د لاسرسي ځای

تازه خبر

کراچۍ کې د وژلو شویو چینايي استادانو په یاد لاریون


زده کوونکو له حکومته غوښتنه وکړه چې د چینايي استادانو په وژنه اوبرید کې د ککړو کسانو پر ضد دې ګامونه پورته کړي.
زده کوونکو له حکومته غوښتنه وکړه چې د چینايي استادانو په وژنه اوبرید کې د ککړو کسانو پر ضد دې ګامونه پورته کړي.

د کراچۍ د کنفیوشیس انسټیټیوټ زده کوونکو د اپریل پر ۲۹مه، د خپلو وژلو شویو چینايي استادانو په یاد خاموشه مظاهره وکړه.

د سیند صوبې په کراچۍ پوهنتون کې، د اپریل پر ۲۶مه، يوه ځانمرګې حمله شوې وه چې پکې د درو چينايانو په ګډون څلور کسان وژل شوي وو. د کراچۍ پوهنتون لخوا رسنيو ته په ليږل شوي بيان کې ويل شوي وو چې په وژل شویو کې د دې پوهنتون د چينايي ژبې د زده کړې او کلتور د ودې د مرکز مشر، هووانګ ګويپينګ هم شامل دی. د دوو نورو وژل شويو چينايي وګړو نومونه ډينګ موپينګ او چين سای ښودل شوي وو.

له پاکستانه ازادۍ اخیستو لپاره وسله واله مبارزه کوونکې، ډلې بلوچ لیبرېشن ارمي د دې حملې زمه واري منلې وه. بلوچ ليبرېشن ارمي د دې مېرمنې نوم شاري بلوچ چې په برمش هم پېژندل کېده، یاد کړی.

د اپریل پر ۲۹مه، د کنفیوشیس انستيټیوټ زده کوونکو په کراچۍ کې د مظاهرې پر مهال له حکومته غوښتنه وکړه چې د چینايي استادانو په وژنه اوبرید کې د ککړو کسانو پر ضد دې ګامونه پورته کړي، خپلو تګلارو ته دې له سره کتنه وکړي او د دې پوښتنې ځواب دې ووايي چې ولې په بار بار دا ډول بریدونه ترسره کېږي؟

د کنفیوشیس انسټیټیوټ محصلین مظاهره کوي
د کنفیوشیس انسټیټیوټ محصلین مظاهره کوي

د کنفیوشیس انستيټیوټ یو زده کوونکي شاه رخ مشال راډیو ته وویل:

"زده کړه اسان ته پوهه ورکوي خو له بده مرغه دا برید د یوې داسې ښځې لخوا ترسره شوی چې اعلی تعلیم یې هم درلودلو، داسې باید نه وای شوي."

نوموړي وړاندې وویل، د ملک په اوسنیو حالاتو کې یو بل ته لاس ورکول پکار دي، دا د تاوتریخوالي د زیاتولو وخت نه دی.


د یاد انسټیټوټ یو بل محصل عبدالرحمان بیا په دې نظر دی چې حکومت له پکار دي، د بلوڅو بیلتون غوښتونکو سره روغه جوړه وکړي تر څو د داډول پېښو مخه ونیول شي. هغه وايي:

د کنفیوشیس انسټیټیوټ محصلین مظاهره کوي
د کنفیوشیس انسټیټیوټ محصلین مظاهره کوي

"د بلوڅو یوې ډلې د برید ذمه واري قبوله کړې، امنیتي ادارو او حکومت له پکار دي چې دوی د خبرو مېز ته راولي، د هغوی غوښتنې واوري او ورسره دې مذاکرات وکړي."

په کراچۍ کې د اپریل پر ۲۶مه، پر چینیانو له دغه بریده وروسته حکومت یوه پنځه کسیزه کمیټي هم جوړه کړې وه چې د یادې پېښې پلټنه وکړي.

د کراچۍ د پولیسو یو افسر د نوم پټ ساتلو په شرط مشال راډیو ته د اپریل پر ۲۹مه وویل، د ښار په بیلابېلو برخو کې یې چاپې پیل کړې دي او تر اوسه یې اووه کسان چې پرې دوی شک لري د شاري بلوچ سره به یې اړیکې درلودې او یا به یې هم ورسره مرسته کړې وي، نیولي دي. په دغو نیولو شویو کې څلور یې له لومړنیو پوښتنو ـ ګروېږنو وروسته خوشې کړل شوي خو له نورو تفتیش روان دی. خو پولیسو دا خبره په رسمي ډول نه ده کړې.

د بلوڅ وسله والو ډلو د زیاتېدونکو بريدونه لاملونه څه دي؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:25:41 0:00

دا لومړی ځل نه دی چې په پاکستان کې پر چينايي‌وګړو مرګوني بریدونه کيږي. چین په پاکستان کې پر خپلو اتباعو دا ډول بریدونه تل غندلي او تازه یې هم له پاکستانه غوښتي چې د دا ډول بریدونو مخه دې ونیسي او د پېښې تر شا لاس لرونکي کسان دې ونیسي.

چين او پاکستان په بلوچستان کې د اقتصادي راهداۍ پروژه پرمخ بيايي چې د ګوادر له بندره پيل او د پاکستان بېلابېلو ښارونو ته یې د سړکونو د جوړولو او نورو پروژو کارونه روان دي.

XS
SM
MD
LG