د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې د کورونا وایرس پېښې ورځ تر بلې زیاتېږي


یو روغتیاپال د کورونا وایرس معاینې لپاره د یوې ښځې له پوزې مایع اخلي
یو روغتیاپال د کورونا وایرس معاینې لپاره د یوې ښځې له پوزې مایع اخلي

چارواکي او ډاکټران وايي چې په پاکستان کې د کورونا وبا دويمه څپه راغلې ده.

د دې هېواد د روغتيا څانګې چارواکي وايي، د اکتوبر مياشتې له نيمايي راهیسې ورځ تر بله په وايرس د اخته کسانو شمېر مخ په زیاتېدو دی.

د کورونا وايرس په اړه د پاکستان حکومتي ووبپاڼه وايي، د نومبر ۱۱مې او ۱۲ مې په منځ کې ۱،۸۰۸ نور کسان په کووېډ-۱۹ ناروغۍ اخته شوي دي چې هم دا شمېر د اکتوبر په لومړيو کې شاوخوا ۵۰۰ ته رسېدلې وه.

د کورونا وبا لومړۍ څپه د فبرورۍ په پای کې پیل شوې وه او په جون او جولای کې یې کې زور نيولی وو خو د حکومتي تګلارې په نتيجه کې د اګست په لومړيو کې يې زور نېږدې ختم شوی وو.

د پاکستان د روغتیا وزارت وياند ساجد حسين د نومبر پر ۱۲مه مشال راډيو ته وويل چې له تېرو دوو اوونيو راهيسې د کورونا وايرس د ناروغانو شمېر زيات شوی دی.

د دې وجه نوموړی دا يادوي چې خلکو له وايرسه د ځان خوندي کولو په اړه حکومتي لارښوونې له پامه غورځولي دي.

حکومت پر خلکو غږ کړی چې ماسکونه (تمبوزکونه) په مخ کړي، له يو بله دې فاصله وساتي او ګڼه ګوڼه دې نه جوړوي.

حکومت وايي خلک دې له کوره بهر ماسک (تمبوز) هرومرو په مخ کوي
حکومت وايي خلک دې له کوره بهر ماسک (تمبوز) هرومرو په مخ کوي

ساجد حسين وايي چې د کورونا وایرس وبا په لومړۍ څپه کې خلکو پر لارښوونو عمل کړی وو نو ځکه د وايرس د ناروغانو شمېر کم شو.

خو د ده په خبره، دويمې څپې ته په پام، حکومت يو ځل بيا پر پخوانۍ تګلاره عمل پيل کړی دی.

د ده په وينا، حکومت د رسنيو له لارې په خلکو کې د وايرس په اړه د پوهاوي کیمپېن پيلولو، په ناروغۍ د اخته کسانو شمېر غونډولو او د هغو د جاج اخيستو، ټېسټونه کولو او د خلکو د قرنطينولو اقداماتو ته پام اړولی دی.

کله چې د ۲۰۲۰ز په لومړيو مياشتو کې په پاکستان کې کورونا وايرس زيات خپور شو نو حکومت په مارچ کې په ټول هېواد کې لاکډاون (ټولبند) اعلان کړ چې بیا يې له مې څخه په پړاوونو کې نرم او تر اګسته یې بشپړ ختم کړ.

هغه وخت وايرس دومره زيات شوی وو چې د ډاکټرانو په وينا، د هېواد په سرکاري هسپتالونو کې د کووېډ-۱۹ په ځانګړو وارډونو کې بسترې ختمې شوې وې.

د پاکستان حکومت تر وخت مخکې د ژمي چوټیو په موخه د ښوونځیو پر تړلو غور کوي
د پاکستان حکومت تر وخت مخکې د ژمي چوټیو په موخه د ښوونځیو پر تړلو غور کوي

د اسلام اباد د ځوانو ډاکټرانو اتحاديې مشر ډاکټر فضل ربي د نومبر پر ۱۲مه نېټه مشال راډیو ته وويل، د پاکستان انسټیټوټ اف مېډیکل ساینسز (پېمز) هسپتال د کورونا په دواړو وارډونو کې ځای ختم شوی وو خو بيا ورو ورو وايرس خپرېدل کم شول او د اګست تر پای پورې په وارډ کې يو ناروغ هم نه وو.

خو د ده په وينا، اوس له تېرې څه مودې راهيسې د کورونا ناروغانو وروړل زيات شوي دي او په يوه وارډ کې ۲۹ او په بل هغه کې د ۲۱ ناروغانو درملنه روانه ده.

ډاکټر فضل ربي د کوونا دويمې څپې ذمه واري پر حکومت او اپوزيشن ګوندونو اچوي او د ده په وينا، دوی د کورونا لپاره پر احتیاطي لارښوونو عمل نه کوي نو ځکه يې خلک هم جدي نه اخلي.

د کووېډ-۱۹ ناروغانو شمېر په خيبر پښتونخوا او بلوچستان کې هم په زياتېدو دی.

په بلوچستان کې د کورونا وایرس د خپرېدو مخنيوي څانګې يو چارواکی ډاکټر سرمد د وايرس ځپلیو د زياتېدونکي شمېر ذمه وار خلک وګڼل چې د ده په خبره، پر حکومتي لارښوونو عمل نه کوي.

د کورونا وایرس وبا دويمې څپې ته په پام، د پاکستان نېشنل کمانډ او اپريشنز سېنټر د نومبر پر ۱۰مه په اسلام اباد کې ځانګړې غونډه کړې وه چې پکې يې د سکولونو د ژمنیو چوټیانو (رخصتيانو) تر وخت له مخه ورکولو، تر ۵۰۰ زياتو کسانو پر غونډېدو بنديز لګولو، رستورانونه د شپې تر لسو بجو پورې تړلو تړلو، د مارکېټونو د ژر بندولو، د سینماګانو او مزارونو په بشپړه توګه د تړلو وړاندیزونه کړي دي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG