د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستاني پوځ پر قبایلي ولس د وطن کارډ شرط ختم کړ


د ګل په ورځ پاکستاني پوځ پر قبایلي ولس د وطن کارډ لرلو شرط په رسمي توګه پای ته ورساوه. او په یوه بیان کې یې ویلي چې د فاټا وګړي خپلو سیمو ته اوس یوازې په پاکستاني شناختي کارډ تګ راتګ کولای شي.

د شمالي وزیرستان پر سیدګي امنیتي پوسته پاکستاني پوځ بېنرې ځوړند کړې چې پکې کښل شوي شمالي وزیرستان ته د تلو لپاره نور د وطن کارډ ضرورت نه شته او ولس خپل قامي شناختي کارډ کارولی شي.

پر ځوړندو بېنرو پر وطن کارډ د ضرب او پر پاکستاني شناختي کارډ د ټیک نشان لګول شوی دی.

د وطن کارډ ختمولو اعلان څو ورځې وړاندې د پاکستاني پوځ عامه اړیکو ای اېس پي ار ډایرېکټر جنرل اصف غفور پر خپله ټویټر پاڼه کړی وو.

وطن کارډ د ضرب عضب عملیاتو پس د قبایلي سیمو ټولو وګړو لپاره لازمي وګرځول شو چې له کډوالۍ پس له بندوبستي سیمو به خپلو علاقو ته ستنول کېدل. او کله چې به هم له قبایلي سیمو یو کس د پاکستان نورو برخو ته تلی نو ورباندې د وطن کارډ شرط لازمي ګرځول شوی وو. خو د روانې فبرورۍ میاشتې په لومړیو کې د منظور پښتون په مشرۍ پښتون تحفظ غورځنګ په اسلام اباد پرلت/دهرنا کې په بیا بیا پر وطن کارډ نیوکې کېدلې او غوښتنه کېدله چې د فاټا پر ولس د وطن کارډ لرلو شرط دې ختم کړل شي چې د هغه پس پاکستاني پوځ د وطن کار شرط پای ته ورساوه.

XS
SM
MD
LG