د لاسرسي ځای

تازه خبر

محسن داوړ: ''ملګري مو تر اختر مخکې پرېږدئ, ګنې جرګه نه کوو''


محسن داوړ

پښتون تحفظ مومنټ ویلي، که چیرې حکومت د غورځنګ نیول شوي غړي له اختره وړاندی خوشي نه کړل نو له سرکاري جرګې سره کړی تړون ختموي او نور به ورسره خبرو ته نه کښېني. بلخوا د جرګې مشرانو ویلي د نیول شویو کسانو د خوشې کولو لپاره هلې ځلې کوي.

د اسلام اباد یوه عدالت په چارشنبه د پښتون تحفظ مومنټ ۳۷ ګرفتار غړي د ترهګرۍ ضد عدالت ته سپارلي. خو د غورځنګ یو مخکښ محسن داوړ وايي، که یې ملګري تر اختره وړاندې خوشې نه شول نو له حکومتي جرګې سره شوې لوظنامې ته به بیا کتنه کوي.

بیګا له مشال راډیو سره د خبرو په وخت نوموړي زیاته کړه، د پوهنتون پر زده کونکیو د خپلو حقونو لپاره د اواز اوچتولو په بدل کې د ترهګرۍ مقدمې جوړول د هغوی له ایني حقونو سرغړونه ده. هغه وویل که د پنجشنبې پر ورځ یې د اسلام اباد او میرعلي بندیان ملګري خوشې نه کړل شول، نو بیا دوه کیسې دي یو، موجوده لوظنامه ماته شوه او هم د دوی له خوا ماته شوه، او بله دا چې له دغه سرکاري جرګې سره یې مخکې تګ ښايي و نه شي.

ملک خان مرجان
ملک خان مرجان

بل خوا د حکومتي جرګې یو مشر ملک خان مرجان په چارشنبه مشال راډیو ته وویل، دوی هڅه کوي چې د نیول شویو کسانو پر ضد عملي شوې دفعې لیرې کړي او زر تر زره د هغوی خوشېکول یقیني کړي. د حکومتي چارواکیو له خوا لا په دې اړه څه نه دي ویل شوي.

د حکومتي جرګې او پښتون تحفظ مومنټ تر مینځ په خبرو کې پرېکړه شوې وه چې غورځنګ به په رزمک کې ولسي غونډه نه کوي او حکومت به د دوی نیول شوي غړي تر اختر وړاندې له زندانه خوشې کوي. د چارشنبې په ورځ عدالت د هغوی مقدمه د ترهګرۍ ضد عدالت ته ولېږله.

د پاکستان بشري حقونو کمیشن د پوهنتون په زده کوونکیو د ترهګرۍ مقدمې درجول غندلي دي او غوښتنه يې کړې ده چې دوی دې زر تر زره خوشې کړل شي.

شېر محمد اېډوکېټ
شېر محمد اېډوکېټ

د کمیشن یوه غړي شیر محمد خان ايډوکیټ په دغه اړه مشال راډیو ته وویل، پر یوه طالبعلم دا تور لګول چې ګنې هغه د ریاست خلاف دی، یا هغه د ملک نظریې خلاف دی، لکه بنیاد یې څه دئ د دې خبرې، د دې دوی یو بنیاد ګرځوي،چې هغوی په خپلو ویناګانو او احتجاجونو کې د انتظامیې د ادارې هغه کردار چې دا ملک [پاکستان] یې تباهۍ او نقصان ته ورساوه، او په دغه خبره یې نیسي چې دا خبرې به موږ ته نه کوئ. که چېرې هغوی [پښتون تحفظ مومنټ] خبره غلطه وي نو تاسو [امنیتې ادارې] هغوی ته په دلیل ځواب ووایاست. د هغې علاج خو دا نه دی چې تاسو خلک جېلونو ته اچوی.

د پي ټي اېم او پښتونخوا معپ غړي د روانې جون میاشتې پر شپږمه نېټه د اسلام اباد پرېس کلب مخې ته تر هغه کېدونکې احتجاج مخکې ونیول شول چې په واڼه کې د راپورونو له مخې د پي ټي اېم د سر سر یوه مهم رهبر علي وزیر پر کور د امن کمېټۍ وسله والو چې (یاد غورځنګ یې سرکاري طالبان بولي) د ممکنه یرغل پرضد یې کاوه. د چارواکیو په وینا نیول شویو کسانو د پوځ پر ضد شعارونه ورکول او د ریاست ضد هلې ځلې يي کولي. پښتون تحفظ مومنټ وايي د خپلو ایني غوښتنو په حق کې اواز اوچتول ترهګري نه ده.

د پښتنو دغه نیول شويو ۳۷ سیاسي فعالانو کې ډېری د پوهنتونونو د لوړو زده کړو زده کوونکي دي. او ځینې یې د پښتونخوا معپ مهم کارکنان دي.

نور ولولئ

د پښتون ژغورنې غورځنګ پر بندیانو د ترهګرۍ مقدمه لګېدلې

محسن داوړ: د رزمک جلسې ځنډونه د ملګرو خوشېکېدو په شرط

په واڼه کې حالات ترینګلي، ګرځبندیز دوام لري

XS
SM
MD
LG