د لاسرسي ځای

تازه خبر

شمالي وزيرستان: د هدفي برید ښکار تن فاتحې ته تللی ملګری هم وژل شوی


پولیس وايي، د عمر په نوم ځوان په هرمز کې د خپل ملګري له فاتحې کور ته روان وو چې د حملې ښکار شو.
پولیس وايي، د عمر په نوم ځوان په هرمز کې د خپل ملګري له فاتحې کور ته روان وو چې د حملې ښکار شو.

په شمالي وزیرستان کې په ۲۴ ساعتونو کې دوه کسان په جلا، جلا هدفي بریدونو کې وژل شوي دي.

پولیس وايي، د جولای پر ۱۹مه وسله والو د میرلی په هرمز سيمه کې د عمر په نوم یو ځوان وویشت.

د میرلي تاڼې یو چارواکي او په میرامشا کې د استخباراتو یو افسر تر پېښې وروسته له رسنیو سره د اجازې نه لرلو له وجې د نومونو نه څرګندولو په شرط مشال راډیو ته وویل چې سمیع الله له بکاخېلو څخه ميرلي ته د خپل ملګري عمر فاتحې ته تللی وو چې د ستنیدو پر مهال "نامعلومو وسله والو" ورباندې ډزې وکړې او وتښتېدل.

د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې د شمالي وزيرستان استازي محسن داوړ د جولای پر ۱۹مه پر خپله ټوېټر پاڼه ليکلي چې په شمالي وزيرستان کې "په ۲۴ ساعتونو کې دوه ځوانان د هدفي وژنو ښکار شول." نوموړي زياته کړه چې هلته هدفي بريدونه "زيات" شوي دي.

د جولای ۱۹مې له پېښې سره په ۲۰۲۲ز کال کې په شمالي وزيرستان کې د هدفي بریدونو شمېر ۳۳ ته رسېدلی دی. د شمالي وزيرستان د پوليسو مشر فرحان خان تر پېښې وروسته مشال راډيو ته وويل چې د نامعلومه وسله والو پرضد يې مقدمه درج کړې او پلټنې يې پيل کړې دي.

په میرلي کې احتجاجي ناسته

په شمالي وزيرستان کې تازه هدفي بريدونه په داسې حال کې شوي چې په ميرلي کې ځايي ولس د جولای له ۱۷مې احتجاجي ناسته پيل کړې او له حکومته غوښتنه کوي چې په سيمه کې دې امن باوري کړي او د هدفي بريدونو مخه دې ونيسي.

په میرلي کې په شويو وروستيو بلدیاتي انتخاباتو کې د جمعیت علمای اسلام (ف) ډلې منتخب چېرمېن احمد سعید مشال راډیو ته ويلي چې دوی د جولای پر ۱۴مه په هدفي برید کې د هغه ګوند د ځايي مشر قاري سمیع الدین او منتخب کونسلر قاري نعمان په شمول د ټولو وژل شويو حساب غواړي او په دې عمل کې د ککړو کسانو د ګرفتارۍ غوښتنه کوي.

د احتجاجي ناستې یو بل ګډونوال خالد جان داوړ وايي چې په پرلتونو ستړي شوي، په وار وار يې د هدفي وژنو ضد لاریونونه کړي خو د نوموړي په وينا حکومت يې پر غوښتنو غور نه کوي.

نوموړي زياته کړه چې په سيمه کې دې امن باوري شي او پر امنيتي پوستو دې د پوځ پر ځای پوليس وګومارل شي. د هغه په وينا، دمګړۍ هلته هر سړی په ویره کې دی او هېڅوک ځان خوندي نه احساسوي.

د شمالي وزيرستان انتظامي مشر (ډېپټي کمېشنر) شاهد علي خان بيا ويلي چې له احتجاج کوونکو سره يې مذاکرات پيل کړي دي. نوموړی زياتوي چې پولیس او امنیتي ادارې په شریکه لګیا دي چې د ناامنۍ مخه ونیسي.

د شمالي وزيرستان په ميرلي کې ځايي ولس د ۲۰۲۲ز کال د جولای له ۱۷مې د هدفي بریدونو ضد احتجاجي ناسته پيل کړې ده.
د شمالي وزيرستان په ميرلي کې ځايي ولس د ۲۰۲۲ز کال د جولای له ۱۷مې د هدفي بریدونو ضد احتجاجي ناسته پيل کړې ده.

بلخوا د جولای پر۱۸مه د خيبر پښتونخوا په صوبايي اسمبلۍ کې حکومت مخالفه غړو په قبايلي سيمو کې د ناامنۍ او هدفي وژنو په اړه د بحث پر مهال اندېښنه څرګنده کړې او له حکومته يې غوښتنه کړې چې د وسله والو مخه ونیسي.

له شمالي وزیرستانه د صوبايي اسمبلۍ غړي میرکلام وزیر د اسمبلۍ تر غونډې وروسته مشال راډيو ته وويل چې د دوی د شمېرو له مخې په شمالي وزیرستان کې له ۲۰۱۸ز کال راهیسې تر اوسه تر ۴۵۰ زیات کسان په هدفي بریدونو کې وژل شوي دي. "په وژل شويو کې سياسي مشران، ځوانان، ديني عالمان او مدني فعالان شامل دي. موږ په اسمبلۍ کې غوښتنه وکړه چې حکومت دې د ناامنۍ دا مسله سنجېده واخلي."

بلخوا د خيبر پښتونخوا صوبايي وزیر شوکت یوسفزي د جولای پر ۱۸مه مشال راډيو ته وويل چې په صوبه کې د تېرو کلونو پرتله امنيت بهتره شوی او نور به هم ښه شي. "له افغانستان سره پر پوله د اغزن تار لګولو کار روان دی. حکومت او ادارو د امنيت ښه کولو لپاره کار ته دوام ورکړی او چې په هر ځای کې د وسله والو داسې پټنځایونه او حملې ویني نو کارروايي کوي. دا ځینې پېښي هم د همغه عملیاتو رد عمل وي."

په شمالي وزيرستان کې د زیاتره هدفي بريدونو ذمه وارۍ هېڅ وسله والې ډلې نه دي منلې او د پوليسو او پوځ له خوا د امنیت ټينګ ساتنې او د وسله والو د نيولو او وژلو پر وعدو سربېره هلته حملې دوام لري.

ځايي ولس وايي هلته هدفي بريدونو او د ناامنۍ نورو پېښو اندېښمن کړي دي.

د شمالي وزيرستان ځايي خلک وايي چې هلته له ۲۰۱۸ز کال راهيسې هدفي وژنې کېږي. د دوی په وينا په نښه شوي زیاتره ولسي وګړي دي او کله هم چا د دوی د وژلو ذمه واري نه ده منلې.

بلخوا پولیسو په بيا بيا ويلي چې دوی د هدفي وژنو پلټنې کوي خو تر اوسه یې څوک نه دي نيولي، البته پوليسو او امنيتي ځواکونو په وار وار ويلي چې دوی د وسله والو پرضد ځانګړو عملياتو ته دوام ورکړی او په عين حال کې يې د يوشمېر وسله والو د وژلو ادعاوې کړې دي.

په شمالي وزيرستان کې په ۲۰۱۴ز کال کې د پاکستان پوځ عمليات وکړل او وروسته يې سيمه له وسله والو پاکه اعلان کړه خو له تيرو څلورو کلونو راهيسې هلته هدفي وژنې پیل شوې چې تر ننه دوام لري.

ځايي خلک وايي چې وسله وال بيا منظم شوي دي. دوی په سيمه کې د هدفي وژنو او ناامنۍ پرضد په وار وار مظاهرې، پرلتونه او احتجاجي جلسې هم کړې دي.

بلخوا د پاکستان حکومت له تحريک طالبان پاکستان سره د سولې مذاکرات هم کړې دي. د دې مذاکراتو په نتيجه کې د دواړو خواوو ترمنځ شوی اوربند تر نامعلومې مودې غځول شوی دی خو بریدونه لا هم نه دې درېدلي.

په پاکستان کې د تحريک طالبان پاکستان پرته نورې وسله والې ډلې هم فعالې دي.

XS
SM
MD
LG