د لاسرسي ځای

تازه خبر

پښتون ژغورنې غورځنګ: که پرېغل خوشې نشو، پراخې مظاهرې پیلوو


حیات پرېغل (ښي خوا ته) له منظور پښتین سره
حیات پرېغل (ښي خوا ته) له منظور پښتین سره

ډېره اسماعیل خان - د شنبې یا خالي پر مازیګر (د جولای اوومه) ګڼو کسانو په ډېره اسماعیل خان کې د ټولنیزو رسنیو د فعال او د پښتون ژغورنې غورځنګ ملاتړي حیات پرېغل د ورکېدو ضد مظاهره وکړه.

دا خلک د غورځنګ د مشر منظور پښتین په غږ وروتلي ول او نعرې یې ووهلې.

دوی لومړی لاریون وکړ او بیا یې د پاکستان له واکدارانو غوښتنه وکړه چې پرېغل دې ژر تر ژره خوشې کړي.

د پرېغل کورنۍ د جولای پر شپږمه مشال راډیو ته ویلي ول چې د جولای پر پینځمه، شپې مهال ځېنې وسله وال د ډېره اسماعیل خان په ظفر اباد کې د دوی کور ته ورغلل.

د پرېغل ورور او پلار وايي، په وسله والو کې ځېنو د پولیسو وردۍ یا یونيفورمونه اغوستلي ول او نوموړی یې له ځانه سره یووړ.

له هغه وخت راهیسې د هغه هېڅ پته نه ده لګېدلې.

پولیس وايي، پرېغل یې نه دی بیولی او د نامعلومه کسانو ضد یې پرچه دایره کړه.

د شنبې پر مازیګر د مظاهرې پر وخت د پښتون ژغورنې غورځنګ یوه غړي رضوان الله مسید د پاکستان پر استخباراتي ادارو تور پورې کړ چې حیات پرېغل یې بیولی دی.

د پاکستان کورنیو چارو وزارت او د پوځ عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) پر دې موضوع لا څه نه دي ویلي خو په تېرو وختونو کې یې د استخباراتي ادارو په لاس د خلکو د ورکولو تورونه رد کړي دي.

زما د سپینې ږیرې قدر یې ونکړ(...) زما بچی یې داسې یووړ لکه باز چې په چرګې یا مرغۍ [برید] وکړي. موږ ټول یې په ژړا پرېښودو.
ارسلا خان، د پرېغل پلار

مسود وویل، په پاکستان کې قانون شته، که حکومتي ادارې غواړي چې پرېغل ونیسي نو پولیس دې یې بوځي او له قانون سره سم چلند دې ورسره وکړي، د هغه د تښتولو او ورکولو واک له هېچا سره نشته.

د پرېغل پلار ارسلا خان وايي، زوی یې د پښتنو د حقونو لپاره مبارزه کوي او که په دې لار کې له هر مشکل سره مخامخ شي، خیر دی.

ده وویل، زوی یې پر هېچا زیاتی یا ظلم نه دی کړی او یوازې د پښتنو د حقونو د غوښتو په غبرګون نیول شوی دی.

ارسلا خان ګیله وکړه چې وسله والو یې هېڅ لحاظ ونکړ.

ده وویل: ((زما د سپینې ږیرې قدر یې ونکړ(...) زما بچی یې داسې یووړ لکه باز چې په چرګې یا مرغۍ [برید] وکړي. موږ ټول یې په ژړا پرېښودو.))

ده زیاته کړه چې د پاکستان لپاره یې قربانۍ ورکړې دي، خو هغه منظورې نه شوې ځکه یې زوی ورڅخه وړی دی.

اړوند مطالب:

پښتون تحفظ غورځنګ تر لاهوره ورسېد (ویډیو)

پښتنې ښځې او د حقونو مبارزه (ځانګړې غږیزه خپرونه)

'پښتون ژغورنې غورځنګ په قانوني چوکاټ کې مبارزه کوي'

پاکستان زنده باد تحریک د پښتون ژغورنې غورځنګ مخالفت ولې کوي؟

د پېښور جلسه او د ورکو کسانو لټون (ویډیويي رپورټ)

پښتون ژغورنې غورځنګ د ۲۰۱۸ز کال د فبرورۍ له لومړۍ څخه په اسلام اباد کې ۱۰ ورځنی پرلت وهلی وو چې پکې یې غوښتنه کړې وه چې د پاکستان حکومت دې ټول ورک کسان عدالت ته وړاندې کړي، ماورای عدالت وژنې دې ودروي، په کراچۍ کې د وژل شوي وزیرستاني ځوان په مقدمه کې تورن پولیس افسر ته دې سزا ورکړي، په قبایلي سیمو کې دې پر امنیتي پوستو خلک نه ځوروي او له قبایلي سیمو څخه دې ځمکلاندې بمونه پاک کړي.

پرېغل په چوټیو پاکستان ته تللی وو
پرېغل په چوټیو پاکستان ته تللی وو

حیات پرېغل د همدې غوښتنو لپاره پر ټولنیزو رسنیو فعالیت کاوه.

نوموړی له پاکستانه بهر کار کوي او په چوټیو کور ته ورغلی وو چې له کوره یووړل شو.

د پښتون ژغورنې غورځنګ رضوان الله مسود ګواښ کړی چې که پرېغل خوشې نشو نو غورځنګ به د پاکستان په ښارونو او بهرنیو هېوادونو کې مظاهرې پیل کړي.

XS
SM
MD
LG