د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان سېلابونه: امريکا پاکستان ته د ۱۰ ميليونو ډالرو مرستو ورکولو اعلان کړی


د پاکستان د بهرنيو چارو وزير بلاول بوټو زرداري له خپل امريکايي سيال اېنتني بلېنکن سره په واشنګټن کې پر دوه اړخيزه اړيکو او همکارۍ غږېدلی ــ د ۲۰۲۲ز کال د سېپټېمبر ۲۶مې انځور
د پاکستان د بهرنيو چارو وزير بلاول بوټو زرداري له خپل امريکايي سيال اېنتني بلېنکن سره په واشنګټن کې پر دوه اړخيزه اړيکو او همکارۍ غږېدلی ــ د ۲۰۲۲ز کال د سېپټېمبر ۲۶مې انځور

امريکا پاکستان ته د خوړو د خونديتوب په برخه کې د ۱۰ ميليونو ډالرو مرستو ورکولو اعلان کړی دی.

د امريکا د بهرنيو چارو وزیر اېنتني بلېنکن پرون (د سېپټېمبر پر ۲۶مه) په واشنګټن کې له خپل پاکستاني سيال بلاول بوټو زرداري سره تر ملاقات وروسته په خبرې غونډه کې وويل چې هېواد يې له سېلاب ځپلو سره د مرستې لپاره وار له مخه پاکستان ته ۵۵ ميليونه ډالر ورکړي او اوس د خوړو د خونديتوب په برخه کې اضافي ۱۰ ميليونه د مرستې په توګه ورکوي.

هغه زیاته کړه چې پاکستان دا مهال تر يو مشکل وخت تېرېږي او امريکا د پخوا په ډول له دې هېواد او وګړو سره ولاړه ده.

د پاکستان چارواکي وايي چې له جون مياشتې راهيسې د زښتو بارانونو او سېلابونو له کبله تر ۱۶۰۰ زیات کسان مړه شوي او څه باندې ۳۳ ميليونه کسان ورڅخه اغېزمن شوي دي. دغه هېواد وايي چې سېلابونو يې اقتصاد ته شاوخوا ۲۸ اربه ډالر زیان رسولی دی.

د واشنګټن او اسلام اباد د اړيکو په اړه بلېنکن وويل چې امريکايي ادارو په تېرو دوو لسېزو کې د پاکستان ځوانانو ته بېلا بېل هنرونه ورزده کړي دي. ده زیاته کړه چې د دواړو هېوادونو ترمینځ اقتصادي تعلقات لا پیاوړي کېدای شي.

پر دې موقع بلاول بوټو زرداري د تازه مرستو په اعلانولو سره د امريکا مننه وکړه او اېنتني بلېنکن ته يې د پاکستان د سفر بلنه ورکړه.

هغه زیاته کړه چې په پاکستان کې د زرغون انقلاب (ګرين انقلاب) وخت دی او د امريکايي مرستو له لارې کېدای شي چې په هېواد کې يې چايېریال دوسته نوکريانې پېدا شي.

د بلاول په خبره، د سېلاب له کبله د خپل هېواد تباهي ته په پام سره د واشنګټن سفر کوي او د ده په وینا، پاکستان له هغو ۱۰ هېوادونو څخه يو دی چې د اب و هوا بدلون سخت ځپلی دی، سربېره پر دې چې هېواد يې د نړۍ يوازې صفر اعشاريه اته فيصده کاربن ګېسونه اخراجوي.

نوموړي بلېنکن ته وويل چې اسلام اباد غواړي چې د چاپېریال د انصاف پر اساس دې يې امريکا مرسته وکړي.

بلاول بوټو زرداري زیاته کړه، خوشحاله دی چې د امریکا او د پاکستان د بهرنيو چارو د وزارتونو ترمینځ سفارتکاري بېرته پیل شوې ده.

د خبرې غونډې پر مهال بلېنکن د افغانستان ذکر هم وکړ او وې ويل چې له تېرو دوو لسېزه راهيسې واشنګټن او اسلام اباد په ګډه غواړي چې په افغانستان کې سوله راشي او نن هم دواړه په دې هېواد کې د امن غوښتونکي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG