د لاسرسي ځای

تازه خبر

واشنګټن وايي له اسلام اباد سره د خبرو "اصلي برخوال" د پاکستان "منتخب حکومت" دی


نېډ پرایس وویل د واشنګټن او اسلام اباد په خبرو کې افغانستان او امنیتي چیلېنجونه تل مهم موضوعات وي - پخوانی انځور.
نېډ پرایس وویل د واشنګټن او اسلام اباد په خبرو کې افغانستان او امنیتي چیلېنجونه تل مهم موضوعات وي - پخوانی انځور.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، په داسې حال کې چې د وزارت مرستیالې وېنډي شېرمن په وروستیو کې په واشنګټن کې د پاکستان د پوځ له مشر جنرال قمر جاوېد باجوه سره ولیدل، خو په دوه اړخیزه اړیکو کې د مذاکراتو "اصلي برخوال" د پاکستان "ملکي حکومت" دی.

د وزارت ویاند نېډ پرایس د اکتوبر ۱۱مه په واشنګټن کې د خبري غونډې پر مهال هغه ګونګوسې رد کړې چې ګواکې د پاکستان له سېلاب ځپلو سره د مرستو پیسې په سم ډول نه لګېږي.

ده وویل، امریکا د هغو پانګو نېږدې څار کوي او یو امریکايي پلاوي په سېپټېمبر کې د بلوچستان ۱۰ سېلاب ځپلو سیمو ته سفر وکړ.

پرایس د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، شېرمن په واشنګټن کې له جنرال باجوه سره ولیدل. د ده په خبره، حکومتي چارواکي یې چې کله هم له خپلو پاکستانیو همکارانو سره د لوړې کچې خبرو ته کښېني نو "افغانستان او امنیتي چیلېنجونه" یې تل مهم موضوعات وي.

پرایس زیاته کړه چې واشنګټن او اسلام اباد د امنیت، اقتصاد او د دواړو هېوادونو د ولسونو ترمینځ د اړیکو په ګډون شریکې ګټې لري خو پاکستان یو "منتخب حکومت" لري چې د خبرو اترو اصلي برخوال دی.

نوموړي دا څرګندونې پر داسې وخت کړې دي چې په پاکستان کې دا تاثر عام دی چې پوځ پر سیاسي، دفاعي او بهرنیو چارو د پام وړ نفوذ لري. البته، پوځ په بیا بیا ویلي دي چې له سیاسي چارو ځان لیرې ساتي.

خو جنرال باجوه په جولای کې د پیسو له نړیوال صندوق (ای اېم اېف) څخه پاکستان ته د پور د پروګرام د بل قسط ژر ورکولو په برخه کې له واشنګټنه مرسته غوښتې وه او په دې لړ کې يې د امریکا د بهرنیو چارو له مرستیالې وېنډي شېرمن سره هم خبرې کړې وې.

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) په وینا، جنرال باجوه د امریکا د شاوخوا یوې اوونۍ سفر پر مهال د هغه هېواد د دفاع له وزیر جنرال لایډ اسټن، د ملي امنیت له سلاکار جیک سولېوان او د بهرنیو چارو وزارت له مرستیالې وېنډي شېرمن سره په ملاقاتونو کې د "ګډو ګټو پر چارو، سیمه ییز امنیت" او په بېلابېلو برخو کې پر دوه اړخیزه همکاریو خبرې وکړې.

ای اېس پي ار وايي، د پوځ مشر د سېپټېمبر پر ۳۰مه د یوې اوونۍ په رسمي سفر واشنګټن ته ولاړ.

د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه په وروستي ځل په ۲۰۱۹ز کال کې د هغه وخت له وزیراعظم عمران خان سره په درې ورځني سفر امریکا ته تللی وو.

د پاکستان د پوځ اوسنی مشر په ۲۰۱۶ز کال کې ټاکل شوی وو او له قانون سره یې سم کاري موده په ۲۰۱۹ز کال کې پای ته ورسېده چې پخواني وزیراعظم عمران خان د ۲۰۲۲ز کال د نومبر تر پایه غځولې وه.

XS
SM
MD
LG