د لاسرسي ځای

تازه خبر

سرکار دې مول نه وهونکي جرمانه کوي: ډاکټره سلما کونډۍ


د پېښور یوه ښوونځي مول وهلې زده کوونکې کور ته پر لار.
تصویر له ارشیفه (تاخچې)
د پېښور یوه ښوونځي مول وهلې زده کوونکې کور ته پر لار. تصویر له ارشیفه (تاخچې)

په پاکستان کې ډاکټران وایي په هېواد کې د کورونا وایرس د دوېمې څپې له وجې یوځل بیا په روغتونونو کې د دغه وایرس ناروغان زیات شوي دي.

پاکستان مېډیکل اسوسییېشن د روانې نومبر میاشتې پر اوومه نېټه په خپل یوه بیان کې ویلي حکومت دې د کورونا وایرس د مخنیوي پر احتیاطي لارښوونو سختي راولي او په ټولو ځایونو کې دې ماسک وهل ضروري وګرځوي.

د بیان د خپرېدو تر ورځې په ټول پاکستان کې له کوویډ-۱۹ څخه په څه باندې تېرو درېوو اونیو کې نهه ډاکټران هم مړه شوي دي او د یوشمېر نورو ټسټونه مثبت راغلي دي.

د اېبټ اباد نجونو مېډیکل او ډېنټل کالج پرنسپله او د پاکستان مېډیکل اسوسییېشن منتخبه مشره پروفېسر ډاکټر سلما اسلم کونډۍ وايي، په هېواد کې د کورونا وایرس زیاتېدونکیو ناروغانو اندېښمن کړي دي. دې د نومبر پر ۱۰مه له مشال راډیو سره په خبرو کې وویل، که ولس پر احتیاطي خبرو عمل نه کوي نو پکار ده حکومت په دې اړه سختي وکړي. مول یا ماسک وهل ضروري وګرځوي،که څوک یې نه اچوي باید پر هغوی لږه شان جرمانه ولګول شي، شادي هالونه او تعلیمې ادارې پرانستل هم د حکومت ناسمه فیصله ده. دا زیاتوي چې مثبت کېسونه زیاتیږي او حکومت د دویمې څپې لپاره پوره تیاری نه دی کړی.

ډاکټر سلما کونډۍ وايي دوی احتجاج نه کوو خو حکومت ته یې خپلې اندېښنې وړاندې کړي دي.

د خیبر پښتونخوا د ځوانو ډاکټرانو د سازمان مشر ډاکټر رضوان کونډي د نومبر پر ۱۰مه مشال راډیو ته وویل په هېواد او خیبر پښتونخوا کې په روانه میاشت کې د کورونا وایرس له وجې ځینې نور ډاکټران او په روغتونونو کې د صحت عملې یو شمېر غړیو ته کورونا وایرس لګېدلی دی.

نوموړی زیاتوي چې په ټوله صوبه کې څه نا څه ۵۰ ډاکټرانو ته کورونا شوې ده، او نن د نومبر پر ۱۰ هم په اېبټ اباد کې یو ډاکټر د کورونا وایرس له وجې مړ شوی.

ډاکټر رضوان دا هم وویل چې له ډاکټرانو او د روغتونونو له نورې عملې سره حفاظتي کټونه پوره نشته، ټولو ځانونو له پخپله بندوبست کوي او خلک دې خبرو ته هېڅ سنجیده نه ګوري.

د پېښور حیات اباد مېډیکل کمپلېکس یو ډاکټر ډاکټر لیاقت خان د نومبر پر ۱۰ مشال راډیو ته وویل اوس د صوبې په روغتونونو کې یو ځل بیا د کورونا وایرس د ناروغانو شمېر په زیاتېدو دی. (یوه میاشت وړاندې د صوبې په روغتونونو کې د کورونا وارډونه بلکل خالي شوي وو، خو اوس د پېښور په روغتونونو کې بیا د کورونا مریضان بستر شوي دي او ښايي یو ځل بیا په روغتونونو کې بیړنی حالت ولګول شي.))

د خیبر پښتونخوا د صحت وزیر تېمور سلیم جګړا د نومبر پر اتمه په پېښور کې خبریالانو ته ویلي وو کوشش یې دې چې د صوبې ټولو روغتونونو د کارکونکې عملې لپاره حفاظتي سامانونه ورکړي، نوموړي په دغه وخت وویل دوی د صحت لپاره څه نا څه ۱۵ اربه روپۍ مختص کړي دي چې د دغې زیاتره برخه به د کورونا وایرس پر مخنیوي لګول کیږي.

دا وخت د اسلام اباد، ترڅنګ د پنجاب او خیبر پښتونخوا په یو شمېر ښارونو او سیمو کې د کورونا وایرس د مخنیوي لپاره سمارټ ټولبند هم لګول شوی دی.

XS
SM
MD
LG