د لاسرسي ځای

تازه خبر

پښتون ژغورنې غورځنګ حکومت سره خبرو لپاره د جرګې غړي اعلان کړل


د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین د جرګې غړو کې نه دی شامل
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین د جرګې غړو کې نه دی شامل

پراګ ـ پښتون تحفظ مومنټ له حکومت سره د خبرو اترو لپاره یوه ۳۰ کسیزه جرګه ټاکلې چې پکې د ژوند له بېلابېلو سیاسي ګوندونو او طبقو پښتانه مشران شامل کړل شوي دي.

په دې جرګه کې علي وزیر، محسن داوړ، ثنا اعجاز، لطیف افریدی، بشرا ګوهر، افراسیاب خټک، عثمان کاکړ او ځیني نور کسان شامل دي البته د تحریک د مشر منظور پښتین نوم پکې نشته.

د یاد تحریک یو مشر محسن داوړ د خالي په ورځ مشال رېډیو ته وویل چې حکومت ور سره وخت په وخت د مذاکراتو لپاره رابطې کړي او دوی هم غواړي چې ستونزې یې د خبرو اترو له لارې حل کړل شي، نوموړي زیاته کړه:

(( له مونږ سره د حکومت لخوا اخري ځل د شاه جي ګل په مشرۍ یوې جرګې خبرې اترې کړې وې. په هغه جرګه کې د صوبايي او مرکزي حکومتونو استازي هم موجود وو. نو په هغه وخت هم مونږ ویلي وو چې د هېواد د ټولو پښتنو نماینده جرګه به جوړو. اوس دا ۳۰ تني جرګه به حکومت ته زمونږ غوښتنې وړاندې کوي.))

محسن داوړ هم دا راز وویل چې که څه هم د دوی زیاتره غوښتنې له پوځ سره تعلق لري خو د لاهور او کراچۍ د جلسو په وړاندې یې پولیسو او ځایې انتظامیې هم خنډونه اچول چې د پښتنو پر ضد د عمومي رویې څرګندونه کوي او مخنیوی یې غواړي.

پښتون تحفظ مومنټ له خپل اړخه د دغو جرګه مارانو نومونه په مخکینۍ جرګه کې شامل قبایلي مشر ملک خان مرجان ته ورکړي دي. نوموړي په دې هکله وویل:

((هو، بالکل د غورځنګ مشرانو ماته د جرګې د مشرانو لسټ راکړی. اوس روژه ده نو کېدی شي چې لږ وخت پکې ولګي خو د خبرو اترو لپاره یو ښه ماحول جوړیږي. مونږ مخکې هم کوشش کړی او اوس مو هم دا سوچ دی چې دا مسله په خیر حل شي او بدامني ختمه شي هغه که د حکومت له اړخه وي او که د ولس له اړخه.))

پښتون تحفظ مومنټ د لادرکو پښتنو د درک او عدالت ته وړاندې کولو، له قبایلي سیمو د ماینونو پاکولو او د حقایقو په معلومولو او پخلاینې لپاره د کمېشن جوړولو پشمول یو شمېر غوښتنې لري. د پاکستان پوځ ویلي له دې غورځنګ سره خبرو ته تیار دی خو د دوی ځینې نعرې د منلو وړ نه دي.

  • انځور سایز

    منور شاه

    منور شاه  له ۲۰۱۰ز کال راهيسې د مشال رېډیو همکار دی. هغه د تعلیم په هکله اوونيزه خپرونه روښانه مستقبل هم وړاندې کوي.  

XS
SM
MD
LG