ونياو چې لاهور هایکورټ یې د ضمانت درخواست رد کړ. د هغه زوی او د پنجاب صوبايي اسمبلۍ اپوزېشن مشر، حمزه شهباز لا وار دمخه په ورته کيس کې په زندان کې دی. پر دې سربیره سپريم کورټ په لندن کې د درملنې لپاره په ضمانت خوشي شوی، پخوانی وزیراعظم نوازشريف ورغوښتی چې د درغليو د مقدمې اورېدنې ته حاضر شي.
دا په داسې حال کې ده چې نواز شريف د سپتمبر په ۲۰مه د اپوزیشن په ټول ګوندیزه غونډه کې پر پوځ تور پورې کړی وو چې په سياست کې ګوتې وهي او زياته کړې یې وه چې مبارزه یې د عمران خان د راوستونکو خلاف ده. په دې غونډه کې د پاکستان جمهوري تحريک د پیلولو اعلان او له حکومته د استعفا غوښتنه وشوه.
د پوځ وياند ميجر جنرل بابر افتخار پاکستاني رسنيوو سره په خبرو کې په سياست کې مداخله رد کړې ده. د پاکستان انتخاباتو کمېشن هم د ۲۰۱۸ کال ټاکڼې شفافه اعلان کړې او په ترڅکې یې راغلی د تحريک انصاف حکومت هم د اپوزیشن ګوندونو تورونه بې بنياده بولي.
د احتساب لپاره د وزیراعظم عمران خان سلاکار شهزاد اکبر د سپتمبر په ۲۸مه په يوه خبري غونډه کې وويل د احتساب اداره او عدالتونه خپلواکه دي او د پرېکړو په کولو کې د حکومت هېڅ مداخله نشته. ((لاهور هایکورټ ستاسو د ضمانت درخواست رد کړی دی. خو تاسو اوس جنګ شروع کړی چې نه دا خو د احتساب ادارې او حکومت جوړجاړی روان دی. عدالت چې ستاسو په حق کې پرېکړه وکړي، هغه منئ خو اوس دا نه منئ. ایا تاسو د خپلې خوښې غوره کړې پرېکړې غواړئ؟))
عدالت چې د اپوزیشن په ګټه پرېکړه وکړي، بیا یې دوی مني خو چې په خلاف یې وکړي دوی وايي سازش شویشهزاد اکبر
د تحريک انصاف حکومت خلاف ډېر فعاله او په مسلسل ډول پر پوځ په سياست کې د ګوتو وهلو تور پورې کوونکی، د جماعت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمان هم په دې وروستيوو کې د درغليوو تورونو سره مخ شوی دی. د احتساب قاميادارې د اپوزیشن تر ګڼ - ګوندیزې غونډې وروسته پر هغه تور پورې کړ چې جايدادونه یې موجود دي خو امدن یا عاید یې واضحه نه دی نو ځکه دې د دوی پوښتنې ځواب کړي. نوموړي دا الزام د خندا وړ بللی دی.
بلخوا د اسلام اباد احتساب عدالت د سپتمبر په ۲۸مه د يو بل اپوزیشن ګوند، پيپلز پارټۍ پر مشر او پخواني ولسمشر اصف علي زرداري او د هغه پر خور فریال تالپور د تورو پیسو سپینولو په تور کې فرد جرم عايد کړ. د پيپلز ګوند شريک مشر بلاول بوټو زرداري دا تورونه سياسي بللي. هغه پر ټويټر ليکلي چې د وزیراعظم عمران خان د کورنۍ غړياو وزیران له احتسابه خونديدي خو د اپوزیشن سیاستوالو خلاف کارواييروانه ده.
دا "عدالتي نه سیاسي مقدمې" دي
د سیاسي چارو څيړونکی سهېل وړايچ وايي کله چې د احتساب قامي اداره يوازې هغه سیاستوال نیسي چې د حکومت خلاف تحريک چلوي نو بيا خو به خامخا پرې د خلکو شکونه راپورته کېږي.
نوموړي د سپتمبر په ۲۸مه مشال راډيو ته وويل: ((دا عدالتي مقدمات نه بلکې سياسي مقدمې دي. که حکومت پکې فریق نه وای نو بيا به عدالتيوای خو اوس نه دي. سپريم کورټ هم د احتساب ادارې په اړه ویلي دي چې سياسي انګېزه لري او داسې يوه اداره نه ده چې په انصاف ولاړ احتساب دې وکړي. له دې امله یې پر کاروایانو ډېرې پوښتنې راپورته کېږي. اوس به اپوزیشن مظاهرې کوي چې ښايي حکومت یې پروا ونه لري خو دا هر څه خلک ويني نو ځکه د ولس نظر بدلولی شي.))
د احتساب قامي اداره رسنيو سره د مقدمو په اړه خبرې نه کوي خو مشر جاويد اقبال یې په بېلابېلو وختونو کې په مختلفو غونډو کې د تقریرونو پر مهال ويلي چې د هېڅ سياستوال او سياسي ګوند خلاف يا ملګری نه دی. هغه دريځ ښودلی چې د درغليو د پاکولو لپاره به یې کار روان وياو د چا تر فشار لاندې به نه راځي.