د لاسرسي ځای

تازه خبر

کورونا وبا: پاکستان زیارتونه، سېنماګانې او تېټرې تړي


پېښور کې د یوه ښوونځي زده کوونکې د تبې کتو تر بهیر تېرېږي.
پېښور کې د یوه ښوونځي زده کوونکې د تبې کتو تر بهیر تېرېږي.

د پاکستان حکومت د کورونا وايرس دويمې څپې مخنيوي لپاره د زيارتونو، سينماګانو او تیېټرو بندولو فيصله کړې ده.

نن ( د نومبر پر ۱۱مه) د منصوبه بندۍ وفاقي وزير اسد عمر په مشرۍ کې د کورونا وایرس د مخنیوي قامي ادارې ( نيشنل کمانډ اېنډ اپريشن سينټر) غونډه وشوه چې پکې په ملک کې د کورونا وايرس کيسونو د زیاتېدو جاج واخيستل شو.

اسد عمر په ټويټر پاڼه ليکلي چې د اېن سي او سي په غونډه کې پر لويو غونډو د پابندۍ تجويز ورکړل شوی دی. این سي او سي په یو بیان کې ویلي چې په تعليمي ادارو کې د کورونا وایرس زیاتو کېسونو ته په کتو د زده کوونکو د ژمي چوټیانې د زیاتولو تجویز هم ورکړل شوی دی.

بلخوا په پاکستان کې د کورونا وايرس د مثبتو کېسونو شمېره تر درې لکه اته څلويښت زره اوښتې ده خو له کوویډ-۱۹ ناروغۍ تر درې لکو شلو زرو زيات کسان رغېدلي هم دي.

د کورونا وايرس په اړه د معلوماتو حکومتي ویبپاڼې له مخې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کورونا وايرس ۱۷۰۰ زياتې نوې پېښې ریکارډ شوي او ۲۱ کسان ترې مړه شوي دي.

حکومت د کورونا وايرس مخنيوي لپاره د تيرې مياشتې نه ماسکونه اچول لازمي ګرځولي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG