د لاسرسي ځای

تازه خبر

پنجاب اسمبلي د جولای پر ۲۲مه اعلاوزیر منتخبوي


په پنجاب اسمبلۍ کې د اعلاوزیر منتخبولو لپاره د ۱۸۶ غړو د رایو اړتیا وي - پخوانی انځور.
په پنجاب اسمبلۍ کې د اعلاوزیر منتخبولو لپاره د ۱۸۶ غړو د رایو اړتیا وي - پخوانی انځور.

ټاکل شوې چې د پنجاب اسمبلۍ غړي پر داسې مهال د اعلاوزیر د منتخبولو لپاره رایې واچوي چې په هغه صوبه کې د جولای پر ۱۷مه پر ۲۰ څوکیو ضمني انتخابات وشول او ۱۵ څوکۍ مخالفه ګوند تحریک انصاف وګټلې.

د پنجاب اسمبلۍ پر ووبپاڼه په بیان کې راغلي چې د وزیراعلا منتخبولو لپاره غونډه د جولای پر ۲۲مه مازیګر څلور بجې پیلېږي. د وزیراعلا څوکۍ لپاره اوسنی اعلاوزیر حمزه شهباز د مسلم لیګ (ن) او د پیپلز ګوند او جمعیت علمای اسلام (ف) په ګډون د ملګرو ګوندونو امېدوار دی. بلخوا تحریک انصاف ګوند د مسلم لیګ (ق) سیاستوال او د اسمبلۍ سپیکر چودري پروېز الهي نوماند کړی دی.

پنجاب اسمبلي ټول ۳۷۱ غړي لري او د اعلاوزیر منتخبولو لپاره د ساده اکثریت یعنې ۱۸۶ غړو د رایو اړتیا وي.

د پنجاب اوسنی اعلاوزیر حمزه شهباز د مسلم لیګ (ن) او ملګرو ګوندونو نوماند دی - پخوانی انځور.
د پنجاب اوسنی اعلاوزیر حمزه شهباز د مسلم لیګ (ن) او ملګرو ګوندونو نوماند دی - پخوانی انځور.

د اعلاوزیر د انتخاب امر د پاکستان سپریم کورټ د جولای پر لومړۍ نېټه تر هغې وروسته کړی وو چې پاکستان تحریک انصاف او مسلم لیګ (ق) د اوسني اعلاوزیر حمزه شهباز انتخاب چیلېنج کړی وو. سپریم کورټ په امر کې ویلي ول چې تر بیا انتخاباتو پورې به شهباز خپلې دندې ته دوام ورکوي.

د روان کال د اپرېل پر ۱۶مه په پنجاب اسمبلۍ کې د پخواني اعلاوزیر عثمان بزدار د ځای ناستي د ټاکلو لپاره رایې اچول شوې وې چې پکې د پاکستان تحریک انصاف ۲۵ منحرفو غړو حمزه شهباز ته رایې ورکړې وې او نوموړی د ټولو ۱۹۶ رايو په ګټلو وزیراعلا منتخب شوی وو.

تحریک انصاف ګوند د مسلم لیګ (ق) د چودري پروېز الهي د نوماندۍ ملاتړ کوي - پخوانی انځور.
تحریک انصاف ګوند د مسلم لیګ (ق) د چودري پروېز الهي د نوماندۍ ملاتړ کوي - پخوانی انځور.

د حمزه شهباز په مقابله کې د تحریک انصاف له خوا د ګوند اتحادي مسلم لیګ (ق) یو مشر چودري پروېز الهی د هغې څوکۍ لپاره نوماند وو.

پروېز الهي د هغو ۲۵ غړو د وفادارۍ بدلولو پرضد غوښتنليک دایر کړی وو چې پينځه غړي يې پر ځانګړو څوکيو ټاکل شوي ول. پاکستان سپريم کورټ د نوموړي د غوښتنليک منلی وو او ویلي يې ول چې که یو غړی د خپل سیاسي ګوند د خوښې پرته رايه ورکړي نو نه به شمارل کېږي.

د سپريم کورټ تر امر وروسته د پاکستان انتخاباتي کمېشن د جولای پر ۱۷مه د پنجاب صوبايي اسمبلۍ لپاره پر خالي ۲۰ څوکيو ضمني انتخابات وکړل چې ورځخه یې ۱۵ پاکستان تحریک انصاف، څلور یې واکمن مسلم ليګ (ن) او یوه څوکۍ خپلواکه یا ازاد نوماند وګټله.

پنجاب صوبه د اپرېل پر ۱۰مه نیمه شپه د پخواني وزیراعظم عمران خان له دندې تر ګوښه کېدو وروسته د سیاسي بحران ښکار ده. په هغه صوبه کې د خان تحریک انصاف ګوند واکمن وو خو په مرکز کې یې د حکومت تر ختمېدو وروسته چې مسلم لیګ (ن) په پنجاب کې د خپل حکومت جوړولو هلې ځلې پیل کړې نو په اسمبلۍ کې د تحریک انصاف یوشمېر غړي هم ورسره ملګري شول.

خو د مسلم لیګ (ن) مخالفه ګوندونو خپلو هڅو ته دوام ورکړ او همداراز، د صوبې ګورنر عمر سرفراز چیمه هم د حمزه شهباز انتخاب یې "غیرقانوني" بللی وو. د دې له وجې نوموړي تر شاوخوا نیمې میاشت ځنډ وروسته د اپرېل په پای کې د اعلاوزیر په توګه لوړه وکړه.

XS
SM
MD
LG