د لاسرسي ځای

تازه خبر

مومندو کې د انټرنیټ غوښتنه: نېږدې ۶۰ زره زده کوونکي ترې بې برخې دي 


د مومندو نقشه.
د مومندو نقشه.

په مومندو کې وخت په وخت زده کوونکو د انټرنیټ د تري جي او فور جي یا هغه انټرنیټ چې په کمپویټر او موبايل فون کې یې رفتار زیات وي، غوښتنې یې کړي، او ورسره د حکومت لخوا وعدې هم شوي، خو زده کوونکي وايي، دوی د کورونا وبا له وجې له یوه کال راهیسې پر کور دي، او آن لاين کلاسونه یې وي، خو دوی ترې بیا هم محرومه دي.

حمید الله خان د پېښور پوهنتون زده کوونکی دی، د ګل ورځې احتجاج پر مهال یې وویل، نهه میاشتې وشوې چې انلاین کلاس (زده کړې) یې نه دي اخیستې:

"دا موږ مجرمان یو؟ دلته یو بچی پر غلطه لار ولې ځي؟ دلته یو بچی ترهه ګر ولې جوړېږي؟ (دا ځکه) چې دلته فور جي او تري جي (انټرنیټ) نه شته، موږ خواست کوو، موږ بدماشان نه یو، خو ما ته دې دلته په ټېټه سترګه نه کتل کېږي، موږ د دې لپاره راوتلي یو چې موږ له دې خپل انساني حق راکړل شي."

بشپړه راپور دې غږ پر ځای کې اورېدای شئ.

تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:18 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

د پنډیالۍ سیمې سعید خان وايي، دغه سیمه په مومندو کې له ټولو زیاته پسمانده ده، چې په زیاتو برخو کې د انټرنیټ نه علاوه موبايل نیټورک هم کار نه کوي.

د احتجاج په دوران یې وویل، دوی که یو خوا د کورونا له وجې له یونیورسټیانو نه پر چوټي دي، نو بلخوا دوی یو وار بیا ځانله هاسټلونه نیولي او په هغه ځایونو کې په کرایه اوسېږي، چېرته چې انټرنیټ موجود دی.

نوموړي وايي:"تاسو ته معلومه ده چې د تري جي او فور جي انټرنیټ نه بغیر انلاین زده کړې ممکنه نه دي، دوی (حکومت پاکستان) خو مقبوضه کشمیر په (ټی وی چېنلونو) په بریکینګ نیوز کې چلوي، چې هغه ځای کې تري جي او فور جي بند دی، او سیګنل نه شته، خو دلته زما د مقبوضه کشمیر نه هم بد تر حالات دي، که دوی (حکومت) انټرنیټ زر تر زره واز یا خلاص نه کړو، نو موږ به احتجاجي مظاهرې په غلني او یکه غونډ کې هم کوو، سړک به هم بندوو، او د خپل حق لپاره به هر رقم ګام پورته کوو."

پېښور کې د انټرنېټ بحالۍ لپاره د قبایلي زده کوونکي مظاهرې
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:48 0:00

د مومندو د داسې ځوانانو چې سبقونه وايي، او غواړي انټرنیټ ته لاس رسی ولري، شمېر خو یې نه دی معلوم، البته د مومندو تعلیمي محکمې چارواکو په وینا چې په مومندو کې د زده کوونکو شمېر تر ۶۰ زرو زیات دی. په مومندو کې درې کالجونه د هلکانو او یو د جينکو لپاره جوړ دی، چې دغه کې بیا د لوړو زده کړو زده کوونکو شمېره ترڅلورو زرو ده. دغه شمېرې یوازې د هغه زده کوونکو دي چې د مومندو دننه په تعلیمي ادارو کې سبق وايي. د هغه زده کوونکو چې پېښور یا نورو ښارونو کې سبق وايي، شمېره یې نه ده معلومه.

دا چې انټرنیټ سهولت ولې مومندو ته نه ورکول کېږي، او که کوښښ وشي، نو تر کله ممکنه ده دغه سهولت ورکړل شي، دا پوښتنه مې د مومندو نه د قامي اسمبلۍ له غړي ساجد مومنده کړې.

نوموړي وايي:"په دې ۲۱ پېړۍ کې ځوانان د انټرنیټ له سهولته محرومه کېدل د خپګان خبره ده، خو دا مسله یوازې د سیاسی حکومت نه ده، بلکې نورې ادارې هم دلته کار کوي، او (د هغوی په وینا) چې دلته د سیکوریټي مسلې شته دي، کله چې دغه مسلې هوارېږي، د انټرنیټ راتګ به هم اسانه شي."

یاده دې وي چې په پخوانۍ فاټا او اوسنيو قبايلي ضلعو کې یوازې په باجوړ کې د تري جي او فور جي په نوم د انټرنیټ دغه سهولت موجود دی، خو د نورو قبايلي سیمو زده کونکې لا هم له دغه سهولته محرومه دي.

XS
SM
MD
LG