د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پښتون ژغورنې غورځنګ فعال حیات پرېغال تښتول شوی


حیات پرېغال د پښتون ژغورنې غورځنګ له مشر منظور پښتین سره
حیات پرېغال د پښتون ژغورنې غورځنګ له مشر منظور پښتین سره

د جنوبي وزیرستان ټولنیز فعال او د پښتون ژغورنې غورځنګ ملاتړی حیات پرېغال له خپل کوره په زوره اوچت کړل شوی دی. د هغه ورور مشال راډیو ته ویلي چې بېګا د جمعې شپه ځینې وسله وال کسان چې د پولیسو جامې یې اغوستې وې او دوې ښځې هم ورسره وې د دوی کور ته په زوره ور ننوتل او له ځانه سره یې یووړ.

د پرېغل ورور زر خان وايي، ''نېږدې لس یوولس کسان د وردۍ والا وو او پنځه تنه په ساده جامو کې ول، دراوزه یې راوټکوله او پاس کوټې ته وختل. حیات، زما پلار او دوه ورېرونه او زه یې یوې خوا ته کړلو او و یې تمبولو، له هغه پس یې حیات پرېغال له ځان سره بوتللی تر اوسه یې پته نه لګېږي.''

که پرېغال ته نقصان ورسېدلو. نور وس یې نه شته ولې چې د پاکستان بادشاهي ده. جنګ نه شي ورسره کولی خوپر خپلځان به پټرول واچوي او ځان ته به اور ورکړي.
د حیات پرېغال ورور ناصر خان

د حیات پرېغل یوه بل ورور ناصر خان مشال راډیو ته وویل چې ده ورور پاکستاني پوځ وړی دی او د ده اوله دعوا پر پوځ باندې ده، ورسره پر ای اېس ای، اېم ای، او پولیس باندې ده. نوموړی زیاتوي که یې ورور ته نقصان ورسېدلو. نور وس یې نه شته ولې چې د پاکستان بادشاهي ده. جنګ نه شي ورسره کولی خوپر خپلځان به پټرول واچوي او ځان ته به اور ورکړي.

هغه وویل، احتجاج ته به خپل ټول بچیان بیایي، ښځې به ټولې بیایي. ټول به په احتجاج کې ودروي.

ناصرخان زیاتوي چې (حیات پرېغال یې د کور یو لالټین دی او دا بتۍ یې را ته بلېدله او نن زما دا لالیټن (څراغ) را ته ختموي.)

په ډېره اسماعیل خان کې د پولیسو ضلعي مشر ظهور اپرېدي مشال راډيو ته وویل چې حیات پرېغال پولیسو نه دی وړی که یې وړی وای نو نېغ به یې تاڼې ته وروړی. او پولیس خو یې تر۲۴ ګنټو زیات ساتلای هم نه شي، مجسټرېټ ته به یې پېشوي. پولیس خو یې چې اوچت کړي نو ښکاره کوي به یې، پټولای خو یې نه شي.

د پي ټي اېم فعال غړی حیات پرېغال له مسلکي پلوه فارمسیسټ دی او یوه میاشت مخکې له دوبۍ څخه د ډېره اسماعیل خان په ظفر اباد کې خپل کور ته په رخصتیو تللی وو.

حیات پرېغال
حیات پرېغال

پر دغه پېښه د پښتون ژغورنې غورځنګ یوه مخکښ مشر ډاکټر سید عالم مسود پر خپل فېسبوک کښلي چې د حیات پرېغال د راخوشي کولو لپاره د غورځنګ ملګري تر هره بریده تلای شي.

پښتون ژغورنې غورځنګ په پاکستان کې له عدالته لیرې وژنو، د ورک کړل شویو خلکو عدالت ته د وړاندېکولو او د پشتنو په سیمه کې د خلکو د ځان او مال د حفاظت یقیني کولو غوښتنه کوي.

اړوند راپورونه

کراچۍ: د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي خوشي شوي دي

د پي ټي اېم او پښتونخوا معپ بندیان له اډیالې زندانه خوشې شول

XS
SM
MD
LG