د لاسرسي ځای

تازه خبر

پنجاب کې تر ضمني انتخاباتو وروسته د رایو شمېر روان دی


د جولای پر ۱۷مه راولپېنډۍ په کلر سیدان کې یوشمېر ووټران د خپلو رایو اچولو لپاره په قطار کې ولاړ دي.
د جولای پر ۱۷مه راولپېنډۍ په کلر سیدان کې یوشمېر ووټران د خپلو رایو اچولو لپاره په قطار کې ولاړ دي.

د پاکستان د پنجاب صوبايي اسمبلۍ پر ۲۰ څوکیو د ضمني انتخاباتو په لړ کې خلکو خپلې رایې وکارولې.

د ووټ اچولو بهیر د جولای پر ۱۷مه سهار اته بجې پیل شو چې بې له ځنډه د مازیګر تر پینځو پورې روان وو.

د پاکستان د کورنیو چارو وفاقي وزیر رانا ثناالله ویلي دي چې په ټوله صوبه کې انتخابات په سم ډول ترسره شول. نوموړي د جولای پر ۱۷مه خبري غونډې ته وویل چې له څه د پاسه ۳،۰۰۰ پولېنګ سټېشنونو څخه یې یوازې په ۱۴ هغو کې د تاوتریخوالي او نښتو پېښې وشوې.

نوموړي په خبرو کې د پولیسو "بې پرېوالی" وستایه او زیاته یې کړه چې تر ۴۰ فیصده زیاتو خلکو په انتخاباتو کې خپلې رایې کارولې دي چې دا د ضمني انتخاباتو په لړ کې یو "بېساری" شمېر دی. په پاکستان کې عموماً کم خلک په ضمني انتخاباتو کې رایې کاروي.

تر انتخاباتو مخکې د پاکستان د انتخاباتو کمېشن ویلي ول چې د صوبايي اسمبلۍ د انتخاباتو لپاره یې د رایې ورکولو ټول ۳،۱۳۱ مرکزونه فعال کړي ول.

په پنجاب کې د کمېشن مشر سعید ګل د جولای پر ۱۵مه په لاهور کې رسنیو ته ویلي ول چې له هغو پولېنګ سټېشنونو یا مرکزونو څخه یې ۱،۱۹۴ له امنیتي پلوه حساس او ۶۷۶ یې ډېر حساس ګرځولي دي.

نوموړي وویل چې په هغو مرکزونو کې د ګډوډۍ مخنیوي او د امنیت ټینګښت لپاره د نورو پرتله اضافي امنیتي سرتېري ځای پر ځای شوي ول.

په همدې حال کې د واکمن مسلم لیګ (ن) او مخالفه ګوند پاکستان تحریک انصاف مشرانو او مخکښه سیاستوالانو پر یو بل د زور او ځواک کارونې تورونه پورې کړې دي.

د پاکستان تحریک انصاف مشر او پخواني وزیراعظم عمران خان د ووټونو اچولو عمل له سر ته رسېدو سره سم تور پورې کړ چې د "پنجاب حکومت د درغلۍ لپاره دولتي ادارې او کارکوونکي کارولي" دي.

نوموړي پر ټوېټر په بیان کې ویلي چې حکومت په دې ډول د شفافه انتخاباتو کولو په اړه "سپریم کورټ د امر سرغړونه" کړې ده.

عمران خان پر صوبايي حکومت تور پورې کړی دی چې کارکوونکو یې په "ناقانونه توګه د رایې ورکونې پر کاغذونو مهرونه لګولي، ووټ ورکوونکي یې ځورولي" او د پاکستان تحریک انصاف "مشران یې ګرفتاره" کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې پولیسو د پنجاب په مظفرګړ کې د تحریک انصاف یو مشر شهباز ګېل ونیو. د پنجاب د کورنیو چارو وزیر عطاالله تارړ د جولای پر ۱۷مه وویل چې نوموړي د اېف سي سرتېرو په وردۍ کې ځینې کسان له ځان سره د رایو ورکولو مرکز ته بیولي ول خو هغه وسله وال د هغه ساتونکي ول او له اېف سي سره یې هېڅ تړاو نه وو.

د هغه ځواک مشر صلاح الدین مسید د پاکستان جیو نیوز ټېلېوېژن ته ویلي دي چې ګېل ته یې خپل سرتېري نه ول ورکړي.

د پاکستان تحریک انصاف مشر عمران خان او د ګوند مخکښو سیاستوالانو پر ټوېټر په بیانونو کې د شهباز ګېل د ګرفتارۍ غندنه کړې.

اخوا د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف پر عمران خان د "واک" تر لاسه کولو لپاره د ځواک کارونې سیاست کولو تور پورې کړی دی.

شریف د جولای پر ۱۷مه پر ټوېټر په بیان کې لیکلي دي چې پاکستان تحریک انصاف ګوند د عمران خان تر "مستقیمې مشرۍ لاندې د ملي ادارو د بدنامولو اود پاکستان کمزوري کولو منظم کیمپېن چلولی." شریف زیاته کړې چې د عمران خان "هره وینا ثابتوي" چې نوموړی د لوړپوړې ملکي دندې "اهل" نه دی.

د انتخاباتي کمېشن چارواکي په ووټر لېسټونو کې د رایې اچوونکو نومونه ګوري - د جولای ۱۷مې انځور.
د انتخاباتي کمېشن چارواکي په ووټر لېسټونو کې د رایې اچوونکو نومونه ګوري - د جولای ۱۷مې انځور.

په پاکستان کې د انتخاباتو پر مهال پر وخت کله نا کله د سیالو کاندیدانو د پلویانو ترمینځ د اخ و ډب او تاوتریخوالي پېښې کېږي چې له وجې یې نه یوازې د ووټ اچولو عمل ګډوډېږي بلکې په ځینو وختونو کې د مرګ ژوبلې لامل هم شي. د همدې له وجې بیا د هغو مرکزونو د انتخاباتو نتیجې لانجمنې شي او ځنډېږي.

سعید ګل د جولای پر ۱۵مه ویلي ول چې وار له مخه یې د پاکستان د انتخاباتي کمېشن د ضابطه اخلاق د سرغړونو پر سر د ۵۷۷،۰۰۰ روپیو جرمانې لګولې دي او د هوايي ډزو د پینځو پېښو نوټسې یې اخیستې دي.

نوموړي رسنیو ته په وینا کې دا هم وویل چې د رایو ورکولو حساس مرکزونه د څارګرو یا سي سي ټي وي کیمرو له لارې څاري.

د انتخاتو له پیلېدو سره سم، د پاکستان د انتخاباتو کمېشن مشر سکندر سلطان راجا د پنجاب پر ولس غږ وکړ چې په بهیر کې دې برخه واخلي او د خپلې خوښې نوماندانو ته رایه ورکړي. انتخاباتي کمېشن د جولای پر ۱۷مه پر ټوېټر په بیان کې ویلي چې اوسني انتخابات به نه یوازې جمهوریت قوي کړي بلکې په ملک کې به هم د کرارۍ لامل شي.


هلته د انتخاباتو له پیلېدو سره سم، د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف په بیان کې وویل چې "ووټ" د ولس "طاقت" دی نو ځکه دې خلک مرکزونو ته ولاړ شي او خپلو نوماندانو ته دې رایې ورکړي.

نوموړي د جولای پر ۱۷مه پر ټوېټر په بیان کې پر ولس غږ وکړ چې د ووټ "له ځواک سره دې د انتشار، کرکې او وېش سیاست رد" کړي.

په پاکستان کې اکثر وخت بایلونکي نوماندان د انتخاباتو د نتیجو له منلو منکرېږي او پر بریالي امېدوار د درغلۍ تورونه پورې کوي. خو د انتخاباتو کمېشن صوبايي مشر سعید ګل هوډ څرګند کړی چې ضمني ټاکنې په شفافیت ترسره کوي.

پنجاب کې ضمني انتخابات روان دي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:27 0:00

د پنجاب اسمبلۍ پر ۲۰ څوکیو دا انتخابات تر هغې وروسته کېږي چې د پاکستان انتخاباتي کمېشن د ۲۰۲۲م کال د مې پر ۲۰مه د تحریک انصاف د هغو ۲۵ غړو رکنیت ختم کړ چې د وزیراعلا ټاکنو لپاره یې د مسلم لیګ (ن) نوماند حمزه شهباز ته رايه ورکړې وه.

کمېشن دا ګام د سپریم کورټ تر هغې پرېکړې یوه اوونۍ وروسته اخیستی وو چې پکې عدالت ویلي ول چې که یو غړی د خپل سیاسي ګوند "له خوښې پرته رايه" ورکړي نو "نه به شمارل" کېږي.

د پنجاب اسمبلۍ سپیکر چودري پروېز الهي د هغو غړو د وفادارۍ بدلولو پرضد غوښتنلیک دایر کړی وو.

د پاکستان تحریک انصاف د "منحرفو ۲۵ غړو" د رایو په نتیجه کې د مسلم لیګ (ن) ډلې حمزه شهباز د پنجاب وزیراعلا منتخب شوی وو. نوموړي د اپرېل پر ۱۶مه د پنجاب صوبايي اسمبلۍ د ۱۹۶ غړو رایې تر لاسه کړې وې. خو پاکستان تحریک انصاف او مسلم لیګ (ق) لاهور های کورټ ته درخواست وکړ چې د حمزه شهباز انتخاب دې غیرقانوني وګرځوي.

های کورټ د جون پر ۳۰مه حکم وکړ چې په صوبايي اسمبلۍ کې اچول شوې رایې دې د تحريک انصاف له هغو غړو بغير بیا حساب شي چې د خپل ګوند د دريځ پر خلاف یې حمزه شهباز شريف ته ورکړې وې. عدالت دا هم ویلي ول چې که د تحريک انصاف له منحرفو ۲۵ غړو بغير د حمزه شهباز د ټاکلو لپاره اړینې ۱۸۶ رایې پوره نه شي نو بيا به انتخابات کېږي.

خو تحریک انصاف او مسلم لیګ (ق) د عدالت پرېکړې ضد سپریم کورټ ته ولاړل. د پاکستان تر ټولو ستر عدالت د جولای پر لومړۍ نېټه په فیصله کې حمزه شهباز پر خپله دنده برقرار وساته او امر یې وکړ چې د پنجاب د اعلا وزیر لپاره دې د جولای پر ۲۲مه انتخابات وشي.

د پاکستان پنجاب صوبه د اپرېل پر ۱۰مه نیمه شپه د پخواني وزیراعظم عمران خان له دندې تر ګوښه کېدو وروسته د سیاسي بحران ښکار ده. په هغه صوبه کې د خان تحریک انصاف ګوند واکمن وو البته په مرکز کې یې د حکومت تر ختمېدو وروسته چې مسلم لیګ (ن) په پنجاب کې د خپل حکومت جوړولو هلې ځلې پیل کړې نو په اسمبلۍ کې د تحریک انصاف یوشمېر غړي هم ورسره ملګري شول.

خو د مسلم لیګ (ن) مخالفه ګوندونو خپلو هڅو ته دوام ورکړ او همداراز، د صوبې ګورنر عمر سرفراز چیمه هم د حمزه شهباز انتخاب یې "غیرقانوني" بللی وو. د دې له وجې نوموړي تر شاوخوا نیمې میاشت ځنډ وروسته د اپرېل په پای کې د اعلاوزیر په توګه لوړه وکړه.

XS
SM
MD
LG