د لاسرسي ځای

تازه خبر

های کورټ: د پنجاب اعلاوزیر انتخاب لپاره دې اچول شوي ووټونه بیا حساب شي


حمزه شهباز شریف د اپرېل پر ۱۶مه د پنجاب اعلاوزیر منتخب شوی وو - پخوانی انځور.
حمزه شهباز شریف د اپرېل پر ۱۶مه د پنجاب اعلاوزیر منتخب شوی وو - پخوانی انځور.

لاهور های کورټ حکم کړی چې د پنجاب وزيراعلا د ټاکلو لپاره په صوبايي اسمبلۍ کې اچول شوې رایې دې د تحريک انصاف له هغو غړو بغير بیا حساب شي چې د خپل ګوند د دريځ پر خلاف یې حمزه شهباز شريف ته ورکړې وې.

حمزه شبهاز د اپرېل پر ۱۶مه د پنجاب په صوبايي اسمبلۍ کې د ۱۹۶ رايو په ګټلو د وزیراعلا په توګه منتخب شوی وو.

خو های کورټ د جون پر ۳۰مه په خپله پرېکړه کې ويلي چې که د تحريک انصاف له منحرفو ۲۵ غړو بغير د حمزه شهباز د ټاکلو لپاره اړینې ۱۸۶ رایې پوره نه شي نو بيا به انتخابات کېږي.

د پنجاب اسمبلي د ووټونو بیا شمېرلو لپاره د جولای پر لومړۍ نېټه غونډه کوي.

د حمزه شهباز شريف د وزيراعلا کېدو پر ضد د هغه مخالف کاندید پروېز الهي په عدالت کې درخواست جمع کړی وو. نوموړي ويلي ول چې له قوانينو سره سم چې د یو ګوند د اسمبلۍ غړي یې د امېدوار په مخالفت کې رایې ورکړي، هغه باید حساب نه شي.

د پاکستان انتخاباتي کمېشن د مې پر ۲۳مه په پنجاب اسمبلۍ کې د تحريک انصاف د ۲۵ سیاستوالانو غړيتوب ختم کړی وو ځکه چې هغوی د ګوند د دريځ برعکس د وزيراعلا لپاره د تحريک انصاف ملاتړ لرونکي نوماند پروېز الهي پر ځای د مسلم ليګ (ن) امېدوار حمزه شهباز رایه ورکړې وه.

د ټاکنو خپلواک کمېشن په يوه اعلاميه کې ويلي ول چې له قانون سره سم، که یو سیاستوال د خپل ګوند خلاف ودرېږي د هغه رایې نه شمېرل کېږي او د سرغړونې په صورت کې د اسمبلۍ غړی هم نه پاتې کېږي.

د پاکستان پنجاب صوبه د اپرېل پر ۱۰مه نیمه شپه د پخواني وزیراعظم عمران خان له دندې تر ګوښه کېدو وروسته د سیاسي بحران ښکار ده. په هغه صوبه کې د خان تحریک انصاف ګوند واکمن وو خو په مرکز کې یې د حکومت تر ختمېدو وروسته چې مسلم لیګ (ن) په پنجاب کې د خپل حکومت جوړولو هلې ځلې پیل کړې نو په اسمبلۍ کې د تحریک انصاف یوشمېر غړي هم ورسره ملګري شول.

خو د مسلم لیګ (ن) مخالفه ګوندونو خپلو هڅو ته دوام ورکړ او همداراز، د صوبې ګورنر عمر سرفراز چیمه هم د حمزه شهباز انتخاب یې "غیرقانوني" بللی وو. د دې له وجې نوموړي تر شاوخوا نیمې میاشت ځنډ وروسته د اپرېل په پای کې د اعلاوزیر په توګه لوړه وکړه.

XS
SM
MD
LG