د لاسرسي ځای

تازه خبر

د نجونو نړیواله ورځ د پښتنو سیمو لپاره ډېر ارزښت لري: ملاله


د خېبرپښتونخوا د ښکلې سېلانۍ سيمې سوات ملاله یوسفزۍ هله نومیاتې شوه چې په ۲۰۱۰ز کال د امريکا نیويارک ټايمز د هغې پر ژوند ډاکومېنټري فلم جوړ کړ.
د خېبرپښتونخوا د ښکلې سېلانۍ سيمې سوات ملاله یوسفزۍ هله نومیاتې شوه چې په ۲۰۱۰ز کال د امريکا نیويارک ټايمز د هغې پر ژوند ډاکومېنټري فلم جوړ کړ.

د نجونو د حقونو مبارزه او د امن نوبل جايزه ګټونکې ملاله يوسفزۍ وايي، د نجونو نړيواله ورځ د پښتنو سيمو لپاره ډير ارزښت لري.

د دې په وینا دا ځکه چې ۱۳۰ ميليونه ماشومې لا هم سکولونه ته نه ځي.

ملالې يوسفزۍ د اکتوبر پر ۱۱مه د ماشومانو نجونو نړيوالې ورځې په مناسبت مشال راډيو ته په لېږلي غږیز پيغام کې ويلي چې د کورونا ناورغۍ له وجې دا وېره ده چې ۲۰ ميليونه نورې ماشومانې له تعليمه بې برخې شي.

په نړۍ کې د ماشومانو نجونو نړيواله ورځ د اکتوبر پر ۱۱مه لمانځل کېږي.

سږ کال د دې ورځې سرخط “زما غږ زموږ یو شان راتلونکی” دی. ملاله يوسفزۍ وايي په دې ورځ د نجونو د تعليم، برابرۍ او حقوقو خبره کول پکار دي.

د دې په وینا، دا باید يوازې تر خبرو محدود پاتې نه نشي بلکې پر دې عمل هم وشي. ملالې يوسفزۍ پر ميندو او پلرونو ټينګار کړی دی چې خپلې ماشومې نجونې سکولونو ته ولېږي او د خبرو کولو حق ورکړي.

نوموړې وويل “نن د نجونو د حقونو خبره کېږي، خپل اوازونه پورته کړئ، خپل حق لپاره خبرې وکړئ. د خپلو حقونو لپاره څيړنې وکړئ چې ستاسو څه حقونه دي. په اسلام کې په اساسي قانون کې ستاسې خبره شوې ده.”

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر پر خپله وېپاڼه لیکلي چې د دې ورځې د لمانځلو مقصد په ۱۹۹۵ز کال کې په چین کې د نړۍ د مشرانو لخوا شوې هغه ژمنې تازه کول دي چې حکومتونه به د برابرو حقونو خوندیتوب او پر نجونو د تشدد مخنیوي لپاره ټول ضروري اقدامات کوي.

ملالې يوسفزۍ د دې ورځې لمانځلو اړوند ویلي چې هره يوه نجلۍ دې پر خپل ځان باور وکړي او اوسني وخت کې ټولنينرې رسنۍ او نورې داسې لارې شته چې پرې اواز پورته کولای شي.

د خېبرپښتونخوا د ښکلې سېلانۍ سيمې سوات ملاله یوسفزۍ هله نومیاتې شوه چې په ۲۰۱۰ز کال د امريکا نیويارک ټايمز د هغې پر ژوند ډاکومېنټري فلم جوړ کړ.

ملالې به په سوات کې د تندلارو طالبانو د واک په وخت کې هلته روان حالات او د جينکو د تعليم حال د بي بي سي دپاره د بلاګ په شکل کې د ګل مکۍ په نوم وړاندې کول.

هغه په کال ۲۰۱۲م کې طالبانو هغه وخت په ډزو وويشته چې د سکول په ګاډي کې د نورو جینکو سره روانه وه.

هغه په سر ويشتل شوې خو بچ پاتې شوه. په ملاله یوسفزۍ شوی برید په ګرده نړۍ کې په پراخه کچ غندل شوی وو.

ملګرو ملتونو ملاله یوسفزۍ له ۲۰۱۰ څخه تر ۲۰۱۹ م کاله یانې د يویشتمۍ پېړۍ د دوهمې لسیزې یو نومیالۍ نجلۍ بللې وه.

ملګري ملتونه وايي، ملالې يوسفزۍ به لا په وړوکوالي د خپلې طالب علمۍ په زمانه کې د نجونو زدکړه لپاره ږغ پورته کاوه او د طالبانو ظلمونو به یې په ډاګه کول.

XS
SM
MD
LG