د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اسلام اباد پولیسو د اډیالې بندیان خوشې کړل


۳۷ نیول شوي کسان عدالت ته د وروستو پر مهال
۳۷ نیول شوي کسان عدالت ته د وروستو پر مهال

پراګ - د اسلام اباد پولیسو د جون د ۲۱مې پر ماخوستن (ماسختن) د پښتون ژغورنې غورځنګ او پښتونخوا ملي عوامي ګوند غړي او ملاتړي د راولپېنډۍ له اډیالې زندان څخه خوشې کړل.

د جون په لومړۍ اوونۍ کې، په شمالي وزیرستان کې د یوه انتظامي افسر هدفي وژنې او بیا د جنوبي وزیرستان په واڼه کې د پښتون تحفظ غورځنګ د یوه مخکښ علي وزیر هرکلي ته پر ورغلیو کسانو د تشدد او تاوتریخوالي په غبرګون کې د غورځنګ مشر منظور پښتین د احتجاجونو اعلان کړی وو.

خو په اسلام اباد کې پولیسو مظاهره کوونکي ونیول.

پولیسو په پرچه کې د ترهګرۍ په ګډون، پر دې کسانو د جرمونو ۱۲ دفعې یا مادې لګولې وې.

پولیسو پر نیولو ۳۷ کسانو تور پورې کړی وو چې د احتجاج پر مهال یې ګډوډي پیدا کړې وه، لارې یې تړلې وې، په پولیسو یې لاس جګ کړی وو او د هېواد ضد یې نعرې وهلې وې.

خو د پښتون تحفظ غورځنګ غړي او پلویان دا تورونه ردوي.

د اسلام اباد یوه عدالت د چارشنبې پر ورځ (د جون ۲۰مه) د دې کسانو ضمانت منظور کړ.

اړوند مطالب:

لورلایي: له اډیاله بندیانو سره پیوستون په انساني زنځیر

د پښتون ژغورنې غورځنګ پر بندیانو د ترهګرۍ مقدمه لګېدلې

په واڼه کې پر علي وزير څه تېر شو؟

خوشې شوي کسان وايي، د پښتنو د اییني حقونو تر لاسه کولو لپاره به بیا هم احتجاج کوي.

له دوی څخه یوه، ډاکتر سرور له زندانه تر وتلو وروسته مشال راډیو ته وویل، دوی، پولیسو تر احتجاج مخکې نیولي ول.

ده وویل، د زندان دننه یې ۱۸ شپې یې په یوه خونه کې وکړې او پولیسو هېڅ بهر پرېنښودل چې د خلکو تکلیف ډېر وو.

د اسلام اباد پولیسو او د اډیالې زندان انتظامیې د خوشې شویو کسانو د دعوو په اړه څه نه دي ویلي.

د ټانک بیت الله خان بېټنی وايي، احتجاج د ولس جمهوري حق دی او که بیا هم ورته د غورځنګ مشرتابه د مظاهرې یا لاریون وویل، کوي یې.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د اسلام اباد څانګې ویاند بریال وطنپال وايي: ((زموږ دا ټول تحریک، دا مبارزه د پښتون قام، د پښتون ولس د ستونزو د حل کولو لپاره ده.))

وطنپال زیاتوي چې د پښتنو د حقونو تر لاسه کولو پورې به هلو ځلو ته دوام ورکوي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ او پښتونخوا ملي عوامي ګوند خوشې شوي غړي وايي، دوی د جون پر څلورمه پولیسو لومړی د مارګلې او بیا د سېکرېټرېټ تاڼې په حوالاتو کې بند کړي ول او وروسته یې زندان ته یوړل.

دا نیولي کسان د پوهنتون زده کوونکي، پي اېچ ډي لرونکي دانشوران، قانون پوهان او فعالان ول.

XS
SM
MD
LG