د لاسرسي ځای

تازه خبر

خیبر پښتونخوا کې زیاتره نجونه انټرنېټ ته رسايي نه لري


په پاکستان کې یو استاد یوې ماشومې ته د کمپیوټر تعلیم ورکولو پرمهال - انځور له ارشیفه
په پاکستان کې یو استاد یوې ماشومې ته د کمپیوټر تعلیم ورکولو پرمهال - انځور له ارشیفه

د ملګرو ملتونو ماشومانو د تعلیم او خیرښېګړې چارو اداره (یونېسېف) وايي، اوسمهال چې نړۍ له ډېجيټل یا برېښنايي دوره تېرېږي، په یوشمېر هېوادونو کې اربونه ماشومان، او په ځانګړي ډول نجونه ماشومانې، کمپیوټر، انټرنېټ او موبایل ټېلېفون ته لاسرسی نه لري چې له وجې یې هغوی د تعلیم او ژوند په ډګر کې د پرمختللیو هېوادونو له ماشومانو وروسته پاتې کېږي.

همدا لامل دی چې یونېسېف روان کال د "ماشومې نجونې د نړیوالې ورځې" په مناسبت د خپل کمپاین توجه هم دې ته ګرځولې ده چې په ډېجیټل دور کې نجونه انټرنېټ او ډېجیټل وسیلو ته لاسرسی ولري.

یونېسېف سږ کال د اکتوبر پر ۱۱مه د ماشومو نجونو نړیواله ورځ د "ډېجیټل نسل: زموږ نسل" تر سرلیک لاندې لمانځي او وايي، د کورونا وایرس جهاني وبا له امله د زده کړو، ګټې وټې او رابطو لپاره د ډېجیټل اسبابو استعمال زیات شو خو په نړۍ کې تر ۲۵ کلونو کم عمر لرونکي شاوخوا ۲،۲ اربه ماشومان او ځوانان په کورونو کې انټرنېټ نه لري، چې پکې زیات شمېر د نجونو دی.

په پېښور کې یوه نجلۍ په پوهنتون کې پر لیپ ټاپ کار کوي - انځور له ارشیفه
په پېښور کې یوه نجلۍ په پوهنتون کې پر لیپ ټاپ کار کوي - انځور له ارشیفه

د خیبر پښتونخوا د چارسدې د سکندر خان ډېرو د کلي یوه ماشومه سوها فرید ملک وايي چې د انټرنېټ، موبایل او لیپ ټاپ پر اهمیت خبر ده خو لاسرسی ورته نه لري. "زه هم غواړم چې له ما سره موبایل او انټرنېټ وي، چې ما ته په تعلیم کې اساني وي."

په اسلام اباد کې د 'عکس' په نوم د ډېجیټل میډیا له لارې د ښځو ځواکمنۍ او جنسي برابرۍ لپاره کار کوونکې څېړنیزې ادارې یوه چارواکې ښایسته یاسمین وايي، په پاکستان او په تېره په کلیوالو سیمو کې، زیات شمېر نجونه، کمپیوټر، انټرنېټ او جدید ډېجیټل وسایل نه لري او دا کمی د کورونا وایرس جهاني وبا پرمهال ډېر محسوس شو. "په پاکستان کې یوې غیر سرکاري ادارې، میډيا مېټرز فار ډېموکراسي، یوه سروې کړې وه. په هغې کې دې ته کتنه شوی وه چې هلته انټرنېټ ته د نجونو لاسرسی څومره دی. په هغې کې په ۱۰ کې شپږ داسې نجونه وې چې ویل یې چې د کورنۍ له خوا ورباندې ډېره پابندي ده او انټرنېټ نه شي استعمالولی. تاسو به کتلي هم وي زموږ له ډېرو نجونو سره موبایل فون هم نه وي او ورباندې ډېر بندېزونه وي. په خاصه توګه موږ په کووېډ-۱۹ [وبا] کې وکتل چې له چا سره انټرنېټ نشته نو څنګه به انلاین کلاسونه واخلي؟"

زه هم غواړم چې له ما سره موبایل او انټرنېټ وي، چې ما ته په تعلیم کې اساني وي.
سوها فرید ملک

کارپوهان وايي چې په ټولنه کې د محدودیتونو له امله نجونه نه شي کولای چې له هغو اسانتیاوو ګټه واخلي.

په چارسده کې یوې استادې مسرت تبسم مشال رېډیو ته وویل چې د دوی په کلي کې مشران خپل ماشومان د انټرنېټ او موبایل ټېلېفون کارونې ته نه پرېږدي چې له امله یې ډېرې تکړه نجونه له دغه سهولته محرومه دي. "د نن سبا دور ډېجیټل دی. خو زموږ مشران، زموږ د کلي خلک د نجونو په لاس کې موبایل لیدل یو غټ شرم او ګناه ګڼي. اګرچه زموږ نجونه ډېرې تکړه دي. په موبایل هره نجلۍ او هر ماشوم خپل ډېر مهم کارونه سر ته رسولی شي - که هغه تجارت وي که تعليمي سرګرمیانې."

یونیسیف وايي چې ډېجیټل خواندګي یا د کمپیوټر او انټرنېټ پوهنه د اقتصادي ودې، د هېوادونو ګټې او سوداګرۍ لپاره ډېره مهمه ده خو اوس هم په نړۍ کې د انټرنېټ په استعمال کې جنسي توپیر زیات شوی دی چې په ۲۰۱۳ز کال کې ۱۱ فیصده و او په ۲۰۱۹ز کې ۱۷ فیصده شو.

په اسلام اباد کې نجونو ماسکونه په مخ کړي او انلاین زده کړې کوي - انځور له ارشیفه
په اسلام اباد کې نجونو ماسکونه په مخ کړي او انلاین زده کړې کوي - انځور له ارشیفه

د رڼا چایلډ وېلفېیر فاونډېشن په نوم د ماشومانو د خیرښېګړې ناحکومتي اداره له ۲۰۱۶ز راهیسې په پېښور کې د بې وزله ماشومانو او په تېره د نجونو د تعلیم لپاره کار کوي. د ادارې چلوونکې مهوش مظهر مشال رېډیو ته وویل دوی د هلکانو ترڅنګ د نجونو پر کمپیوټر او انټرنېټ پوهنې توجه ورکوي ځکه چې له هغې په ټولنه کې د جنسي یا صنفي برابرۍ هدف نه شي تر لاسه کېدای. "د ډېجیټل خواندګۍ له پلوه زموږ پر دوو څیزونو توجه ده. نجونه چې موږ په سکولونو کې [داخلې کړو] نو هغوی ته هم موږ [د هلکانو په څېر] د انټرنېټ او لیپ ټاپ برابر سهولت ورکوو. ځکه چې" د کورونا وایرس جهاني وبا مخنیوي لپاره د ټولبند پر مهال چې "انلاین کلاسونه شروع شول نو نجونه خو پرېږده له هلکانو سره هم لیپ ټاپونه نه ول. نو رڼا [چایلډ وېلفېیر فاونډېشن] ته هغوی راځي او خپل انلاین کلاسونه اخلي. دویم دا چې موږ د سکول نجونو لپاره د ډېجیټل مارکېټېنګ (بازار موندنې) د یو کال کورس پیل کړی وو چې پکې موږ هغو نجونو ته ډېجیټل مهارتونه وښوول چې که ګنډل، نکریزې لګول یا نور څه کار یې زده وي، د فېسبوک او انسټاګرام [له لارې] ځان ته پیسې وګټلای شي. په دې کې تر ټولو کم عمره ماشومه د شپږم ټولګي وه. له هغو نجونو سره نه لیپ ټاپ شته او نه سمارټفون. خو هغوی رڼا ته راځي او خپلې ټولنیزې پاڼې فعالې ساتي."

موږ دا ځل د پرایمري او سیکنډري تعلیم په سطح په بجټ کې د ۹۷ انفارمېشن ټېکنالوژۍ لېبارټریو لپاره د سامان اخیستو منظوري ورکړې ده.
عایشه بانو

د خیبر پښتونخوا حکومت وايي، هڅه کوي چې ماشومې نجونه هم د هلکانو په څېر د ډېجیټل دور اسانتیاوو ته یو ډول لاسرسی ولري.

د صوبايي اسمبلۍ غړې عایشې بانو مشال راډیو ته وویل، حکومت نه یوازې د ۲۰۲۱-۲۲ مالي کال په بجټ کې د تعلیم لپاره زیاتې پیسې بېلې کړي بلکې ترڅنګ یې په ښوونځیو کې د کمپیوټر لېبارټریو او انټرنېټ سهولتونو برابرولو ته لومړیتوب ورکړی او غواړي چې نجونه هم ورته لاسرسی ولري. "موږ دا ځل د پرایمري او سیکنډري تعلیم په سطح په بجټ کې د ۹۷ انفارمېشن ټېکنالوژۍ لېبارټریو لپاره د سامان اخیستو منظوري ورکړې ده. له دې سره مو په [شاوخوا] ۱۳ ضلعو کې د 'درشل' په نوم مرکزونه پرانیستي دي چې په ترجیحي بنیادونو پکې موږ نجونو ته سهولتونه ورکوو. دا د دې لپاره دي چې نجونه په اسانۍ راشي او نه یوازې خپلې زده کړې وکړي بلکه له خپلو نوښتونو څخه نور خلک هم خبر کړي. په څلورو ضم شویو ضلعو کې چې مخکې پکې د انټرنېټ مسله وه، په ترجیحي بنیادونو به پکې دغه سهولت ورکوو. په دې کې مومند، باجوړ، خیبر او شمالي وزیرستان شامل دي."

د ملګرو ملتونو د ماشومانو اداره وايي، د نړۍ په شاوخوا ۶۶ فیصده هېوادونو کې له ساینس، ټیکنالوژۍ، انجینرۍ او ریاضۍ له څانګو د فارغو شویو نجونو شمېر تر ۱۵ فیصده کم دی.

کارپوهان وايي، حکومت باید داسې پالیسۍ جوړې کړي چې ورسره انټرنېټ ته لاسرسی اسانه شي او همداراز، میندې او پلرونه هم باید پوه شي چې انټرنېټ ته رسايي د نجونو د پرمختیا لپاره ډېره مهمه ده.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG