د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان وايي د سېلابونو له وجې نړیوالو مرستو ته اړتیا لري


پاکستاني چارواکي وايي، وروستیو سېلابونو ۳۳ ملیونه خلک متاثره کړي دي.
پاکستاني چارواکي وايي، وروستیو سېلابونو ۳۳ ملیونه خلک متاثره کړي دي.

د پاکستان وزیراعظم له یو امریکایي سفارتکار سره د لیدلو پر مهال ویلي چې هېواد یې د سېلابونو له وجې نړیوالو مرستو ته ضرورت لري.

د وزیراعظم له دفتره په یو بیان کې ویل شوې چې د سېپټېمبر پر اتمه په اسلام اباد کې شهباز شریف د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یو لوړپوړي چارواکي ډېرېک شولېت سره لیدلي. د بیان له مخې پر دغه وخت زیاتره خبرې په هغه هېواد کې د سېلابونو د نقصاناتو او له سېلاب ځپلو سره پر مرستو شوې دي.

دا په داسې حال کې ده چې حکومت وایي، د جون میاشتې راهیسې د پشکال بارانونو او سېلابونو له وجې د وژل شویو کسانو شمېر له ۱۳۵۵ نه اوښتی دی او نږدې ۱۳ زره کسان پکې ژوبل شوې دي. دغو سېلابونو په هغه هېواد کې ۳۳ ملیونه خلک متاثره کړي دي.

د پاکستاني چارواکو په وینا، ډېرېک شولېت ژمنه کړې چې هیواد به یې د سېلاب ځپلو خلکو سره مرستې وکړي. د خپل سفر پر مهال شولېت د پوځ له مشر جنرال قمر جاوید باجوه سره هم لیدلي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د پوځ د یو بیان له مخې د امریکایي ولسمشر جو بایډن انتظامیې پاکستان ته ۴۵۰ ملیونو ډالرو د اېف ۱۶ جنګي جازونو د مرمتي الاتو خرصولو د بحالۍ منظوري ورکړې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG