د لاسرسي ځای

تازه خبر

کراچۍ کې د پي ټي ایم پر مشرانو مقدمې درج شوې


د پښتون ژغورنې غورځنګ مشران منظور پښتین، محسن داوړ او علي وزیر

د پښتون تحفظ مومنټ مشران وايي په کراچۍ کې رېنجرز ځواکونه د غورځنګ غړي نیسي، دړکې ورته ورکوي او ورته وايي چې د می په دیارلسمه په کراچۍ کې په ولسي غونډه کې له ګډونه ډډه وکړي.

د غورځنګ یوه مخکښ محسن داوړ بېګا مشال راډیو ته وویل د کراچۍ پولیسو د دوی د ځینو ملګرو پرضد مقدمې درج کړي دي، د جلسې منتظمین نیسي او پرضد يې مقدمې درجوي.

نوموړې زیاته کړه چې د کراچۍ پولیسو د هغه، علي وزیر او ځینو نورو ملګرو پرضد د کراچۍ په درېوو تاڼو کې اېف ای ار درج کړی دی او د دوی پرضد يې د ترهګرۍ دفعې لګولې دي.

سوات: د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشرانو خلاف رپورټ درج شوی

کراچۍ د پاکستان لوی کاروباري ښار دی، چېرته چې د نورو قامونو د غړیو په ګډون په میلینونو پښتانه هم ژوند او روزګار کوي. له قبایلي سیمو او خیبر پښتونخوا ډیرې بېکوره شوې کورنۍ هم کراچۍ ته کډه شوي دي. د دوی په وینا پولیس او رینجرز ځواکونه يې ځوروي او پرضد يې مقدمې درجوي.

پښتين: پښتانه ترهګرۍ او هم ترهګری ضد جګړه کې وژل شوي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:24 0:00

په کراچۍ کې د پښتون تحفظ مومنټ ولسي غونډه ولې مهمه ده؟ په دغه اړه کراچۍ مېشته خبریال او څېړونکی علي ارقم واييچې په دغه ښار کې د بېلا بېلو قامونو خلک ژوند تېروي او د پښتنو په شان د سیندیانو او بلوڅانو هم له ریاسته ډېرې ګیلې دي. نوموړي وویل که راو انور د ډي ایچ اې (ډیسفنس هاوسینګ اتاریټي) لپاره د سیندیانو پر ځمکه قبضه کړې ده او سیندیان يې وژلي دي نو ګڼ مهاجر ځوانان يې هم په نښه کړي دي. دا جلسه ځکه مهمه ده چې دلته د ټولو قامونو د یو ایتلاف جوړېدو امکان شته.

په دغه اړه مو د رینجرز ځواکونو د ویاند او سیند صوبه کې د کورنیو چارو او اطلاعاتو د وزیرانو سره د تماس نیولو هڅه وکړه خو بریالي نه شو. د کراچۍ د پولیسو ویاند عدیل رشید وویل هغه د پښتون تحفظ مومنټ د مشرانو پرضد له درج شوي اېف ای اره نه دی خبر خو که اېف ای ار درج شوی دی نو ارومرو به يې څه وجه وي.

اڅکزی: د پي ټي ایم پلویانو تنګول به خطرناکې نتیجې ولري

ګوره که پولیسو د ترهګرۍ دفعه لګولې ده نو دا مالومول دي چې ولې يې داسې کړي دي، له دغه کسانو به یو څه غیرقانوني شی ترلاسه شوی وي؟ وجه څه ده چې د هغوی خلاف دا دفعه لګول شوې ده. پولیسو کې د هغوی پرضد څه مقدمه درج کړې وي نو د هغې به ارومرو څه وجه وي. اصل کې زه نه یم خبرخو مالومات به وکړم. ما ته خو په سوشل میډیا دا مالومه شوې ده چې په ملیر کې ځنې کسان نیول شوي دي ـ خو له سهاره موږ ډېر بوخت وو، وخت راسره نه وو، دغه دې ایله اوس لږ وزګار شو.

د غورځنګ مشران وايي، په کراچۍ کې یې له سیاسي او ولسي مشرانو سره کتلي دي او هغوی له يې په جلسه کې د ګډون بلنه ورکړې ده. دا جلسه به په دیارلسمه نېټه ماځیګر څلور بجې د کراچۍ په جناح میدان کې کېږي.

XS
SM
MD
LG