د لاسرسي ځای

تازه خبر

انتخاباتي کمیشن په پنجاب اسمبلۍ کې د تحریک انصاف د ۲۵ غړیو رکنیت ختم کړی


د پاکستان تحریک انصاف د منحرفو ۲۵ غړیو د رایو په نتیجه کې د مسلم لیګ ن حمزه شهباز د پنجاب وزیراعلا منتخب شوی وو.
د پاکستان تحریک انصاف د منحرفو ۲۵ غړیو د رایو په نتیجه کې د مسلم لیګ ن حمزه شهباز د پنجاب وزیراعلا منتخب شوی وو.

د پاکستان انتخاباتي کمیشن په پنجاب اسمبلۍ کې د تحریک انصاف د هغه ۲۵ غړیو رکنیت ختم کړی دی چې د وزیراعلا جوړیدو لپاره یې د مسلم لیګ ن حمزه شهباز ته رايه ورکړې وه.

دا پریکړه د مې پر ۲۰مه په داسې حال کې راغلې ده چې سپریم کورټ تیره اونۍ د آیین د ارټیکل ۶۳ د تشریح په اړه د یو صدارتي ریفرنس په ځواب کې په یوه فیصله کې وویل چې که یو غړی د خپل سیاسي ګوند له خوښې پرته رايه ورکړي نو نه به شمارل کیږي.

د پاکستان تحریک انصاف د منحرفو ۲۵ غړیو د رایو په نتیجه کې د مسلم لیګ ن حمزه شهباز د پنجاب وزیراعلا منتخب شوی وو.

تحریک انصاف او مسلم لیګ ق د لاهور هايي کورټ ته خواست کړی وو چې د حمزه شهباز انتخاب غیرقانوني وګرځوي.

د دې غړیو له خوا د وفادارۍ بدلولو پرضد ریفرنس د پنجاب اسمبلۍ سپیکر چوهدري پرویز الهي لیږلی وو.

د پاکستان انتخاباتي کمیشن د مې په ۱۷ په ریفرنس خپله فیصله محفوظ ساتلې وه او ویلي یې وو چې دا پریکړه به په راتلونکي چارشنبه کوي خو بیا یې دغه اعلان ځنډولی وو.

د انتخاباتي کمیشن له خوا د ۲۵ غړیو د رکنیت ختمیدو سره د پنجاب وزیراعلا په اسمبلۍ دننه اکثریت بایللی دی ، او په صوبه کې یو نوی سیاسي بحران رامنځ ته شوی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG