د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کورونا وایرس نوی واکسین نړۍ ته لوی زېری دی


دا اعلان په داسې حال کې وشو او هیلې یې وغوړولې چې د امریکا د ولسمشرۍ له انتخاباتو لا اوونۍ نه پوره کېږي.
دا اعلان په داسې حال کې وشو او هیلې یې وغوړولې چې د امریکا د ولسمشرۍ له انتخاباتو لا اوونۍ نه پوره کېږي.

د امریکا د درمل جوړولو فایزر کمپنۍ پرون اعلان وکړ چې د کورونا پر ضد د دوی له لوري جوړ شوی واکسین د دې وبا په وړاندې انسان په سلو کې ۹۰ ساتي.

دې کمپنۍ، د جرمني د بایون ټک کمپنۍ په ملګرتیا دا واکسین جوړ کړی او وروسته له دې چې دوه ځلې یې خلکو ته ورکړ، ثابته شوه چې د کورونا وایرس پرضد لویه دفاع رامنځته کوي.

فایزر کمپنۍ اعلان وکړ چې د کورونا پرضد د دوی واکسین د دې ویرس په سلو کې ۹۰ مخه نیسي.

دا اعلان په داسې حال کې وشو او هیلې یې وغوړولې چې د امریکا د ولسمشرۍ له انتخاباتو لا اوونۍ نه پوره کېږي.

فایزر کمپنۍ ویلي چې د هغو کسانو په منځ کې، چې له وړاندې یې د کورونا وایرس نه وي لرلی، دا واکسین ۹۰ سلنه اغېزمن دی او دا د بشریت او ساینس لپاره یو ستر زېری دی.

دا واکسین په ۶ هیوادونو کې پر څه باندې ۴۰ زره تنو ازمویل شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې په نړۍ کې روغتیايي موسسې او چارواکي وايي، د هر هغه واکسین جوړېدا، چې په سلو کې له ۵۰ تر ۷۵ پورې د کورونا وایرس په وړاندې اغېزمن وي، لوی لویه بریا ده.

تر دې دمه په نړۍ کې د درمل جوړولو ګڼې کمپنۍ هڅه کوي چې د کورونا وایرس پر ضد واکسین یا درمل جوړ کړي.

د فایزر کمپنۍ مرستیال رييس ډاکتر بیا ګربر اسوشیتید پریس خبري اژانس ته ویلي، دوی په داسې موقعیت کې دي چې د دې ناروغۍ د مخنیوي په برخه کې خلکو ته هیله ورکړي.

د دې کمپنۍ اجراییه ريیس ډاکتر البرت بورالا سي بیا د خپل واکسین بریالیتوب ته په اشاره ویلي چې دا د بشریت لپاره یوه لویه ورځ ده.

د کورونا وایرس پر ضد د واکسین د جوړېدو په صورت کې په نړۍ کې یو اعشاریه ۲۵ ملیونه انسانان له مرګه ژغورل کېدای شي.

د درمل جوړولو دې سترې امریکايي کمپنۍ فایزر د امریکا له حکومت سره یوه موافقه لاسلیک کړې چې پر اساس به یې دا شرکت مخکې تر دې چې واکسین یې د امریکا د خوړو او درمل جوړولو د ادارې له لوري تایید شي، ملیونونه ډوزه واکسین جوړ کړي.

د دې واکسین د جوړولو کار فایزر (Pfizer) کمپنۍ زرګونه ډوزه واکسین په بلجیم کې په خپلو تاسیساتو کې ساتي.

تر دې مخکې د امریکا د متحد ایالتونو د درمل جوړولو یوې کمپنۍ جانسن اینډ جانس چې د کویډ۱۹ناروغۍ پر واکسین یې له یوې مودې راهیسې ډېر کار کړی دی، خپلې ازموینې ځنډولي دي.

خو فایزر کمپنۍ له لومړي سره د خپل واکسین پر موثریت باورمنه وه، او ویلي یې و چې راتلونکی کال به یو ملیارد او ۳۰۰ ملیون ډوزه واکسین جوړ کړي. د دې کمپنۍ د مسوولانو په وینا هر تن دوه ډوزه واکسین ته اړتیا لري.

خو د فایزر کمپنۍ پرونی اعلان خامخا دا معنا نه لري چې واکسین سل په سلو کې تایید شوی او باوري دی.

د امریکا حکومت ویلي چې فایزر کمپنۍ ته به نژدې ۲ ملیارد ډالره ورکړي چې په دسمبر کې ۱۰۰ ملیون ډوزه واکسین وروسپاري.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG