د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان: سپريم کورټ د پنجاب د اعلا وزير لپاره د جولای پر ۲۲مه د بیا انتخاباتو امر کړی


د پاکستان سپریم کورټ دم ګړۍ ته د وزیر اعلا په توګه د حمزه شهباز شریف د برقرار ساتلو پرېکړه کړېده.

سپریم کورټ بل لوري ته دا امر هم کړی دی چې د جولای پر ۲۲مه دې د اعلا وزیر د ټاکلو لپاره په اسمبلۍ کې بیا رایې واچول شي.

د جولای پر لومړۍ نېټه د سپریم کورټ چیف جسټس عمر عطا بندیال په مشرۍ درې کسیزه جرګګۍ د پنجاب د اعلا وزیر د انتخاب په اړه د تحریک انصاف او مسلم لیګ (ق) لخوا د دایر کړل شوي درخواست اورېدنه وکړه. دغه درخواست د لاهور هایکورټ د جون ۳۰مې د پریکړې خلاف جمع شوی وو.

د لاهور های کورټ تر دې وړاندې د پنجاب د اعلا وزیر انتخاب کالعدم ګرځولی وو او امر یې کړی وو چې د رایو بیا شمېرنه دې وشي. عدالت ویلي وو چې د تحریک انصاف د منحرفو شویو ۲۵ غړیو رایې به په بیا شمېرنه کې شاملې نه وي.

خو سپریم کورټ پرون (د جولای پر لومړۍ نېټه) پریکړه کړې چې په پنجاب اسمبلۍ کې پر ۲۵ چوکیو باندې به د جولای پر ۱۷مه انتخابات کېږي چې د پاکستان تحریک انصاف د ۲۵ غړو د نا اهله ګرځول کېدو وروسته خالي شوې وې. د عدالت له پریکړې سره سم حمزه شهباز به تر هغې د صوبې اعلا وزیر وي او د بل وزیراعلا د انتخاب لپاره به د جولای پر ۲۲مه بیا رایې اچول کېږي.

د روان کال د اپریل پر ۱۶مه، په پنجاب اسمبلۍ کې، د مستعفي شوي اعلا وزیر عثمان بزدار د ځای ناستي د ټاکلو لپاره رایې اچول شوې وې چې پکې د تحریک انصاف ۲۵ منحرفو شویو غړیو حمزه شهباز ته رایې ورکړې وې او نوموړی وزیراعلا ټاکل شوی وو. د حمزه په مقابله کې د تحریک انصاف لخوا د ګوند اتحادي مسلم لیګ (ق) یو مشر چودري پرویز الهی د دغه چوکۍ لپاره امیدوار وو.

د سپریم کورټ دغه پریکړه په داسې حال کې مخې ته راغلې ده چې پنجاب صوبه د اپرېل پر ۱۰مه نیمه شپه د پخواني وزیراعظم عمران خان له دندې تر ګوښه کېدو وروسته د سیاسي بحران ښکار ده. په هغه صوبه کې د خان تحریک انصاف ګوند واکمن وو خو په مرکز کې یې د حکومت تر ختمېدو وروسته چې مسلم لیګ (ن) په پنجاب کې د خپل حکومت جوړولو هلې ځلې پیل کړې نو په اسمبلۍ کې د تحریک انصاف یوشمېر غړي هم ورسره ملګري شول.

خو د مسلم لیګ (ن) مخالفه ګوندونو خپلو هڅو ته دوام ورکړ او همداراز، د صوبې ګورنر عمر سرفراز چیمه هم د حمزه شهباز انتخاب یې "غیرقانوني" بللی وو. د دې له وجې نوموړي تر شاوخوا نیمې میاشت ځنډ وروسته د اپرېل په پای کې د اعلاوزیر په توګه لوړه وکړه.

XS
SM
MD
LG