د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان د کورونا مخنیوي لپاره اخیستي ګامونه سختوي


د کورونا د څار قومي ادارې په ټول ملک کې ۱۶ لوی ښارونه د کورونا وایرس د زیاتو ناروغانو رامنځ ته کېدو له کبله حساس او خطرناک ګرځولي دي.
د کورونا د څار قومي ادارې په ټول ملک کې ۱۶ لوی ښارونه د کورونا وایرس د زیاتو ناروغانو رامنځ ته کېدو له کبله حساس او خطرناک ګرځولي دي.

د پاکستان وفاقي حکومت په ملک کې د کورونا ناورغۍ مخنیوي لپاره د احتیاطي لارښوونو بیا سختولو پرېکړه کړې ده.

دا پرېکړه په ملک کې د کورونا وایرس لپاره د څار ادارې د نومبر پر شپږمه په خپله غونډه کې کړې ده.

یادې ادارې ویلي‌ چې په ټول ملک کې به په تالارونو کې پر ودونو بندیز وي، د ماسک نه تړلو به ۱۰۰ روپۍ جرمانه وي او سرکاري دفترونو ته به ۵۰ فیصده کارکونکي نه ورځي.

د کورونا د څار قومي ادارې په ټول ملک کې ۱۶ لوی ښارونه د کورونا وایرس د زیاتو ناروغانو رامنځ ته کېدو له کبله حساس او خطرناک ګرځولي دي.

په دې ښارونو کې اسلام اباد، پېښور، کوټه ، راولپنډۍ ، ګلګت،میر پور،مظفر اباد، لاهور، ګوجراواله، کراچۍ، ګجرات ، فیضل اباد، بهاولپور او ایبټ اباد شامل دي.

په خیبر پښتونخوا کې د کورونا وایرس مخنیوي په اړه ټاکل شوي چارواکي‌ ډاکټر اکرام الله مشال راډیو ته وویل چې په خیبر پښتونخوا کې یو ځل بیا کورونا ناروغي زیاته شوې ده.

په عین وخت کې د پېښور انتظامیې د ښار په ځینو سیمو کې د نومبر له اوومې ټولبند عملي کړی دی. د دوي په وینا دا ځکه چې هلته کورونا ناروغي زیاته شوې ده.

په دې سیمو کې ډیفینس کالونۍ، ګل بهار نمبر دو، رنګ روډ، خان بهادر کالونۍ، دوران پور، د پیښور صدر،او د یونیورسټي ټاون ځنې سیمي شاملې دي.

چارواکي‌ وايي چې له دې سیمو به د نومبر له اوومې نه څوک وځي ، نه به څوک ورځي او نه به هم په جوماتونو کې تر پنځه زیات کسان را غونډېږي.

په پاکستان کې د کورونا وایرس په اړه معلومات خپروونکې ځانګړې ویب پاڼې لیکلي چې د نومبر پر شپږمه ۲۰ تنه له کورونا مړه شوي‌ او ۱۵۰۲ نور په اخته شوي دي.

د یادې ویب پاڼې د معلوماتو له مخې، د نومبر تر اوومې په پاکستان کې ۳۴۱۷۵۳ تنه په دې ناروغۍ اخته شوي چې ۶۹۴۳ ترې مړه شوي دي.

په پاکستان کې تر اوسه له دې ناروغۍ څخه ۳۱۷۸۹۸ کسان جوړ شوي هم دي.

د خیبر پښتونخوا تجارانو اندېښنې

د خیبر پښتونخوا د سوداګرو د ټولنې مشران وايي، د حکومت لخوا د کورونا د مخنیوي لپاره لګول شوي محدودیتونه د هغوی کاروبار خرابوي.

صوبايي حکومت د کورونا د مخنیوي په موخه د شپې د ۱۰ بجو نه د ټولو سوداګریزو مرکزونو، بازارونو ، مارکیټونو او د ودونو د تالارونو یا شادي هالونو او د ماښام د شپږو بجو نه د پارکونو د تړلو پرېکړه کړې ده.

تاجران وايي، حکومت دې پر خپلې پرېکړې بیا فکر وکړي.

په پېښور کې د تاجرانو د اتحادیې یو مشر مجیب الرحمان د نومبر پر شپږمه مشال راډیو ته وویل، وار له مخې د کورونا د ټولبند له وجې د صوبې ټول خلک او په ځانګړي ډول کاروباري طبقه ځپل شوي او نوي بندیزونه به د هغوی ستونزې لا زیاتې کړي.

هغه وايي، د هوټلونو، رستورانتونو، پارکونو او شادي هالونه کاروبار یواځې د شپې چلېږي او پرې لګول شوي بندیزونه به کاروباریان ډېر خراب کړي.

پاکستاني چارواکي اندېښمن دي چې که بندیزونه عملي نه شول نو د کورونا دویمه څپه به خلک زیات خراب کړي.

د نومبر تر اوومې په پاکستان کې له ۳۴۱ زره نه زیات کسان کورونا ځپلي، ۶۹۴۳ یې وژلي خو ۳۱۷ زره نه زیات ترې بیرته ښه شوي دي.


په نړۍ کې د کورونا حالات

په داسې حال کې چې اروپايي هیوادونو د کورونا تر دویمه څپه وروسته بندیزونه بیا عملي کړي ، په اروپا کې له دې ناروغۍ څخه د مړو شمیر تر درې لاکهه اوښتی دی.

د خبري اژانس - ایسوسي اییټیډ پریس - د شمیرو تر مخه د وایرس له کبله تراوسه په اروپا کې دری لاکهه ، شپږ سوه او اته اتیا کسانو ژوند بایللی دی.

د اژانس په لیکنه، په دې کې تر ټولو زیات په برتانیا ، اټلي، فرانس، سپېن او روس کې مړه شوي دي.

په دې هیوادونو کې د ناروغانو د شمیر له ډیریدو سره پر هسپتالونو هم فشار ډیر شوی دی.

د جرمني د روغتیا وزیر خبرداری ورکړی چې په هسپتالونو کې د جدي ناروغانو په څانګه کې د رنځورانو شمیر یو په دوه شوی دی.

په فرانس کې د جدي ناروغانو په څانګو کې په ۸۵ فیصده کټونو د کورونا ناروغان پراته دي. په پولېنډ هیواد کې هم نیزدې ۳۰ زره کسان د درملنې لپاره هسپتالونو ته وړل شوي دي.

په روس کې هم حالت د خرابیدو پر لور روان دی. هلته تر اوسه ۱.۷ میلیونه کسان کورونا وهلي‌ دي.
چارواکي‌ وايي‌ چې یوازې د نومبر پر شپږمه هلته ۲۰ زره نور کسان په دې ناروغۍ اخته شوي دي.

XS
SM
MD
LG