د لاسرسي ځای

تازه خبر

کراچۍ کې ۱ چينايي وګړی وژل شوی او ۲ ټپيان دي


پولیسو د سېپټېمبر پر ۲۸مه تر حملې وروسته کلېنېک کلابند کړ.
پولیسو د سېپټېمبر پر ۲۸مه تر حملې وروسته کلېنېک کلابند کړ.

د کراچۍ په صدر سيمه کې د چينايي وګړو پر يوه کلېنېک په ‌‌ډزو کې دوه چينايان ژوبل شوي او د هغوی د مالي چارو مسوول وژل شوی دی.

د کراچۍ د پولیسو یوه مشر اسد رضا د پېښې په ځای کې خبریالانو ته وویل چې د سېپټېمبر پر ۲۸مه په شوې حمله کې د غاښونو هغه کلېنېک په نښه شوی چې د پاکستان او چين دواړو تابعيت لرونکو وګړو وو.

د هغه په وينا، د برید ښکار شوې چینایۍ ښځه او مېړه له تېرو درې لسيزو راهیسې په کراچۍ کې اوسي.

د حملې ذمه واري چا نه ده منلې خو رضا وویل، پلټنې یې پیل کړې دي.

د پولیسو چارواکي اسد رضا د انګرېزۍ ژبې ډان ورځپاڼې ته ویلي چې بریدګر د ناروغ په بڼه کلېنېک ته تللی وو او هلته یې پر چینایانو ډزې وکړې.

تر پېښې وروسته پولیسو په یوه بیان کې ویلي چې په برید کې ۲۵کلن رونېل ډي رېمنډ چاو وژل شوی او ۷۴ کلن رېچرډ او ۷۲ کلنه مارګرېټ ژوبل دي.

پوليس د پېښې ځای ته رسېدلی او وايي چې د بریدګر په لټون دي
پوليس د پېښې ځای ته رسېدلی او وايي چې د بریدګر په لټون دي

تر دې مخکې هم په پاکستان کې پر چينايي وګړو بريدونه شوي دي چې د زیاترو ذمه وارۍ بلوڅ بېلتونپالو ډلو منلې دي. وروستی حمله په کراچۍ پوهنتون کې د چين د ژبو او کلتور د ودې پر مرکز شوې وه.

د ۲۰۲۲ز کال د اپرېل پر ۲۶مه شوې هغه ځانمرګی بريد د شاري بلوچ په نوم يوې ښځې کړی وو چې پکې درې چينايي استادان او د هغوی پاکستانی ډرېور وژل شوی ول.

د هغې حملې ذمه واري بېلتونپالې ناقانونه وسله والې ډلې بلوچ لېبرېشن ارمي منلې وه.

بلوڅ بېلتونپالې ډلې تور پورې کوی چې چينايان د پاکستان حکومت په مرسته د بلوچستان پر وسايلو د قبضې هڅې کوي او دوی اعلان کړی چې د هغوی پر ګتو به بريدونه کوي.

XS
SM
MD
LG